د ډوبلین پروسیجر!
د ډوبلین پروسیجر
سلامونه او نیکې هیلې د هنډبوک جرمني ټولو کارکونکو او لوستونکو ته،
زما یوه نږدې خپلوانه، یوه ښځه چې درې ماشومان لري (یو ځوی ۱۰کلن او دوه لوڼې ۸ او ۵ کلنې) له افغانستان څخه، په دې وروستیو کې له یوه اروپايي هیواد څخه د شینګین ویزې په اخیستلو جرمني ته راغله او دلته یې د پناه غوښتنه وکړه، خو څو ورځې کیږي چې هغې پسې د ډوبلین ګوتې راووتلې او ورته یی وویل چۍ جرمني به ستاسو د قضیې د پروسس کولو مسؤلیت ونلري او تاسو باید هغه لومړي هیواد ته بیرته لاړ شئ چې تاسو ته یې د شینګین ویزه ورکړې وه. دا او د دوی ماشومان اوس د جرمني ژبې د زده کړې لپاره ښوونځي ته هم ځي او په ټولنه کې څه ناڅه مدغم شوي هم دي. ایا امکان به ولري چې دوی بیرته لمړي هیواد ته ونلیږي او په جرمني کې پاتې؟
ستاسو د ځواب نه مخکې له مخکې مننه.
سلامونه، هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
په دې مسله کې تر هر څه مهمه دا ده، چې دوی کوم اروپایي هېواد ته راغلي دي، ډېری اروپایي هېوادونو ته حتمن ډیپورټ کېږي خو ځینې استثناوې هم شته، د بېلګې په توګه اکثره وخت ایټالیا ته کډول نه ډیپورټ کېږي ځکه د جرمني قانون له مخې ایټالیا د کډوالو لپاره یو خوندي ځای نه دی. دا هم نه مالومېږي چې څوک به حتمن ایستل کېږي او څوک به نه ایستل کېږي که چېرې یې هغه د ډوبلین موده پوره شوې وي بیا یې ممکن ډیپورټ نه کړي. اکثره وخت هغه هېوادونه چې باید کډوال ورته ډیپورت شي د جرمني هېواد د کډوالو چارو ادارو ته د خلکو د ډیپورټ په اړه مثبت ځواب نه ورکوي نو بیا دوی ته هم د ډیپورټ لاره نه پاتې کېږي او دا مسله د دې سبب کېږي چې خلک نورو اروپایي هېوادونو ته کم ډیپورټ شي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ، خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت