منځپانګې ته لاړ شئ
Sahib Noor
اوسمهاليز:
ویزه او د استوګنې اجازه

زه یو کلن اسناد لرم خو کیس می رد خوړلب

سلامونه هیله ده چی یو خه اختر به ولری زما پوښتنه ده چی ماته یی یو کلن اسناد راکړل خو زما کیس یا د پنا غوښتنی قظیی می رد خوړلی اوس سه وکړم خپل کیس ته می هر څه ثبوتونه شته او ځینی می ورته سپارلی هم وه خو بیا یی کیس ته رد وکړی او اسناد یی یو کلن راته لیګلی اوس مخکی سه وکړم

3 څرګندونې

ځواب (3)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ د کومې مادې په اساس یې تاسو ته یو کلن اسناد درکړي دي؟ که ستونزه نه وي کولی شئ نوم یې راته ولیکئ چې څه ډول اسناد یې درکړي دي؟ که یو کلنه قبولي مو تر لاسه کړې وي د استوګنې دا اجازه بیا ځلي هم تمدیدېږي نو که ژبه زده کړئ او کار وکړئ‌ ممکن په راتلونکي درته یوه ښه او له ټولو حقونو څخه برخورداره د استوګنې اجازه تر لاسه کړي.‌ که لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت
Sahib Noor
منننه د پناغوښتنی د ۴ برخی او ۱ فقری لمخی مشروط خوندیتوب یی راکړی اوس نه پوهیګم مخکی سه وکړم د ایدی کارت بایومتریک سنګه وکړم غواړم کار هم شروع کړم او د کار په څنګ کی کورس ته لاړ شم
Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه! فرعي خوندیتوب یې چې درکړئ‌ دی نو تاسو د ژبې د کورس او همدارنګه د کار کولو اجازه لرئ. د بایومتریک لپاره د خپل ښار له اوسلنبهورډې په نوم له ادارې سره په تماس کې شئ او همدارنګه د کار د اجازې سند یې که له ایډي کارټ سره در نه کړ بیا نو تاسو اړ یاست چې د کار د اجازې لپاره بیا هم د خپل ښار له اوسلنبهورډې ادارې سره په تماس کې شئ‌،‌ هغوی دا اجازه درکوي.‌ په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو