بیرته کتنې ته
تابیعت
سلامونه،
خدای دی وکی جوړ او روغ به یاست.
اول ستاسو د همیشه همکاری او چټک جوابونو څخه ډیره مننه.
زما سوال دغه دی چی د المانی تابیعت اخستولو لپاره ۳۶ میاشتی کار کول آړین دی؟
او که یوازی ۵ کاله قانونی په المان کی پاته کیدل، د B1 سند درلودل او پاسپورټ ته د درخواست په وخت کی په جاب سنتر باندی نه مربوط کیدل کافی دی.
ستاسو د جواب په هیله.
مننه
3 څرګندونې
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
ډېری وخت د جرمني هېواد تابعیت اخیستل ستاسو د استوګنې د اجازې په ډول پورې اړه لري. خو عمومي قاعده دا ده، چې لومړی باید د استوګنې دایمي اجازه واخلی او وروسته له هغه څخه تابعیت ته اپلای وکړئ.
دا چې د استوګنې دایمي اجازه لومړی واخلی، باید په جرمني کې مو ۶۰ میاشتې قانوني کار کړئ وي د ژبې B1 سند ولرئ، د خپل ژوند ټول لګښتونه مو په خپله پوره کړئ او همدارنګه جرم مو نه وي کړئ، د دې شرطونو په پوره کولو سره کولی شئ د جرمني د استوګنې دایمي اجازه تر لاسه کړې او له هغه وروسته مستقم تابعیت ته هم اپلای کولی شي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ موږ به خوشحاله شو چې مرسته درسره وکړو.
په درنښت