په جرمني کې د کثافاتو بېلول

څنګه کولای شم په‌ آلمان کې کثافات په سمه توګه سره بېل کړم؟

په جرمني کې د کثافاتو د بېلولو سيستم هومره جنجالي دی چې جرمنيان خپله ځينې وخت په اسانه نه پرې پوهيږي. په څو رنګونو د کثافت‌دانيو شتون ښيي چې په دې اړه تېروتنه کېدلای شي. په دې برخه کې وړې تېروتنې هم د ريسايکل برخې کارکوونکي اړ کوي څو د ريسايکل پر مهال بيا کثافات سره بېل کړي. که موږ او تاسې په سمه توګه کثافات سره بېل کړو؛ د دې اضافه کار مخنيوی به وشي او له چاپېريال ساتنې سره به مرسته شوې وي.

په جرمني کې د کثافاتو يوه ستره برخه بېرته کارول يا په نورو توکو اړول کيږي کيږي او دا کار د لومړنيو موادو د سرچينو له خونديتوب او طبيعت ساتنې سره مرسته کوي. جرمنی غواړي د کثافاتو د بېلولو په برخه کې د نړۍ قهرمان شي. له دې سره سره د ريسايکل صنعتګر او سون موادو توليدوونکي له کثافاتو ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره له يو بل سره سيالي کوي. ځکه خو ځينې کسان د کثافاتو د بېلوالي هدف ته د شک په سترګه ګوري او په دې اړه بحثونه کوي. په هر حال د کثافاتو له توليد څخه مخنيوی د حل تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

د کثافاتو د بېلوالي سيستم

څه شی بايد چېرته واچول شي؟

د بيا کارېدنې وړ بوتلونه

ښيښه‌يي بوتلونه

ځانګړي او ستر کثافات، الکتريکي کثافات او زړې جامې

څنګه کولای شم د ډېرو کثافاتو له توليده مخنيوی وکړم؟

مهم

ځيني کثافات روغتيا او چاپېريال ته په کلکه زيان رسوونکي دي او بايد د کور له کثافاتو بېل شي. د ځينو زهري او چاودېدونکو موادو له کبله ځانګړي کثافات د خطرناکو کثافاتو په نوم هم ياديږي او بايد په احتياط ځای پر ځای شي.