منځپانګې ته لاړ شئ

فورم څه ډول کار کوي

هنډبوک جرمني : ټوګېد څه شی دی؟

کله چې تاسې زموږ د معلوماتي پاڼو څخه خبر شئ، نو په فورم کې د ټولنې له نورو غړو، د ټولنې مدیرانو او مشاورینو سره د متقابلې تبادلې فرصت لرئ. تاسې کولای شئ چې په فورم کې له د ټولنې له نورو غړو سره اړیکې ټينګې کړئ، پوښتنې وکړئ او خپلې تجربې او پوهه شريکه کړئ. زموږ ټول وړاندیزونه وړیا دي.

د لومړنۍ پاڼې په سر کې ښي لورې ته د "انسانعکس يا لوګو ښکاري. کله چې په هغه کلیک وکړئ، لاندې د "ثبت کول" کړکۍ راځي. د دې لپاره چې په فورم کې ځان ثبت کړئ، غوره ده چې په لومړي سر کې خپله ژبه وټاکئ. ستاسو حساب به په اوتومات ډول په دې ژبه جوړ شي. که وغواړئ، کولای شئ وروسته ژبه بدله کړئ.

تاسې کولای شئ چې د خپل (برېښناليک)  يا د (ګوګل) او (فېسبوک) حساب له لارې ځان ثبت کړئ. دلته موږ تاسې ته ښيو چې څنګه په فورم کې ځان ثبت کړئ.

تاسې مخکې په ټوګېدر اېن جرمني کې زموږ سره يو حساب درلود؟ که هو، نو تاسې به له موږ څخه يو (ایمیل) ترلاسه کړی وي. د بیا ننوتلو لپاره، "پاسورډ  مې هېر شوی" کلیک کړئ او نوی پاسورډ غوره کړئ. له دې وروسته کولی شئ نوې وېبپاڼې ته ورشئ او له ويې وکاروئ.

    • خپل (برېښناليک)  او يو مستعار نوم (Nickname) په تشو ځایونو کې دننه کړئنوټ:  د محرمیت د قوانینو له مخې موږ له تاسې غوښتنه کوو چې خپل اصلي نوم ونه کاروئ.
    • يو پاسورډ هم وټاکئ. ستاسې پاسورډ بايد لږ تر لږه ۸ حروف، لوی او کوچني حروف او يوه شمېره ولري. پاسورډ بايد ستاسې (برېښناليک)  نه وي.
    • کله چې تاسې خپل (برېښناليک) ، مستعار نوم، او پاسورډ داخل کړئ، له تاسې به د محرمیت د پالیسۍ او د کارونې شرایطو د منلو غوښتنه وشي. مهرباني وکړئ دا په غور ولولئ.ستاسې رضايت اړين دی ترڅو  وکولای شئ په فورم کې ګډون وکړئ.
    • د "ثبتول" پر تڼۍ کلیک کولو سره خپل ثبتېدل تایید کړئ. له موږ څخه به تاسې ته يو (برښناليک) درشي چې په کې به د (برېېښناليکد تایید لپاره یو لینک وي.

      که غواړئ د خپل فیسبوک یا ګوګل حساب له لارې ځان ثبت کړئ، نو په لاندې ډول يې ترسره کړئ:

      • د هغه ټولنیزې رسنۍ نښه باندې کلیک وکړئ چې له لارې یې په فورم کې ثبتېدل غواړئ.
      • تاسې به په اوتومات ډول خپل د ټولنیزې رسنۍ حساب ته لاړ شئ او هلته به په عادي ډول د خپل حساب له لارې ننوځئ.
      • د SSO له لارې د ثبتولو په اړه نور مالومات په محرمیت پالیسۍ کې موندلی شئ.

        په فورم کې د ګډون بېلابېلې لارې شته. تاسې کولای شئ ځان ثبت کړئ او د ټولنې د غړي په توګه فعال شئ. که تاسې غواړئ په ځانګړي ډول په فورم کې برخه واخلئ، نو کولای شئ د رضا کار په توګه فعالیت وکړئ. فورم د ټولنې د مدیرانو لخوا اداره کېږي چې د مسلکي مشاورینو او متخصصینو ملاتړ هم لري. تاسې کولای شئ چې پرته له ثبتولو د مېلمه په توګه په فورم کې ګرځئ.

          فورم د احترام لرونکي تبادلې ځای دی. مهرباني وکړئ د ټولنې له نورو غړو سره په ادب سره خبرې وکړئ. دلته د توهين، نژادپالنې، جنسيتپالنې، LGBTQIA+ سره  دښمني او نور ډولونو د تعصب ځای نشته.
          په فورم کې ستاسې او د نورو کسانو په اړه شخصي مالومات (لکه د لومړي او وروستي نوم، پته، او داسې نور) نه شي خپرېدلی. سپم، اعلانونه او جعلي خبرونه په فورم کې نه منل کېږي. د نورو معلوماتو لپاره زموږ په  (Netiquetteيا د کارولو معيارونه وګورئ

            په فورم کې ټول پوسټونه د ټولنې ټولو کتونکو ته ښکاري او هلته هر راتلونکی کس يې لوستلی شي. د دې لپاره چې ستاسې مالومات او پېژندنه خوندي پاتې شي، د فورم کارول په مستعار ډول دي. په دې ډول هر غړی چانس لري چې په ازادانه ډول خپل مشکلات او تجربې شريکې کړي. له همدې کبله مهمه ده چې کارن نوم مو اصلي نوم نه وي.

              د يو فورم چلېدل له دې سره اړه لري چې څومره فعال کسان پکې دي او ځوابونه ترلاسه کوي. د ټولنې د ګډونوالو تر څنګ، مشاوران او د ټولنې مديران هم پوښتنو ته ځوابونه وايي. په ښه حالت کې تاسې په څو  ورځو کې ځواب ترلاسه کولی شئ. موږ تاسې په پوښتنو کې يوازې نه پرېږدو!

                کارډله ستاسې هغو وړاندیزونو، نظرونو او غوښتنو ته خوشاليږي، چې څنګه کولای شو فورم نور هم ښه کړو. يا که تاسې ته کومه تخنیکي تېروتنه ښکاره کېږي، نو د ټولنې مدیرانو ته يې په فورم کې مخامخ ولیکئ.
                نوټد ټولنې مدیران د (برېښناليک) له لارې مشوره نه ورکوي. خپلې پوښتنې په مستقیم ډول په فورم  يا ټولنيزو رسنيو کې وکړئ.

                  که چېرې تاسې په فورم کې له ۲ کالو څخه زيات غيرفعال پاتې شئ (بې له ننوتلو)، نو ستاسې حساب په اوتومات ډول حذف کېږي. د حذف کېدو مخکې به تاسې ته يو (برېښناليک) ولېږو ترڅو خبر مو کړو.

                    په فورم کې زموږ ټولنه

                    هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                    فورم ته دوام ورکړئ

                    ځای پر ځای ملاتړ

                    د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                    سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                    یو پروژه د
                    • medienmacher
                    • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                    • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                    • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                    تميلوونکي:
                    • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو