منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Ikramullah__qayoomi
اوسمهاليز:

ډولډینګ

Peace be upon you!

My question is about Dolding 

2 څرګندونې

ځواب (2)

Ikramullah__qayoomi
هیله کوم چی د ډولډینګ په اړه معلومات راکړی مننه کوم
ځواب
Profile Picture
Shabir__Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ په معمول ډول د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې له جرمني وتلو ته اړ وي خو ايستل يا ډيپورټ يې د لنډ وخت لپاره د ځينو خنډونو يا په جرمني کې د پاته کېدو د اړتيا د دلايلو له کبله ناشونی وي. د ډيپورټ پر وړاندې خنډونه ښايي د ناروغۍ درلودل يا د اړينو سندونو د نه شتون په شان نور لاملونه وي. د پاته کېدلو نور قانوني دليلونه ښايي د حرفوي زده‌کړو پیلول يا د ضروري درملنې پروسه او يا دې ورته بل څه وي. د ۶۰ الف مادې له مخې د ډولډونګ تر څنګ د ډولډونګ ځينې نور ډولونه هم شته. له دې ډلې اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ يادولای شو. د دې ډولډونګونو ترلاسه کولو لپاره بايد ځانګړي شرطونه پوره شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکيو اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ کې لوستلای شئ. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې موږ ته ولیکئ.‌ په درنښت
ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو