منځپانګې ته لاړ شئ
skihsas
اوسمهاليز:
نور

د سویس هیواد ۵ کلن اسنادو بدلول جرمنی سره

سلام او وخت په وخت پخیر 

زما یو کشر ورور دی  ۲۲ کاله عمر لری فعلا د سویس هیواد ۵ کلن اسناد لری. 

ایا کولی شی د سویس ۵ کلن اسناد د جرمنی سره تبادله کړي؟

که امکان لری نو څو کلن اسناد سره جرمنی ورکوی؟

که چیری د تبادله کیدو امکان نه وی او غیر قانونی ډول جرمنی ته راشی سرنوشت به یی څه وی؟

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم! متاسفانه د اسنادو د تبادلې په نوم خو داسې خاص کوم څه نشته، یعنې په دې اړه کوم ځانګړی قانون یا دېته ورته کوم موضوع د اروپایي اتحادیې په قوانینو کې نشته، اما په ځینې ځانګړو شرایط کې بیا کولی شي، د اروپایي اتحادیې د استوګنې د دایمې اجازې غوښتنه وکړي چې بیا د اروپایي اتحادیې په هر غړي هېواد کې اوسېدلی شي. او د دې تر څنګ چې که غیر قانوني جرمني ته راشي او دلته د پناه غوښتنه وکړي د دوبلین د قوانینو له مخې دوبلین کېږي او بېرته هماغه هېواد ته استول کېږي. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو