د استوګنی د اجازی تمدید
سلام او احترام! زه ۲۱ کال المان ته د بوندیس اف نامه پروګرام کی راغلم اوسلندربهورده ماته د یو کال لپاره ای ډی کارت چاپ کړ ،بیا یی راته ده دوه کلونو لپاره تمدید کړ بیا ځل ۴ میاشت کی می اوسلندر بهورده څخه د خپل ای دی کارت د تمدید لپاره غوښتنه وکړه د کار مالک غوښتنه وه نو هغوی په ۳۰.۰۹.۲۵ ترمین راکړاو هلته یی لیکلی وو چی استوګنی اجازه تمدید شوه تر ۳۰.۱۲.۲۰۲۵ یعنی ۶ میاشتو لپاره نو ما بیا هغوی ته ایمیل وکړ چی دا ولی دومره لږ وخت دا خو د وخت ضایع ده او پیسو زه به بیا دوباره غوښتنه کوم. نو تیره ورځ دهغوی ایمیل راغی او دا لیکل یی کړی وو ( Ihre Angaben werden geprüft. die Verlängerung wird aufgrund der vorliegenden gesetzlichen Bestimmungen vorgenommen.Die Länge richtet sich entsprechend der aktuelle vorliegenden Erlasse, die aktuell eine Verlängerung bis 31.12.2025 vorsehen.
مننه مخکی له مخکی
سلامونه او وخت مو پخیر!
متاسفانه زه مو په پوښتنه سم پوه نه شوم.
بله مسله دا ده، چې د استوګنې د اجازې تمدید ډېری وخت په ځینې شیانو پورې اړه لري.
۱. په ځینو ایالتونو کې د کم وخت لپاره تمدېدېږي خو ډېری ایالتونه همدا د ۲۲ مادې د ۲ بند به اساس دری کلنه د استوګنې اجازه ورکوي.
۲. دا چې په پاسپورټ کې مو څومره وخت پاتې دی دا شی هم تاثیر په لري.
۳. ځینې وخت ستاسو د کار قرارداد هم په تاثیر لرلی شي.
دا دری لاملونه کېدلی شي چې ستاسو د استوګنې اجازه د کمې مودې لپاره تمدید شوې وي. اما متاسفانه تاسو په شخصي توګه هغوی ته دا نه شئ ویلی چې ستاسو د استوګنې اجازه یې ولې د کم وخت لپاره تمدید کړې ده ځکه د قانون له مخې هغه کارکوونکی دا صلاحیت لري چې ستاسو د استوګنې اجازه د شرایطو په کتو سره تمدید کړي. خو که بیا هم غواړئ چې دا ستونزه حل کړئ ماته د خپل ښار نوم ولیکئ زه به ستاسو په ښار کې د مشورتي مرکز ادرس او پته پیدا کړم هغوی څخه مشوره واخلئ ممکن په دې برخه کې درسره وکړي خو دا په یاد ولرئ چې که غواړئ د استوګنې اجازه مو د ډېر وخت لپاره تمدید شي باید یو قانع کوونکی دلیل ولرئ چې ولې باید د ډېر وخت لپاره تمدید شي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ، خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت