په جرمني کي اسناد رسمي کول
سلام، خدايی دی وکړي چي وخت به مو په خير وي!
ما خپلي زده کړي تر ليسانس تر کچي کړي دی اوس غواړم چي خپل د مکتب او ليسانس اسنادونه په جرمني کي رسمي کړم خو نه پوهيږم چي څرنګه يی پيل او په جرمني کي اسنادونه رسمي کړم تر سو په راتلوونکي کي هوسايی راته جوړه کړي.
مننه
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
که له جاب سنټر څخه مرسته اخلئ، هغوی ته یوازې یو ساده ایمیل د خپلو سندونو د رسمي کولو په اړه ولېږلئ هغوی به پوره پوره مرسته درسره وکړي، دا چاره معمولا هغو کسانو ته چې له جاب سنټر څخه مرسته اخلي هغوی یې پر مخ وړي. لګښتونه یې هم هغوی پر غاړه اخلي. خو که چېرې له جاب سنټر سره نه یاست هیله ده، چې دلته راته ولیکئ زه به یې ټوله پروسه درته تشریح کړم.
که لا هم پوښتنه لرئ خوشاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت