د جرمني ترانسپورتي سيستم

اوسمهالیز 04.09.2023

څنګه کولای شم له خپل موټر پرته سفر وکړم؟

په جرمني کې د سفر لپاره خامخا موټر يا لېسنس درلودل اړين نه دي. نورې ډېرې وسيلې شته چې تاسې يې په مرسته له يوه ځايه بله ته تللای شئ. دا چې څه ډول دا وسيلې موندلای شو؛ ټکټونه څنګه پېرلای شو او داسې نور مالومات دلته ولولئ.

مهم: د۲۰۲۳ کال دمې مياشتې له لومړۍ نېټې په ټول جرمني کې ۴۹ يورويي مياشتنی ټکټ کارولای شئ. دا ټکټونه د ټکټونو په ماشينونو او د ټکټ په نورو پلورنځيو کې ترلاسه کولای شئ. د دې ټکټ‌ وسيله له IC/EC, ICE او فلېکس ټرېن يا بسونو پرته په نورو ډېری ټرېنونو کې سفر کولای شئ. په ياد مو وي چې هره مياشت نوی ټکټ واخلئ. د دې تر څنګ له شپږو کالونو د پورته عمر لرونکي بايد بېل ټکت واخلي.

په څه بايد وپوهېږم؟

ښاري بسونه او ټرېنونه

بسونه، ميترو، ښاري ټرېنونه او شترسنبانونه (په ځينو ښارونو کې ټرم ورته وايي) په جرمني کې عامه ترانسپورت ګڼل کيږي. له دې وسيلو د ګته اخستلو لپاره بايد يو ټکټ ترلاسه کړئ. په هر ښار کې د ټکټ خرڅولو اتومات ماشينونه شته او مختلفې بڼې لري. په بسونو کې ټکټونه د ډرېور له لوري پلورل کيږي خو په ياد مو وي چې له ځان سره ماتې پیسې يا سکې ولرئ. په ځينو ټرمونو يا بسونو کې يوازې سکې او يا ۵ يا ۱۰ يورويي لوټونه کار کوي. غوره دا ده چې له سفر وړاندې د ټکټ خرڅولو له پلورنځيو يا غورفو ټکټ ترلاسه کړئ. دا ټکټونه په ښارونو کې د عمومي ترانسپورت د کمپنيو اړوند نښان لري. په ځينو ښارونو کې انلاين ټکټونه هم اخستلای شئ.

د ټکټونو بېلابېل ډولونه شته. ځينې يې څو ساعته يا دوه‌طرفه وي او ځينې نور بيا د ټولې ورځې، اونۍ يا مياشتې لپاره وي. د سيمو تر منځ واټن هم د ټکټونو په بيه اغېز لري. هغه ټکټونه چې يو ساعت اعتبار لري؛ بايد ټاپه کړئ. د دې کار لپاره په تمځايونو کې ځانګړي ماشينونه شته. په ځينو بسونو يا ټرېنونو کې هم دا ماشينونه موندلای شئ خو ښايي په ټولو کې نه وي. له اتومات ماشينونو نه په اخستل شوو ټکټونو ډېر وخت نېټه او ساعت هم ليکل شوی وي او بيا ځلې ټاپه کولو ته اړتيا نه لري.

د ماشومانو، زده‌کوونکو، محصلينو، متقاعدو کسانو، د جاب‌سنټر او سوسيال مرسته ترلاسه کوونکو او پناغوښتونکو لپاره په ټکټونو کې ځانګړي تخفيفونه په نظر کې نيول کيږي. دا ځانګړي ټکټونه په اتومات ماشينونو کې ترلاسه کېدای شي خو ځينې وخت يوازې په پلورنځيو او د ترانسپورتي خدمتونو په ادارو کې ورکول کيږي. د دې ټکټونو د پېرلو لپاره ځينې سندونو ته اړتيا ده چې ځينې وخت يې بايد د پېرلو پر مهال پلورونکي ته ورښکاره کړئ.

په کلي کې لېږدرالېږد

که څوک په‌ يوه واړه ښارګوټي يا کلي کي اوسيږي؛ ښايي له خپل موټر پرته تګ راتګ سخت وي. ځکه ځينې واړه کلي يوازې يو بس لري. ځينې نور ښارګوټي نږدې يو تمځای لري چې په مرسته يې نورو اړونده بسونو او ټرېنونو ته رسېدای شئ خو دا کار ښايي هر وخت شونی نه وي.

د ټرېنونو او بسونو ټکټونه همالته په تمځايونو کې له اېښول شوو ماشينونو او يا انلاين پېرلای شئ. له دې ماشينونو ځينې يې د ټکټ د قيمت تر څنګ د بسونو د تګ راتګ وختونه او ځايونه هم ښيي. د پیسو له ورکړې وروسته ټکټ د ماشين په وسيله چاپيږي او بيا په ټرېن کې د مامورينو له لوري کنټروليږي. په ځينو ټرېنونو کې هم د ټکټ اخيستل شوني دي خو بايد له وړاندې يې په اړه ځان ډاډه کړئ. که هلته ټکټ ترلاسه نه کړای شئ؛ ښايي جريمه شئ.

د بسونو له چلوونکو هم ټکټونه پېرلای شئ. دوی ته د خپل تګ مقصد وواياست او غوښتل کېدونکې پیسې ورکړئ څو ټکټ ترلاسه کړئ.

که له کلي مو تمځای لري وي؛ کولای شئ په بایسکل ورشئ او يا خپل موټر وکاروئ. که خپل موټر نه لرئ؛ په بېړنيو حالاتو کې له ګاونډيانو هم مرسته غوښتلای شئ. همدا شان ټکسي هم راغوستلای شئ خو ښايي کرايه يې ډېره لوړه وي. ټکسيانې په ګوګل کې د خپل کلي له نوم سره موندلای شئ.

د جرمني ۴۹ يورويي ټکټ

د جرمني ټکټ (Deutschland-Ticket) چې ۴۹ یورويي ټکټ يې هم بولي، د ۹ يورويي ټکټ په دوام وړاندې کيږي او د۲۰۲۳ کال دمې مياشتې له لومړۍ نېټې يې کارولای شئ. دا ټکټونه د ټکټونو په ماشينونو او د ټکټ په نورو پلورنځيو کې ترلاسه کولای شئ. د دې ټکټ‌ وسيله له IC/EC, ICE او فلېکس ټرېن يا بسونو پرته په نورو ډېری ټرېنونو کې سفر کولای شئ. په ياد مو وي چې هره مياشت نوی ټکټ واخلئ. دا ټکټ بل چا ته نه شئ ورکولای او بايد له ځان سره د پاسپورت يا کارت په شان د هويت سند ولرئ. د دې تر څنګ له شپږو کالونو د پورته عمر لرونکي بايد بېل ټکت واخلي. دا ټکټونه به ډيجيټل او په موبايل کې وي او يا به هم د چيپ کارډ په شکل وړاندې کيږي. د يادونې وړ ده چې دهرې مياشتې په پای کې د دې ټکټ د اخستل ګډون لغوه کولای شئ.

نهه څلوېښت يورويي ټکټونه د ډوچه بان له وېبسایټ، اپليکېشن او جرمني ټکټ له اپ او همدا شان د ډوچه‌بان له پلورنځيو يا خدماتي دفترونو ترلاسه کولای شئ.

مهم: که د خپل ښار يا ايالت مياشتنی يا کلنی ټکټ لرئ، د جرمني ټکټ په اړه مالومات ترلاسه کړئ. په‌ ځينو ښارونو کې هغه ټکټونه په اتومات ډول جرمني ټکټ ته اوړي خو په ځينو نورو کې بيا دا کار نه کيږي.

په ياد مو وي چې په ځينو ايالتونو کې ښايي دا ټکټ ارزانه وي. محصلين کولای شي د سمستر ټکټ پر ځای جرمني ټکټ ترلاسه کړي خو د سمستر له ټکټه زياتېدونکې اضافه پیسې بايد ورکړي. په دې اړه ځان په جزئياتو وپوهوئ.

  • په بايرن ايالت کې د ۲۰۲۳ کال له سپمتر مياشتې، محصلينو ته دا ټکټ په ۲۹ يورو دی.
  • په درسدن کې، يوازې د (Oberelbe) په سيمه کې له لس اضافي يورو سره يو لوی کس تر ۱۵ کالونو د ټيټ عمر لرونکي څلور ماشومان له ځان سره وړلای شي.
  • په هېسن ايالت کې د ۲۰۲۳ کال له اګست مياشتې، د دې ټکټ بيه، د هغو کسانو لپاره چې دولتي مرستې ترلاسه کوي، ۳۱ يورو ده.
  • په هامبورګ کې د ښوونځيو ماشومانو او د لږ عايد درلوددونکو ته دا ټکت په ۱۹ یورو او اوسبيلډونګ ترسره کوونکو ته په ۲۹ یورو دی.
  • په هانوور کې د دولتي مرستو ترلاسه کوونکو ته د دې ټکټ بيه ۳۰ يورو او ۴۰ سنټه ده.
  • په مکلنبرګ فورپومرن کې د اوسبيلډونګ ترسره کوونکي او رضاکاران او همدا شان له ۶۵ کالونو د لوړ عمر لرونکي دا ټکټ په ۲۹ يورو پېرلای شي.
  • په ناردراين وستفالن ايالت کې هم د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو زده‌کوونکي او اوسبيلډونګ ترسره کوونکي د دې ټکټ لپاره ۲۹ یورو ورکوي. د دولتي مرستو ترلاسه کوونکي به په مني کې دا ټکټ په ۳۹ یورو وپېرلای شي.
  • په نيدرزاکسن ايالت کې د دولتي مرستو ترلاسه کوونکو ته د دې ټکټ بيه ۳۰ يورو او ۴۰ سنټه ده.
  • په زارلنډ ايالت کې هم د  زده‌کوونکو، اوسبيلډونګ ترسره کوونکو او رضاکارانو لپاره د دې ټکټ بيه  يورو او ۴۰ سنټه ده.
  • په شتوتګارت کې له ۹ يورو او نهه سنټه اضافي پیسو سره خپل ټکټ يو بل چا ته هم ورکولای شئ او يا هم کولای شئ بل کس له ځان سره وګرځوئ.

 

که له ټکټ پرته سفر وکړم؛ څه پېښيږي؟

په ټولو عامه ترانسپورتي وسيلو کې پلټونکي ګرځي او وخت ناوخت د ټکټ پوښتنه کوي. دوی ځينې وخت رسمي دريشي خو ځينې وخت د نورو مسافرو په شان عادي جامې اغوندي. دا پلټونکي بايد د ترانسپورتي شرکت کارت له ځان سره ولري څو ثابته کړي چې دوی رښتيا د دې کار مسؤوليت لري. دوی له تاسې د (Fahrscheinkontrolle يا Die Fahrscheine bitte) په جملو د ټکټ غوښتنه کوي. که معتبر ټکټ ونه لرئ؛ خپل اوسوايس ورښکاره کړئ. دوی به مو نوم او پته ياداښت کړي او جريمه به مو کړي. د دې جريمې اندازه په هر ښار کې  مختلفه ده او له ۴۰ تر ۸۰ يورو رسيږي. د کنټرول يا پلټنې پر مهال بايد تېښته ونه کړئ؛ ځکه دوی به مو تعقيب کړي او پوليسو ته به خبر ورکړي. کله چې د جريمې پاڼه ترلاسه کړئ؛ بايد هغه په ټاکلې موده کې تحويل کړئ. د جريمې پر پاڼو(Beförderungserschleichung) ليکل شوي وي چې د (Schwarzfahren) رسمي بڼه ده.

د عامه ترانسپورت هره اداره د بایسکېل يا ماشومانو د رېکشا د ځای، له بس څخه د وتلو د دروازو او يا په ترانسپورتي وسايلو کې د خوراک څښاک د مقراراتو په شان ځانګړي قوانين لري. البته غوره ده چې له سفر مخکې د اړونده قوانينو په اړه ځانونه ښه وپوهوئ.

مهم

که څوک ډېر ځله له ټکټ پرته ونيول شي او يا خپله جريمه ورنه کړي؛ ښايي محکمه شي‌ او زيات جريمه يا بندي شي. همدا شان دا کار ښايي د هغه د استوګنې په اجازه هم اغېز ولري.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: