منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Sial__Tasal

د جرمني د تابعيت لپاره اپلای

سلامونه او درنښت

غواړم چې د جرمني تابعيت ته اپلای وکړم، ايا د اپلای لپاره کوم ځانګړی فورم شته؟ که وي، څنګه او چېرته يې تر لاسه کولی شم؟ 

که نه وي، د اپلای لپاره د متن يوه نمونه راسره شريکولی شئ؟

له وړاندې مننه

2 څرګندونې

ځواب (2)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

تر هر څه مهمه دا ده چې تاسو باید ځان لومړی په دې پوه کړئ چې ایا تاسو د تابعیت د اخیتسلو شرایط پوره کړي دي کنه. وروسته له هغه څخه باید لاندې کارونه تر سره کړئ ځکه په هر ایالت کې پروسه توپیر کوي. په ايالتونو کې د تابعيت ورکولو مسؤولې ادارې يو له بله توپير کوي. دا مسؤول دفتر ښايي د ناحيې اداره (Bezirksamt)، د ښاري مديريت اداره (Stadtverwaltung) او يا د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) وي. کولای شئ په خپل شاوخوا کې مهاجرو د مشورو يا د ځوانو مهاجرانو د خدمتونو ادارو ته ورشئ او د دې ادارو د پتو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ. له دې پرته په ګوګل کې هم د (Einbürgerung) کلمې د لټون په مرسته د خپل ښار د تابعيت ورکولو اړوند ادارې موندلای شئ. نو هلته ممکن ځینې فورمې تر لاسه کړئ چې باید ډکې یې کړئ مستقیما یوازې کومه فورمه نشته چې تاسو پکې د جرمني تابعیت ته اپلای وکړئ.‌

د تابعيت له اړونده ادارې څخه د تابعيت غوښتلو يوه فورمه هم ترلاسه کولای شئ. دا فورمه همالته له ادارې او يا په انلاين ډول ترلاسه کېدای شي. د تابعيت د غوښتنې له وړاندې کولو مخکې غوره ده چې له د دې ادارو له مامورينو د مشورې غوښتنه وشي. دوی کولای شي تاسې ته ووايي چې کوم سندونه اړين دي.

يادونه: يوازې هغه وخت د تابعيت غوښتنه کولای شئ چې عمر مو له ۱۶ کالو زيات وي. که د چا عمر کم وي؛ کولای شي د خپلو والدينو يا سرپرستانو په مرسته د تابعيت غوښتنه وکړي.

پاملرنه: ځینې فدرالي ایالتونو د تابعيت غوښتلو پروسه ډیجیټل کړې ده. په دې مانا چې د تابعيت غوښتلو لپاره انلاین فورمه ډکولی شئ او خپل اسناد هم بايد په ډيجيټل بڼه وسپارئ. د غوښتنليک د فیسونو تادیه هم په ډیجیټلي بڼه ترسره کیږي. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت 

ځواب
Sial__Tasal

ډېره مننه

ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو