منځپانګې ته لاړ شئ
sharafatullahdk
اوسمهاليز:
دولتي مرستې

مينی جاب

په مينی جاب کي څومره ټکس اخيستل کيږي

 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه! د عايد له حد سره د ميني جاب‌ دندې لپاره د يوځايي ماليې (pauschale Versteuerung) په نوم قانون پلی کيږي او د کار ورکوونکی مو له ناخالص معاش څخه هره مياشت دوه سلنه ماليه بېلوي او د ماليې ادارې ته يې ليږي. په دې ډول د نورو ماليو ورکولو اړتيا نشته. د ميني‌جاب ترسره کوونکي اړ نه دي‌ چې د ټولنيزو خونديتوب ونډه (Sozialabgaben) ورکړي. په بله وينا، دوی د بېکارۍ او پرستارۍ د بيمو (Pflege- und Arbeitslosenversicherung) ورکولو مکلفيت نه لري. همدا شان دوی کولای شي ځان د تقاعد له بيمو خلاص کړي. د دې کار لپاره بايد له خپل کارورکوونکي سره د تقاعد له د بيمې له مکلفيت (Rentenversicherungspflicht) څخه د خلاصون تړون لاسليک کړي. که دا کار ونه شي؛ ستاسې د معاش يوه برخه به سيده د تقاعد بيمې ته ولاړه شي. که د تقاعد بيمه ته برخه ورکړئ؛ معاش مو ښايي يو څه لږ شي خو وروسته ستاسې د تقاعد په معاش کې ډېروالی راځي.
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو