منځپانګې ته لاړ شئ
Rizwan
اوسمهاليز:
د زده‌کړو د سندونو تاییدول

د لیسانس او د ماستري سندونو رسمي کول:

،سلامونه نیکې هیلې،

زه د ترکیې هیواد څخه په سیول انجینري کې د لیسانس او ماستري سندونه لرم، اوس غواړم چې سندونه مې دلته په جرمني کې ارزیابي شي .

نو چا ته که دقیق معلومات وي او یا یې خپله د سندونو د رسمیت مرحله سرته رسولې نو هیله کوم چې ما ته هم دغه مرحله دلته تشریح کړي

!!!په درنښت

3 څرګندونې

ځواب (3)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ د بهرنیو سندونو د رسمي کولو لپاره په جرمني کې ګڼې ادارې شته او د دې تر څنګ که غواړئ په کوم ځانګړي پوهنتون کې زده کړې وکړئ اکثره وخت هغوی هم له تاسو سره د سندونو په رسمي کولو کې مرسته کوي. زه یې دلته ټوله پروسه درته تشریح کوم لومړی دا که له جاب سنټر څخه پیسې اخلئ هغوی باید خبر کړئ چې بیا یې د رسمي کولو لګښتونه هم هغوی په غاړه واخلي، ځینې وخت که هغوی خبر نه کړئ بیا یې ممکن د رسمي کولو لګښتونه در نه کړي. په جرمني کې د ښوونځيو، اکاډميکو زدکړو او حرفوي روزنې د اسنادو رسمي کول ممکن دي او د هرې څانګې لپاره د سندونو د رسمي کولو لارې بېلې دي: · د ښوونځيو د فراغت سندونه: په ځينو ايالتونو کې د ښوونځي د فراغت سندونه د سندونو د رسمي کولو د سيمه‌ييزو ادارو (Zeugnisanerkennungsstellen) له لوري رسمي کيږي. د دې ادارو د څانګو موندلو لپاره په انلاين بڼه د (anabin) په نوم د مالوماتو بانک ته ورشئ. که غواړئ په جرمني کې لوړې زده‌کړې وکړئ؛ په اړوند پوهنتون کې هم د خپلو سندونو د رسمي کولو غوښتنه کولای شئ. · د اکاډميکو اسنادو تاييد د بهرنيو زدکړو مرکزي اداره (Zentralstelle für ausländisches Bildungswesen) کوي. دا اداره د (anabin) په نامه د مالوماتو بانک لري چې په مرسته يې کولای شئ خپل پوهنتون يا د لوړو زدکړو مرکز د جرمني له معيارونو سره پرتله کړئ. دې ادارې ته د سندونو د رسمي کولو لپاره په مخامخ ډول ورشئ او غوښتنه وکړئ. د زياتو مالوماتو لپاره د دوی پر وېبسایټ د (Zeugnisbewertung) برخه ولولئ. · د حرفوي روزنې د اسنادو د رسمي کولو لپاره د (Anerkennungs-Finder) پر وېبسایټ د خپل مسلک اړوند د سندونو رسمي کولو يوه څانګه ومومئ. هلته کولای شئ په مخامخ ډول د خپل مسلک نوم ورکړئ او يا له الف څخه تر يا پورې د مسلکونو له کته‌ګوريو څخه يوه غوره کړئ. وروسته به تاسې ستاسې اړوند د سندونو د رسمي کولو څانګه وښودل شي. که لا هم پوښتنه لرئ کولی شئ راته یې ولیکئ.‌ په درنښت
Rizwan
ډېره مننه کوم سلیمي صاحب له معلوماتو مو! زه فعلاً له سوسیال امت سره یم. اول نو زه باید یوه مالي سرچېنه پیداکړم که څنکه؟ د لیسانس او ماستري پر سندونو به کابو څومره مصارف راسي؟ په درنښت
Profile Picture
Shabir Salimi
هیله کوم، هر وخت کولی شئ دلته مو پوښتنه موږ ته راولېږئ موږ به هڅه وکړو چې ستاسو پوښتنې په پوره غور او حوصله مندۍ ځواب کړو. سوسیال امت هم ممکن په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي که یو ځل له هغوی سره په تماس کې شئ او خپل حالت مو ورته تشریح کړئ نو ممکن مرسته درسره وکړي‌ او همدارنګه ډېر لګښت هم نه په راځي دقیق خو نه شم ویلی خو ممکن د ۲ تر ۳ سوه یورو پورې پرې لګښت راشي.‌ په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو