په دوبي کې کابو هره شنبه او يکشنبه او بل هر وخت چې هوا ښه وي؛ په سترو ښارونو کې د ښارواليو د سالونونو مخې ته، په تاريخي ځايونو، باغونو يا پارکونو کې فلومارکېټونه جوړيږي. ځينې وخت د شپې بازارونه هم وي چې د موزيک، نڅا او نورو کړنو په شان هنري فعاليتونه هم پکې ترسره کيږي. په وړو ښارونو کې د کال په اوږدو کې واړه فلومارکېټونه جوړيږي. د فلومارکېټونو په اړه ټول مالومات د شوراګانو له ادارو يا ورځپاڼو او مجلو ترلاسه کولای شئ. په انټرنېټ کې هم د دې بازارونو په اړه مالومات موندلای شئ. د بېلګې په ډول پر (gelbeseiten.de) وېسایټ د خپل ښار د نوم او پوستي کوډ په زياتولو کولای شئ ستاسې سيمې ته نږدې جوړوېدونکي فلومارکېټونه ومومئ.
فلومارکټ يا د مېلې بازارونه
د فلومارکېټونو او عادي بازارونو توپير څه دی؟
ځينې کسان په جرمني کې د کور د وسايلو او جامو د ګرانۍ په اړه شکايت کوي خو د دې ستونزې حل يوازې د نويو او برانډ توکو پېرل نه دي. په جرمني کې هم د ډېرو نورو هېوادونو په شان د کارول شوو او دوهم لاس توکو د پېر او پلور بازارونه او انلاين وېبسایټونه شته چې تاسې ځينې توکي په ارزانه بيه پکې موندلای شئ. هغه مهالني بازارونه چې خلک کولای شي په خپله خپل توکي پکې وپلوري؛ د مېلې د بازارونو فلومارکېټونو (Flohmarkt) په نوم ياديږي. د جرمني ژبې د ډوډن ډېکشنرۍ له مخې د دې لغت ريښه نامالومه ده. فرانسويان هم د دې بازارونو لپاره ورته اصطلاح کاروي.
په دې بازارونو کې جامې، کتابونه، د کور وسايل، زېورات او د ډېکور سامانونه په ارزانه بيه پېرلای شئ. دا بازارنونه همدا شان د کور د غيرضروري وسايلو د لرې کولو او چاپېريال د خوندي کولو لپاره ښه فرصت دی.
که غواړئ د کور سامان په ارزانه بيه ترلاسه کړئ؛ انلاين فلومارکېټونه ښايي ښه ټاکنه وي. په دې سایټونو کې لږ کارول شوي توکي په ارزانه بيه موندل کيږي. همدا شان هلته د کرايي موټرو وړانديزونه او د کور د فرنيچر يا پخلنځي د سامانونو ځای پرځای کولو لپاره تجربهکار کسان هم موندلای شئ.
مهم
د بایسکېل او الکترونيکي وسايلو د پېرلو پر مهال بايد ډېر غور وکړئ. الکترونيکي وسايل ځينې وخت کار نه کوي او د بيا ورکړې ضمانت يې نشته. همدا شان که بايسکېل پېرئ؛ بايد له پلورونکي يې د اخستلو سند ترلاسه کړئ څو ډاډه شئ چې غلا شوی نه دی. غوره به وي چې په داسې وخت کې د پلورونکي د اړيکې شمېره ولرئ څو د اړتيا پر مهال ثابته کړای شئ چې تاسې هغه نه دی غلا کړی.