په جرمني کې د زده‌کړو مالي مرسته يا بافوګ (BAföG)

په جرمني کې له چا سره د زده‌کړو لپاره مالي مرسته کيږي؟

د کاري ژوند يا کريير جوړولو لپاره لوړې زده‌کړې مهمې دي خو د لوړو زده‌کړو پر مهال پیسې په سختۍ موندل کيږي. په جرمني کې د زده‌کړو د تمويل لپاره دولتي پروګرام شته چې (Bundesausbildungsförderungsgesetz) يا بافوګ نوميږي. که څوک خپله او يا يې والدين لږ عايد ولري او جرمني ته د زده‌کړو په ويزه نه وي راغلي، کولای شي د بافوګ غوښتنه وکړي او يوه ټاکلې اندازه پیسې ترلاسه کړي.

په څه بايد ځان وپوهوو؟

بافوګ (BAföG) څه ته وايي؟

آيا کولای شم د بافوګ (BAföG) غوښتنه وکړم؟

ما په بهر کې لوړې زده‌کړې نه دي بشپړې کړې، کولای شم په بله برخه کې زده‌کړه وکړم؟

څنګه د بافوګ ترلاسه کولو غوښتنه کولای شم؟

د بافوګ له لارې څومره پیسې تر لاسه کولای شم؟

څومره پیسې بايد بېرته تحويل کړم؟

کولای شم د بافوګ پر ځای له جاب‌سنټر څخه مرسته ترلاسه کړم؟

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

مهم

د يوه زده‌کوونکي يا محصل په توګه تاسې له جاب‌سنټر څخه د مرستې ترلاسه کولو حق نه لرئ. جاب‌سنټر يوازې د بې‌دندې کسانو ملاتړ کوي؛ په داسې حال کې چې محصلين ځانګړې مرسته تر لاسه کوي. که په پټه زده‌کړه پیل کړئ او وروسته جاب‌سنټر خبر شي؛ په تېره موده کې ټولې درکول شوې پیسې به بېرته درنه واخلي.