منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Profile Picture
Shabir__Salimi
اوسمهاليز:

دوبلین

سلامونه په دې هيله چې ښه به ياست . هيله کوم ډوفلين له کوم وخته شروع کيږي او تر کومه وخته دوام کوي ستاسې د جواب په تمه هيله کوم .په درنښت 

5 څرګندونې

ځواب (5)

Profile Picture
Shabir__Salimi
@hamdardmurtaza2003
ځواب
hamdardmurtaza2003
هيله کوم جواب راکړی
ځواب
hamdardmurtaza2003
هيله کوم جواب راکی
ځواب
hamdardmurtaza2003
??????
ځواب
Profile Picture
Shabir__Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم. دوبلین قوانین داسې پلي کېږي. په جرمني کې د پنا د غوښتنې له ثبت سملاسي وروسته به چارواکي وګوري چې جرمنی مو د پناغوښتنې د قضيې مسؤوليت لري او که نه. دا ارزونه د يوروډک (Eurodac) ډاټابېس په مرسته ترسره کيږي. په دې اروپايي ډاټابېس کې د ټولو پناغوښتونکو او هغو بهرنيانو د ګوتو نښې ساتل کيږي چې اروپا ته راځي. د بمف اداره ښايي د سفر د ټکټونو پوښتنه هم وکړي چې د مدرک په توګه يې وارزوي. که تاسې د دوبلين د مقررې تر پوښښ لاندې راشئ؛ ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رديږي. له دې وروسته به له تاسې غوښتنه وشي چې جرمنی پرېږدئ. ځينې کسان ښايي هماغه اړوند هېواد ته چې د پناغوښتنې د قضيې مسؤوليت لري؛ ډيپورټ شي او دې ډيپورټ ته بدلول (Überstellung) وايي. بل هېواد ته د لېږلو لپاره ځينې قوانين پلي کيږي چې په لاندې ډول دي: 1- جرمنی بايد له اړوند اروپايي هېواد څخه د بيا منلو (Übernahmeersuchen) په نوم غوښتنه وکړي او دا کار بايد ژر ترسره شي. د دې کار لپاره دوه فرصتونه شته: په يوروډک سیستم کې د ګوتو د نښو له موندلو وروسته د دوو مياشتو په موده کې او يا د بمف له لوري د پنا د غوښتنې ترلاسه کولو وروسته د درې مياشو په موده کې. که په يادو ټاکل شوو مودو کې دا کار ونه شي؛ جرمنی ستاسې د پنا غوښتنې د‌ پروسې مسؤول دی. 2- که مقابل اروپايي هېواد ستاسې او ستاسې د پنا قضیه ونه مني؛ ښايي ستاسې له منلو انکار وکړي. که تاسې په بل اروپايي هېواد کې د پنا غوښتنه نه وي کړې؛ د اصولو له مخې مقابل هېواد دوې مياشتې وخت لري‌ چې د بمف غوښتنې ته ځواب ورکړي. که په دوو مياشتو کې ځواب ترلاسه نه شي؛ جرمنی به يې د تاييد نښه وبولي او اړوند کس به هماغه هېواد ته ډيپورټ کړي. که په بل اروپايي هېواد کې مو د پنا غوښتنه کړې وي؛ هغوی بايد له دوو اونيو تر يوې مياشتې موده کې د بمف غوښتنې ته ځواب ورکړي. که په دې موده کې ځواب ترلاسه نه شي؛ جرمنی به يې د تاييد نښه وبولي او اړوند کس به هماغه هېواد ته ډيپورټ کړي. 3- که ټاکل شوې موده د مقابل اروپايي هېواد له ځواب پرته پوره شي او يا د منلو لپاره مثبت ځواب ورکړي؛ جرمنی شپږ مياشتې وخت لري چې تاسې بېرته وليږي. که د شپږو مياشتو په موده کې ونه لېږل شئ؛ جرمنی به ستاسې د پناغوښتنې قضيې مسؤوليت ولري. پاملرنه: که څوک په زندان کې وي؛ جرمنی ۱۲ مياشتې وخت لري چې بل مسؤول هېواد ته يې وليږي. همدا شان که څوک د خپلو لېږلو مخنيوی وکړي؛ د بېلګې په توګه پټ شي؛ ښايي دا موده ۱۸ مياشتو ته وغځيږي. که څوک د خپلې استوګنې په ځای کې يوه اونۍ ونه اوسي او بمف خبر شي؛ ښايي د پټېدو د هڅې په توګه وګڼل شي. يادونه: که جرمنی ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رد کړي؛ دا په اتومات ډول دا مانا نه لري چې بل اروپايي هېواد به هم ستاسې قضيه ردوي. د دوبلين اړوند قضيو پر مهال د رد مانا دا ده چې جرمنی ستاسې د قضيې مسؤوليت نه لري او دا کار بايد په بل مسؤول اروپايي هېواد کې وشي. که لا پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ. په درنښت
ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو