منځپانګې ته لاړ شئ
Mohammad__AH

Eheschließungsvertrag

زه آلمان کی اوسیږم او آبی پاسپورت لرم د خپلي کورنۍ د الحاق لپاره می اذیل هم کړي دي خو زه د یو قانوني ستونزي سره مخ یم 

هغه دا چه زه نکاح خط نلرم د حل لاره یی څه ده که زما میرمن په افغانستان کي زوجه خط جوړ کړي آیا په آلمان او د الحاق په پروسه کي به دا د منلو وړ وي او که بله کومه قانوني لاره شتون لري 

لطفا په دی مورد معلومات راکړئ 

مننه 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

قانوني لاره خو دا ده، چې نکاج خط واخلي، که زوج خط اخیستلی شي نو نکاح خط هم ممکن دی. پخوا یې زوج خط هم د نکاح خط پر ځای ځینو سفارتونو منلو خو تازه مالومات متاسفانه موږ هم نه لرو چې اوس هم زوج خط منل کېږي کنه. خو ښه به دا وي چې نکاح خط واخلئ هم به مو ستونزه حل وي او هم به یو قانون سند لرئ.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. 

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو