منځپانګې ته لاړ شئ
Abdurrahman Farhar
اوسمهاليز:
متخصص کارکوونکي

د فرصت کارت

زه غواړم پوه شم د المان داخل کې یو شخص څنګه کولۍ شی چه د فرصت کارت لپاره اپلای وکړی، ایا امکان یې شته دی او کنه؟ زما د پنا غوښتنه هم تر پروسس لاندې ده که چیرې د فرصت کارت لپاره زه وړ وم زه کولۍ شم د پنا غوښتنه مې بیرته واخلم!

زده کړې : په ودانیزه انجینری کې د ماستری تر کچې

د اسنادو رسمی کول په جرمنی کې : هو 

د جرمنی ژبې سند: B1

انګلیسی هم تر څه ناڅه خبرې کولۍ شم

عمر :۳۲ کلن

زه فعلا د جرمنی نارت راین وستفالن ایالت د بوخوم ښار کې ژوند کوم 

1 څرګندونې

ځواب (1)

ShabirSalimi

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

متاسفانه که د پناه غوښتنه پروسه مو په جریان کې وي د فرصت کارت ته اپلای نه شئ کولی. خو د دې تر څنګ یوه لاره دا ده، چې که چېرې مو د پناه غوښتنې غوښتنه لغوه کړئ په هغه صورت کې بیا د فرصت کار اخیستلی شئ، چې دا کار د وکیل له طریقه وکړئ. خو په یاد مو وي‌ چې که د پناه غوښتنه مو لغوه کوئ، بیا چې د فرصت کارت واخلئ هم ستاسو د استوګنې اجازه به یوازې ستاسو په کار پورې اړونده وي‌ مانا دا چې که چېرې مو کار ختمېږي د استوګنې اجازه مو هم ورسره ختمېږي.‌

 

که په دې اړه لا نورې پوښتنې لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم. 

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو