منځپانګې ته لاړ شئ
Hamid Khan
ویزه او د استوګنې اجازه

د اوسیدو د اجازی بدلول

سلامونه خدای تعالی دې وکړی چی ټول به ښه یی، زه په المان کی په ډیپورټ بندیز لرم او د المانی ژبی B1 سند هم لرم او اوس کار هم کوم او پلان لرم چی اوسبلدینک وکړم خو مطمین نه یم، څنګه کولای شم دا د اوسیدو اجازه په بلې معتبرې اجازه بدله کړم؟ 

1 څرګندونې

ځواب (1)

m.saeed

ممکن په ځینو شرایطو کې وکولای شئ چې دا اجازه په بله د اوسېدو اجازه بدله کړئ. دا په دې پورې اړه لري چې تاسې کوم ډول د اوسېدو اجازه غواړئ. د بېلګې په ډول:

  1. د کار پر اساس د اوسېدو اجازه:
    • ماهر کارکوونکي: که تاسې مسلکي زده کړې بشپړې کړې وي، یا د پوهنتون سند ولرئ چې په جرمني کې رسمي شوی وي، نو کېدای شي د مسلکي کارکوونکو لپاره د اوسېدو اجازه ترلاسه کړئ.
    • عامې دندې: که تاسې داسې دنده ولرئ چې د  کار فدرالي ادارې شرایط پوره کوي، نو دا هم يو طريقه کېدای شي.
  2. زده‌کړې:
    • په معتبر تعلیمي يا تحصيلي مرکز کې د داخلېدو له لارې، د زده کړو لپاره د اوسېدو اجازه ترلاسه کولای شئ.

عمومي شرطونه:

  • د ژوند تضمین: باید وکولای شئ چې خپل ژوند له عامه مرستو پرته تأمین کړئ.
  • روغتیایي بیمه: په جرمني کې د روغتیایي بیمې شتون ضروري دی.
  • ژبې پوهه: د اوسېدو د اجازې د ډول په اساس، کېدای شي د جرمني ژبې سند ته اړتیا وي.
  • جرمي ریکارډ نه لرل: پاکه عدلي سابقه اړینه ده.

    البته ښه به وي چې په دې اړه له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ او بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.


 

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو