د عامه خپرونو فیس هره مياشت ۱۸٬۳۶ يورو دی او د هر کور لپاره غوښتل کيږي. د غوښتلو لپاره يې معمول ډول درېمياشتنی دی خو تر څنګ يې د شپږو مياشتو او کلني تحويل اسانتياوې هم شته. د درېمياشتني وړانديز له مخې بايد له هرو درې مياشتو وروسته ۵۵٬۰۸ يورو ورکړئ. کله چې په جرمني کې يو ځای ثبت يا مېلډ شئ؛ خپله پرېکړه کوئ چې پیسې د بانک له لارې خپله ورلېږئ او که د اتومات تحويل يا (SEPA-Lastschrift) له لارې د خپل بانک اکونټ ورکوئ.
د عامه خپرونو پیسې (Rundfunkbeitrag) څه ته وايي؟
د ټلويزيون او راډيو پیسې ولې غوښتل کيږي؟
که ټلويزون يا راډيو روښانه کړئ؛ ډېر چينلونه کتلای شئ. هغه شرکتونه چې دا چينلونه او خپرونې چلوي؛ په دوو ډلو وېشل کيږي: شخصي خپرندويه ادارې او دولتي خپرونديه بنسټونه. شخصي ادارې د اعلانونو له لارې تمويليږي. خو د ARD، ZDF او نورو په شان دولتي يا عامه خپرندويه رسنۍ د خپرونو د هغو پیسو له لارې تمويليږي چې د عامو خلکو له لوري ورکول کيږي. ټول هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنو په توګه ثبتيږي؛ بايد دا پیسې ورکړي څو وکړای شي له دې عامه خپرونو ګټه واخلي. البته که په عمل کې څوک له دې خپرونو ګټه اخلي يا نه؛ دا پیسې ترې غوښتل کيږي. د خپرونو د پیسو د راټولولو چارې د (Rundfunkbeitragsstaatsvertrag) ادارې له لوري پر مخ وړل کيږي.
د عامه خپرونو د پیسو په اړه مهم مالومات
مهم
کله چې د عامه خپرونو د پیسو تحويلولو بېل ترلاسه کوئ؛ بايد ځان ډاډه کړئ چې جعلي نه وي. ځينې وخت جعکاران او غله د درواغو ليکونه ليږي او د پیسو غوښتنه کوي. د پیسو تحويلولو پر بېل تل د خپلې ونډې شمېره (Beitragsnummer) او پته وګورئ. په عمومي ډول دا غله ستاسې د ونډې په شمېره خبر نه دي. که شک لرئ؛ کولای شئ د عامه خپرونو ادارې ته ټليفون وکړئ او د ليک يا پیسو د بېل په کرهوالي ځان ډاډه کړئ.