منځپانګې ته لاړ شئ
Ismail Khan
د جرمني تابعیت

د محکمې راتلل

زما پوښتنه دادې چي ما په لومړی ځل په BAMF کې انټروي ورکړه ، له هغې وروسته زما جواب منفي شو يعني يو کلن اسناد يي راکړل ، بيا ما وکيل ونيوه ، او د محکمی غوښتنه مي وکړه ، وروسته له يو نيم کال بعد راته اوس وکيل خبر راکړ چي زما محکمه راغلي دي . زه اوس دوه کالن اسناد لرم چي Aufenthaltstitel 25 ABS.3 دي او دوه کالن يعني د سفر لپاره حړ رنک پاسپورټ هم لرم ، زه اوس مکتب وايم عمر مي نولسه کاله دي دغه کال کي Hauptschulabschluss کوم او دري کاله مي په جرمنی کی وشول . ژبه باندې هم يو څه پوهېږم. اوس زه دغه محکمه ورکړم او کنه ؟ که چرته محکمه ناکامه شي نو زما په اوسني قبولي او ژوند باندې څه منفي اغيزه لرلي شي ؟ او که چرته محکمه رد کړم ووايم چې نه غواړم محکمه ورکړم بيا يي اغيزي زما په اوسني حالت باندې څه کيداشي ؟ 

مننه ، ستاسو د جواب په هيله!

نيکې هيلې او غوره اخترامات 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

دا چې اوس محکمه درته راغلې ده، نو بیا ښه ده چې دا چانس هم وازمایئ، ځکه که محکمه رد هم درکړي همدا اوسني اسناد مو پاتې کېږي خو که چېرې محکمه کامیابه شي بیا نو ممکن تر دې هم ښه اسناد درکړي.‌ خو بیا هم زما وړاندییز دا دی، چې له وکیل سره مو بیا هم مشوره وکړئ. 

 

که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو