منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Crossroads_HandicapInternational
اوسمهاليز:

موږ د معلولیت لرونکو مهاجرو او د هغوی کورنیو ته مشوره او معلومات ورکوو.

تقاطع | تښتېدل، کډوالي، معلولیت

ایا تاسې د پناغوښتنه کړې ده او له کوم ډول کم‌زورۍ (معلولیت) سره مخ یاست؟ یا ستاسې د کورنۍ کوم بل غړی په داسې وضعیت کې دی؟ ایا غواړئ چې په جرمني کې د خپلو حقونو او امتیازاتو په اړه نور معلومات تر لاسه کړئ؟ ایا د معلولیت په اړه د طبي او قانوني سندونو په اړه پوښتنې لرئ؟ یا غواړئ پوه شئ چې څنګه کولی شئ د ملاتړ، ځانګړو آسانتیاوو او د پاملرنې له کم‌لګښته خدمتونو څخه د کټې اخیستنې غوښتنه وکړئ؟ ایا د اوسېدو ځای ته نږدې داسې د مشورې مرکز په لټه کې یاست چې ستاسو د ځانګړو شرایطو سره سمون ولري؟

موږ د مشورې او مالوماتو په وړاندې کولو سره هغو پناغوښتونکو او د هغوی کورنیو سره مرسته کوو چې له معلولیت سره ژوند کوي.
زموږ د ملاتړ خدمتونه د لومړني تلیفوني مشورې او لارښوونې په بڼه وړاندې کېږي.
سربېره پر دې، تاسې زموږ په څو‌ژبیز پلاتفورم کې د جرمني د معلولیت‌لرونکو کسانو د ملاتړ د سیستم په اړه بشپړ مالومات موندلی شئ.

له موږ سره خامخا اړیکه ونیسئ!

0 څرګندونې
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو