وړیا وکیل
سلام د خنډبوک جرمني ټولو کارکونکو او لوستونکو ته، زما پوښتنه ده آیا په جرمني کې داسې وکیلان شته چې وړیا خلکو سره مرسته وکړي؟ که شتون لري مهرباني وکړئ راسره یی شریک کړئ.مننه
سلام د خنډبوک جرمني ټولو کارکونکو او لوستونکو ته، زما پوښتنه ده آیا په جرمني کې داسې وکیلان شته چې وړیا خلکو سره مرسته وکړي؟ که شتون لري مهرباني وکړئ راسره یی شریک کړئ.مننه
ډیره مننه ستاسو د چټک ځواب څخه، که چیرته امکان لري د Reutlingen ښار چې Baden-Württemberg ولایت پورې مربوط دی، دغې سېمې په هکله د وړیا وکیلانو چې د پناه غوښتنې پروسه کې مرسته کولای شي معلومات راکړئ. منندوی به مو یم
په یاد ښار لاندې چانسونه لرئ: زه یې دلته په لاندې توګه یادونه درکوم:
۱. د روټلینګن محلي محکمه – حقوقي مرسته (Beratungshilfe)
۲. د بادین وورتمبرګ د مصرف کوونکو مرکز – مشورتي څانګه روټلینګن
د دې خدماتو د کارولو څخه وړاندې، مشوره درکول کیږي چې له هغوی سره اړیکه ونیسئ همدارنګه هغوی باید ستاسو سندونه تایید او همدارنګه د لیدو لپاره وخت درکړي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ، خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
دلته په جرمني کې تاسو کولی شئ د وړیا یا ټیټ لګښت حقوقي مرستې د مختلفو سازمانونو له لارې پیدا کړئ. دلته یې زه ټولې درته ذکر کوم:
۱. حقوقي مرسته (Beratungshilfe)
۲. عامه حقوقي مشورتي مرکزونه (Rechtsantragsstellen)
۳. وکیل په بیړني حالت کې (Notanwalt)
۴. وړیا حقوقي خدمات (Pro Bono)
۵. غیر دولتي سازمانونه (NGOs)
ځینې NGOs د ځانګړو خلکو لپاره وړیا حقوقي مرسته وړاندې کوي (لکه پناه غوښتونکي، ټیټ عاید لرونکي افراد یا د کورني تاوتریخوالي قربانیان):
۶. د وکیلانو اتحادیې (Anwaltskammer)
د پیل کولو لپاره یې باید لاندې کارونه پر مخ بوزئ:
که تاسو غواړئ د خپلې سیمې لپاره مشخص تماس معلومات ومومئ، نو هیله ده چې دلته راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت