زده کړی لاری چاری
السلام علیكم
هيله لرم چې روغ اوصحت مند اؤسي
زه فعل د افغانستان اوسيدونکي یم
د اقتصاد په برخه د لیسانس تر کچې زده کړی لرم
غواړم چی ماسټری هم وکړم
د جرمنی اړوند هغه لاري چاري چی زه یی د تحصیل لپاره تللی شم راته ښودلی شي
یوه مهمه خبره چی د انګلیسي ژبي کوم سند نلرم خو په انګليسي ژبه پوهیږم
د ځواب په تمه یم تاسي نه منندوی یم
1 څرګندونې
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
لومړی لار په جرمني کې د زده کړو لپاره د جرمني هېواد د مشهورو بورسونو لار ده چې DAAD.de پر ویبپاڼه یې په اړه مالومات لوستلی شئ. خو په یاد مو وي چې دا بورسونه دایم نه وي د کال په یوه ټاکل شوې موده کې اعلانېږي او خپل وخت لري او ځینې شرایط لرئ چې هغه باید پوره کړئ. او د دې تر څنګ بله لاره دا ده چې دلته د ژبې په کورس کې داخله وکړئ او همدارنګه له پوهنتون څخه داخله تر لاسه کړئ او د دې لپاره باید بلاک اکونټ کې تقریبا ۱۲۰۰۰ یورو ولرئ چې دا بیا یوه جنجالي او لږ تر لږه دوه کاله نیوونکې پروسه ده. ځکه سفارتونه له یوه کال څخه تر دوه پورې د انټریو لپاره نوبت ورکوي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت،