منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
FAIZI0

نوی پاسپورت

سلامونه، 

په دوبۍ کې په انلاین بڼه نوی جوړ شوی د افغانستان پاسپورت په المان کې قابل د قبول دی کنه؟

ما یوه میاشت مخکې خپل پاسپورت اوسنلدیبیهورده ته ورکړی هغوي ماته هاغه مهال وویل چې دا به کنټرول شي ، خو تراوسه پوری راته معلومات ندی راکړ. 

مهرباني وکړئ په دې اړه معلومات راکړئ.

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

په دبۍ کې جوړ شوي پاسپورټونه په جرمني کې هم د قبول وړ دي،‌ که یې چک هم کړي ستونزه نشته یوازې یې احوال ته په تمه پاتې شئ، هېڅ ډول ستونزه نه درته جوړېږي. که بیا یې هم څه پوښتنه کوله هماغه د فورم چې د دبۍ سفارت ته مو لېږلې دي او تاسو ته یې تاییدي رالېږلې ده چې ستاسو پاسپورټونه به نوي شي هماغه ورسره شریک کړي ستونزه به پاکه حل شي.‌

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت

ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو