زما جواب منفی راغلی دی
د 2025 کال جنوری د میاشتی په 31 تاریخ ما ته منفی جواب راغلی وه او ما هم د فبروری په څلورم باندی وکیل ونیوه او محکمی ته می شکایت وکه اوس پوښتنه دلته ده چی ددوی له خوانه ماته دوه هفتی وخت راکړل شوی وه او ما هم محکمی ته شکایت وکه اوس خو به ماته د پولیسو لخوا نه کوم خطر نه وی ترڅو دوی ما په زوره سره ډیپورټ کړی.
مننه کوم د جواب په هیله مو!
1 څرګندونې
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
نه هېڅ ستونزه نشته، تر څو مو چې د شکایت حال نه وي مالوم شوئ ستونزه نشته، له وکیل سره مو کېس تعقیب کړئ هیله ده چې ستونزه به مو حل شي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت