په جرمني کې بایسکل چلول

په جرمني کې د بایسکل چلولو مقررات

د بایسکېل چلولو پر مهال بايد برېکونه، پايډل او ګروپونه وګورئ او له سموالي يې ځان ډاډه کړئ. همدا شان د خونديتوب ل‍پاره بايد د شپې ليدونکې نښې ولرئ.

په ياد مو وي چې له الکولو څښلو وروسته د بایسکېل چلول منع دي او که پوليس مو په داسې حالت کې ونيسي چې د څښل شوو الکلولو اندازه په هر ملي ليتر کې له ۰٫۵ څخه زياته وي؛ جريمه کېږئ. که دا کار تکرار کړئ او خلکو ته ګواښ پېښ کړئ؛ د ډرېورۍ لېسنس مو هم درنه اخستل کيږي.

د بایسکېل چلولو پر مهال تاسې هم د ټرافيکو برخه ګنل کېږئ او بايد د واټونو ټرافيکي قوانين مراعات کړئ. هر ځای چې د بایسکېل ځانګړې ليکه شته؛ ويې کاروئ او د سړک په ښي اړخ کې حرکت وکړئ. له لسو کالو د ټيت عمر ماشومان کولای شي په پلې لاره هم بایسکېل وچلوي خو لويانو ته د دې کار اجازه نشته. د بایسکېل چلولو پر مهال په موبایل کې خبرې کول منع دي. که بېړنۍ اړيکې ته اړتيا وي؛ بایسکېل يوه څنګ ته ودروئ او اړيکه ونيسئ. واړه ماشومان هم په بایسکل وړلای شئ خو بايد ځانګړې څوکۍ ولري. د دې تر څنګ په بایسکېل پسې نښلېدونکي د ماشومانو واړه ټرېلرونه هم کارولای شئ. که له ملګرو سره يو ځای بایسکېل چلونه کوئ؛ بايد يو د بل تر شا ولاړ شئ او په موټرو پسې د نښلېدو اجازه نه لرئ. د تيارې پر مهال بايد خامخا څراغونه روښانه کړئ.

د نورو مالوماتو لپاره د www.germanroadsafety.de وېبسایټ وګورئ. که غواړئ اوس بایسکېل چلول زده کړئ؛ کولای شئ د بایسکېل چلونې په ښوونځي کې ګډون وکړئ.

خوندي چلونه وکړئ او خوند ترې واخلئ.