منځپانګې ته لاړ شئ
khyberabidullah
اوسمهاليز:
کاري حقونه

کار کول اجازه

 اسلام و علیکم زه

نوي جرمني نه راغلي يم دري ورځي شوي کله زه د کار اجازه ترلاسه کولی شم

1 څرګندونې

ځواب (1)

ShabirSalimi

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپانې ته درته ښه راغلاست وایم!

په جرمني کې د کار اجازې په تر لاسه کولو کې ستاسې د اوسېدنې او پناغوښتنې حالت پرېکړه کوونکی دی. په اصل کې جرمني ته له راتګ وروسته په لومړيو دريو مياشتو کې د کار اجازه نه لرئ خو که د پناغوښتونکي په توګه مخکې له مخکې په رسميت پېژندل شوي ياست؛ دا شرايط تغيير کوي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات موندلای شئ.

که څوک د استوګنې لنډمهاله يا لومړنی سند (Aufenthaltsgestattung bzw. einen Ankunftsnachweis) ولري، د کار بازار ته لاسرسی يې محدوديږي. په داسې حالاتو کې د آزاد کاروبار اجازه هم نشته. په عمومي ډول د کار کولو لپاره بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د کار د اجازې غوښتنه وشي.

پنا غوښتونکي يوازې هغه وخت د کار اجازه ترلاسه کولای شي چې په جرمني کې يې لږ تر لږه درې مياشتې وتلې وي او نور د مهاجرو د منلو په لومړيو مرکزونو (Erstaufnahmeeinrichtung) کې ونه اوسي. که څوک لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوي، د کار اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ۹ مياشتې انتظار وکړي. که څوک واړه ماشومان ولري، دا موده ورته ۶ مياشتې کيږي.

 

که په دې اړه نورو مالوماتو ته اړتیا لرئ او یا هم بله پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

 

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو