منځپانګې ته لاړ شئ
Khoshhal
د کار موندل او کاري سندونو تاییدول

دکار دایمی اجازه

زه یوکلن اوفنټال ګشټاټونګ Aufenthaltsgestattung لرم .هروخت چی زه یو نوی کارپیداکړم نو زه دکار دایمی اجازی په نه درلودلوسره هغه شرکت هم زړه نه ښه کوی او چی کله هغه فورم ډک کړی تاسو ته خودرمعلومیږی چی هغه داوسلنډربهوری Ausländerbehörde څخه چی ځواب راځی دسړی نفس ورکاږی ،نوکه داسی طریقه وی چی بغیرله دی چی دوی وایی څلورکاله بعد اویاهم له قبولې ورسته یی موږ مستحق یو مګر زه وایم چی مخکی له قبولې که کومه لار وی نو مهربانی وکړی لارښونه راته وکړی .

تل مو ځلانده غواړم

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د جرمني د کار د قانون له مخې هغه کسان چې د بهرنیانو په توګه په جرمني کې کار کوي ډېری وخت د هغوی د کار اجازه د هغوی د استوګنې په اجازه پورې تړلې وي. هغه کسان چې د پناه غوښتنې په پروسه کې وي، هغوی که چېرې په کوم ځای کې کار پیدا کوي مجبور دي چې باید د خپل ښار له اوسلنډبهورډې څخه د کار اجازه تر لاسه کړي له دې پرته متاسفانه بله لاره نشته. که چېرې څوک په جرمني کې قبول هم شي د کار دایمي اجازه نه ورکول کېږي د هغوی د کار اجازه هم تر هغې مودې پورې د اعتبار وړ ده تر کومې مودې پورې یې چې د استوګنې اجازه د اعتبار وړ ده.‌

 

نو زما مشوره تاسو ته دا ده، چې که غواړئ هره ورځ د کار د اجازې له اخستلو څخه ځان خلاص کړئ نو باید یو اوږد مهاله کار ځان ته پیدا کړئ تر څو هماغه یوه د کار اجازه د ډېر وخت لپاره وکارولئ شئ. دا که تاسو دوه دری میاشتو کې کار بدلوئ نو حتمن به تاسو ته هم ځواب په ځنډ درکول کېږي او هم به مو کار ځنډېږي.‌

 

که په دې اړه لا ډېرې پوښتنې لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم. 

 

په درنښت 

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو