بېلابېل جنسيتي هويتونه (LGBTQIA+)

اوسمهالیز 20.03.2024

په جرمني کې د مختلفو جنسيتي هويتونو د لرونکو کسانو حقونه څه دي؟

په جرمني کې جنسي لېوالتيا او جنسي هويت شخصي موضوعات دي او دولت د خلکو د شخصي ټاکنې د درناوي او خونديتوب دنده پر غاړه لري. دا په دې مانا ده چې د لويانو تر منځ په خپله خوښه د همجنسبازۍ يا نورو جنسي اړيکو اړوند کړنو تر سره کول جرم نه ګڼل کيږي. د دې لپاره چې د مختلفو جنسیتي هويتونو لرونکو کسانو روغتيا خوندي وساتل شي، د جرمني دولت په دې اړه ځينې قوانين تصويب کړي دي. له دې سره سره اوس هم له دې کسانو سره په ځينو برخو کې تبعيض کيږي. دلته د دوی د حقونو په اړه مالومات او د تبعيض پر وړاندې د غبرګون لارې چارې موندلای شئ.

د (LGBTIQ) حقونه او ملاتړ

LGBTQIA+ څه ته وايي؟

د (LGBTIQ+) توري یو انګليسي مخفف دی چې د بېلابېلو غير معمول جنسیتي هويتونو له نومونو اخستل شوی دی. په جرمني کې ځينې وخت (LSBTTIQ) يا (lesbisch, schwul, bisexuell, transgender, transsexuell, intersexuell, queer) کارول کيږي. په دې ډله کې L د Lesbian(هغه ښځه چې ښځې يې خوښيږي)، G د Gay (هغه نر چې نران يې خوښيږي)، B د Bisexual (هغه کسان چې دواړه نر يا ښځې يې خوښيږي)، T د Transgender (هغه کسان چې د خپل ټاکل شوي جنسيت مخالف جنسيت لري)، دوهمه T د  transsexuell (هغه نارينه يا ښځينه چې خپل جنسيت يې د هورمن او عملياتو په مرسته بدل کړی وي)،  I د Intersex (هغه کسان چې د نارينه او ښځينه دواړه جنسي اندامونه ولري) او Q د Queer (ټول هغه کسان چې هېڅ ډول دوديز جنسي هويت نه لري  يا يې نه خوښيږي) مخففونه دي. د هېڅ جنسيت نه لرونکي کسان لږ جنسي لېوالتيا لري او يا يې هېڅ نه لري. دلته + نښه په ډاګه کوي چې ښايي نور جنسي هويتونه هم موجود وي. د يادونې وړ ده چې بېلابېل کسان ښايي ځان په بېلابېلو کته‌ګوريو کې حساب کړي. ځکه نو ښه ده چې د اړتيا پر مهال په احترام وپوښتل شي چې څوک د ځان لپاره کوم هويت غوره کوي.

په جرمني کې (FLINTA*) هم د لزبين، ترانس، بې جنسيته او نورو بېلابېلو جنسي هويتونو لپاره کارول کيږي. په پای کې ستوری په دې مانا دی چې ښايي له دې پرته نور جنسي هويتونه هم وي. د جنسي هويتونو نور تعريفونه پر (Queer Lexikon) موندلی شئ.

په جرمني کې د بېلابېلو جنسي هويتونو درلودونکي د کوم قانون تر چتر لاندې راځي او څه حقونه لري؟

په جرمني کې جنسي لېوالتيا او هويت شخصي موضوعات دي او هر څوک حق لري چې په خپله خوښه ژوند وکړي. دولت د هر چا جنسي هويت مني او درناوی يې کوي. ټول لويان کولای شي چې يو له بل سره مينه ولري او ګډ ژوند وکړي. دا څو پېړۍ د جرمني د قوانينو له مخې د هجنس‌بازۍ اړوند کړنې جرم ګڼل کېدلې. په شلمه پېړۍ کې د LGBTQIA+ ډلې خلکو ځورونه د جرمني د جزا قانون د ۱۷۵مې مادې له مخې کېده. له ۱۹۷۰مو کالونو وروسته د قانون دا برخه عملي نه شوه او په ۱۹۹۴ کال کې دا ماده لغوه اعلان شوه. له دې نېټې وروسته جرمني دې کسانو ته زيات حقونه ورکړل. دا چې دا کسان ډېر وخت له تبعيض، ځورونې او تاوتريخوالي سره مخ وو؛ د تبعيض ضد قانون (Antidiskriminierungsgesetz) له مخې يې ځانګړی خونديتوب تر لاسه کړ. دا قانون د وګړو د جنسي لېوالتيا له په پام کې نيولو پرته د جرمني د ټولو اوسېدونکو لپاره د برابرو حقونو ورکولو ضمانت کوي. دا قانون همدا شان خلک له توکميز، قومي، جنسي، ناتوانيز، مذهبي، عقيدوي، فلسفي يا عمر له مخې له تبعيض څخه ژغوري. د تبعيض ضد قانون د کارځای، عامه خدماتو او حتا پوځي څانګو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې پلی کيږي. د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهيسي همجنسې جوړې کولای شي د مخالفو هغو په شان د واده کولو له حقوقو ګټه واخلي. له دې وړاندې دوی يوازې کولای شوای خپله اړيکه د مدني يا ژوند ملګرتيا (Lebenspartnerschaft) په نامه ثبت کړي. دا ملګرتيا هم واده ته ورته وه خو کټ مټ د واده په شان نه وه. د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر راهيسې دا جوړې کولای شي خپله ملګرتيا په واده واړوي او دا کار بايد د ثبت په دفتر (Standesamt) کې وکړي. په دې اړه نور مالومات په جرمني ژبه پر (lsvd.de) وېبسایټ هم لوستلای شئ. د واده او نورو ورته موضوعاتو په اړه زيات مالومات زموږ د په جرمني کې واده کول په څپرکي کې موندلای شئ.

 

که فکر کوئ چې هويت مو هغه څه نه دی جې په ماشومتوب کې مور او پلار درته ټاکلی دی، کولی شئ په سندونو کې يې بدل کړئ. د دې تر څنګ د هورمونونو او يا فزيکي جراحۍ په وسيله هم د خپل جنسيت بدلولو اجازه لرئ. البته دا کار ښايي ډېر وخت ته اړتيا ولري. هغه کسان چې بيولوژيکي جنسيت يې په وړکتوب کې ټاکل شوی وي او اوس د دوی له جنسيتي حالت سره مطابقت ونه لري؛ کولای شي په جرمني کې د خپل هويت سندونه د خپل بدن له ځانګړنو سره برابر او بدل کړي. دې کار ته له ښځينه نه نارينه يا له نارينه نه ښځينه جنس ته اوښتل وايي. دا پروسه چې د هورمونونو بدلون او کله ناکله جراحي هم پکې شامله وي؛ ښايي څو مياشتې وخت واخلي. له ۲۰۱۱ کال راهيسې تاسې کولای شئ د جراحۍ له تر سره کولو پرته د خپل جنسيتي هويت اسناد بدل کړئ. په ډېرو هېوادونو کې هغه کسان چې د زېږېدو پر مهال يې په ښکاره ډول ښځينه او نارينه جنسيت نه مالوميږي؛ خامخا په يوه جنس پورې تړل کيږي. له ۲۰۱۳ کال راهيسې دا کار په جرمني کې نه کيږي. اوس د دې ډول ماشومانو مور او پلار کولای شي د خپلو ماشومانو جنسيت د هغوی د زېږېدو په سند کې ثبت نه کړي.

د تبعيض پر وړاندې څه کولای شم؟

 

د څېړنو له مخې په جرمني کې همجنسبازان يا LGBTIQ د ټولنې د ډېری وګړو له لوري منل کيږي. له دې سره سره له دوی ډېر وخت ناوخت له تبعيض سره مخ کيږي. البته تاسې کولای شئ د دې دښمنۍ او تبعيض پر وړاندې قانوني ګامونه واخلئ. که څوک په جرمني کې د جنسي هويت يا لېوالتيا له کبله ځورول کيږي؛ کولای شي له تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسي. د جرمني د تبعيض ضد قانون د ټولو هغو کسانو ملاتړ کوي چې د رنګ، جنس، دين، معلوليت، عمر يا جنسي لېوالتيا له مخې له تبعيض او توپير سره مخ کيږي. که څوک د کور موندلو، کار موندلو يا کار کولو پر مهال، يا رستورانت، کلب، بانک يا هټۍ ته د ورتګ پر وخت له تبعيض سره مخ شي؛ کولای شي له پورته يادې شوې تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسي او د اړوندو کسانو د چلند په اړه خبر ورکړي. دا اداره به تاسې ته ووايي چې د هغه کس يا کسانو پر وړاندې څه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې تبعيض) کې هم لوستلای شئ.

د  تبعيض ضد ادارې دې ادارې کارکوونکي له دوشنبې تر پنجشنې، د سهار له ۹ بيا د ماسپښين تر ۳ بجو په (۰۸۰۰۵۴۶۵۴۶۵) شمېره ستاسې ټليفوني اړيکو ته ځواب وايي. دوی ته همدا ډول په (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم استولی شئ او فورم هم ډکولی شئ. د دې ادارو کارکوونکي په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي. د تبعيض ضد ادارې پر وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه موندلای شئ. 

يادونه: که څوک له ژبني، فزيکي يا جنسي تېری سره مخ او يا يې تر ګواښ لاندې وي؛ کولای شي سملاسي په ۱۱۰ شمېره له پوليسو بېړنۍ مرسته وغواړي. د همجنسبازانو پر وړاندې د تبعيض پر ضد د مبارزې لپاره ځينې ايالتونه او ښارونه د پوليسو په ادارو کې استازي لري. په دې ډله کې (Hamburg, Hannover, Hessen, Berlin, Köln, Brandenburg, Rheinland-Pfalz, Bayern, Sachsen-Anhalt, Schleswig-Holstein, Sachsen) ايالتونه شامل دي. نور مالومات د خپلې سيمې د پوليسو له ادارې هم ترلاسه کولی شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

په جرمني کې د LGBTIQ کسانو لپاره ګڼ مشورتي مرکزونه شته. دوی د مينې، جنيسي اړيکې، ناروغيو، تبعيض او نورو اړونده موضوعګانو په اړه ستاسې ټولو پوښتنو ته ځوابونه درکوي. له دې ډلې په خپل شاوخوا کې د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو يوه مشورتي څانګه موندلای شئ. همدا شان د (GLADT e.V.) له ادارې سره هم په دې اړه په (۰۳۰۵۸۷۶۸۴۹۳۰۰) ټليفوني شمېره او (info@gladt.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. دوی په څو ژبو خبرې کوي. ښه به وي چې له اړوند مامور سره خبرې وکړئ او که په ژبه يې نه پوهېږئ، د ژباړن غوښتنه وکړئ.

که د چا عمر د ۱۸ او ۲۷ کالونو تر منځ وي،  کولای شي د (lambda-peersupport) له ادارې سره اړيکه ونيسي. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني او انګليسي ژبو خبرې کوي.

چېرته کولی شم د بېلابېلو جنسي هويتونو له درلودونکو سره ووينم؟

د جرمني په لويو ښارونو کې د همجنسبازانو لپاره ځانګړي کلبونه او بارونه شته. د (gay-location.de) وېبسایټ له لارې په خپله سيمه کې د LGBTIQ اړوند ځايونه موندلای شئ. له دې پرته ډېر مشورتي مرکزونه د همجنسبازانو لپاره د ملاقات آزاد وختونه او د وزګارتيا پر مهال فعاليتونه وړاندې کوي. همدا ډول په ډېرو سترو ښارونو کې په کال کې لږ تر لږه يو ځل د همجنسبازانو غونډې او يا د(Christopher-Street-Days) په نوم ورځې شته چې په ترڅ کې يې LGBTIQ او د هغوی پلويان واټونو ته راوزي. د ټول جرمني لپاره د دې غونډو نېټې پر (queer.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د بېلابېلو جنسي هويتونو د ټولنې ملاتړ څه ډول کيږي؟

د بېلابېلو جنسي هويتونو لرونکو ټولنې ملاتړ دوامداره پروسه ده او که څوک وغواړي، ملاتړ يې کولی شي. دلته د ځينو مهمو فرصتونو ياونه کوو:

  • زده‌کړه او پوهه: په ټولنه کې د بېلابېلو هويتونو او ننګونو په اړه د ښه پوهېدو لپاره د مختلفو جنسي هويتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ. په دې توګه، تعصبونه کېدلی شي او خواخوږي وده کولی شي.
  • درناوی او منل: د LGBTQIA+ټولنې د خلکو هويت او تجربو ته درناوی وکړئ. د دوی کیسې او د ژوند طریقې پرته له کوم تعصب یا قضاوت څخه ومنئ.
  • ځاني غبرګون: په خپلو عقایدو او تعصبونو بيا فکر وکړئ. له ځانه وپوښتئ چې ایا داسې شیان شته چې تاسو یې ښه درک کولی يا بدلولی شئ او يا يو هراړخيز فکر ته وده ورکولی شئ.
  • کورنۍ او ټولنیز ملاتړ: که تاسو د کورنۍ غړي یا ملګري لرئ چې د LGBTQIA+ ټولنې برخه وي، دوی ته خپل ملاتړ او توافق څرګند کړئ. په خپل شخصي چاپیریال کې یو متحد اوسئ.
  • د تبعیض پر وړاندې غږ پورته وکړئ: که تاسې د تبعیض یا تعصب ضد شاهد یاست، د مخنیوي لپاره فعال ګامونه واخلئ. د عدالت او مساوات لپاره ودریږئ.
  • د درناوي ژبه: د درناوي او ټول‌شموله ژبه وکاروئ. په دې کې د سمو ضمیرونو کارول هم شامل دي. که تاسو ډاډه نه یاست، په نرمۍ سره د غوره ضمیرونو کارلولو په اړه پوښتنه او غوښتنه وکړئ.

 

  • د اړونده سازمانونو او ټولنو ملاتړ وکړئ: هغو سازمانونو ته پیسې یا وخت ورکړئ چې د LGBTQIA + ټولنې د حقونو او هوساینې ملاتړ کوي. دا کیدای شي سيمه‌ييز ناګټندوی‍‍‍، فعالې ډلې، یا ملي/نړیوال سازمانونه وي. تاسو کولی شئ د هغو پلورنځیو او سوداګرۍ ملاتړ هم وکړئ چې د LGBTQIA+ خلکو لخوا پرمخ وړل کیږي. له دې ډلې ځينې پلورنځي پر (Everywhereisqueer) وېبسایټ موندلی شئ.
  • پیوستون څرګند کړئ: د LGBTQIA + په غونډو لکه د ویاړ پریډ (Pride Paraden) یا نورو کې په برخه اخیستو سره پیوستون وښایاست.
  •  
  • - سرچینې شریکې کړئ: هغه مالومات، مقالې یا سرچینې شریکې کړئ چې د LGBTQIA + مسلو په اړه د پوهاوي هڅونه کوي. ټولنیزې رسنۍ د پوهاوي خپرولو لپاره یو ښه ځای دی.
  •  
  • - واورئ او زده کړئ: د LBGTQIA + خلکو تجربو ته غوږ ونیسئ او زده یې کړئ. د دوی لید ته درناوی وکړئ او د خپل پوهاوي لوړولو هڅه وکړئ.

مهم

که څوک له تبعيض يا ځورونې سره مخ شي؛ خامخا دې د مرستې غوښتنه وکړي. د جرمني قانون د تبعيض، ځورونې او توهين پر وړاندې ستاسې پر خوا دی. د مرستې ترلاسه کولو لپاره يوه له يوه مشورتي مرکز يا تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: