منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Naseri25

پاسپورت

زه   abschiebung verboten قبولی لرم کله چی زه المان ته داخلی شوم  ما خپله افغانی پاسپورت ورکری او کله چی زه قبول شوم زه بو کلن قبول شوم ایدی کارت Ausweisراکه خو زما پاسپورت کی یوازی 6 میاشتی وخت درلود نو همغی په اساس یی ماته 6 میاشتنی ایدی کارت Ausweis زما پاسپورت یی ایدی کارت کی راته رسولی او کله می چی بیا اسناد نوی کرل بیا نو زما افغانی پاسپورت نمبر نه او پکی رسولی اوس ما خپل افغانی پاسپورت بیا تمدید کی اوس زه باید سه وکم تر سو زما افغانی پاسپورت زما ایدی کارت کی ورسیگی  

2 څرګندونې

ځواب (2)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او وخت مو پخیر!

که د افغاني پاسپورټ تر څنګ یې بل پاسپورټ درکړئ وي خو د سفر لپاره هماغه کارولی شئ، خو که لا هم ستاسو د استوګنې د اجازې په کارټ د پاسپورټ شمېره نه وي رسېدلې بیا نو کولی شئ‌ د خپل ښار د بهرنیو چارو له ادارې یا اوسلنبهورډې سره تماس ونیسئ او ورته ووایئ چې زما دا ستونزه ده، هغوی باید په دې اړه درسره مرسته وکړي. ځکه که ستاسو د پاسپورټ شمېره او د پاسپورت د پای ته رسېدو نېټه په اوسوایس کې نه وي رسېدلې چېرته په سفر هم نه شئ کولی. 

 

هر څومره ژر چې کېږي، ورسره اړیکه ونیسئ او ستونزه مو ورسره شریکه کړئ. که غواړئ چې زه ستاسو په ښار کې مشورتي مرکز درته پیدا کړئ‌ هیله ده د خپل ښار نوم مو راته ولیکئ‌ زه به مشورتي مرکز درته پیدا کړم چې په وړیا توګه به درسره وکړي او د دې ستونز په حل کولو کې به لاسنیوی وکړي. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ زه به خوشحاله شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت،‌

ځواب
Naseri25

سلام دیر مننه هو هیله کوم که د مشورتی دفترونو په پیدا کولو کی هم را سره مرسته وکی بده به نه وی زه په فرانکفورت ام ماین Frankfurt am Main کی اوسیژم مننه 

ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو