بیرته کتنې ته
ماهر کارګر
سلامونه او نيکې هيلي!
ما ليسانس په کمپيوټر ساينس کې کړي او اوس مې جرمنی کې د يو شرکت نه د ماهر کارګر په صفت د کار قرارداد اخيستي او زما کار په جرمنی کې د کار رياست او د بهرنيو چارؤ د ادارې نه خلاص شوي دی نو زما پروسه نوره له کومې طريقي مخکی لاړه شی.
زه ستاسي د همکارۍ ډير منندوی يم
2 څرګندونې
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
که په جرمني کې د کار قرارداد ولرئ او همدارنګه ستاسو د زده کړو سندونه د هغه شرکت له خوا په رسمیت پیژندل شوي وي بیا نو کولی په ایران او یا هم پاکستان کې د جرمني هېواد د ویزې غوښتنه وکړئ او که ممکنه وي په دې برخه کې دا یاد شرکت هم چې تاسو ته یې د کار قرارداد در کړئ دی مرسته کولی شي. اوس نو باید لومړی په پاکستان یا هم ایران کې اپانټمنټ واخلئ او بیا مو دلته د راتګ پروسه پر مخ یوسئ.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت