منځپانګې ته لاړ شئ

د شبکې د ګډونوالو او لېوالو کسانو لپاره ګډه طرحه

Ein schwarzer Mann steht seitlich zu uns vor dem weißen Papier, auf dem "Workshop" geschrieben wird.

زموږ له پروژې سره موږ غواړو له پيل څخه د کډوالو لپاره د رښتيني ګډون او برابرو شونتياوو زمينه برابره کړو. له همدې کبله موږ تل د مالوماتو او ملاتړ اړوند لوبغاړو په لټه کې يو چې په دې کار کې بوخت دي. تاسې له داسې يوه بنسټ سره اړه لرئ؟ مهمه نه ده چې دا د کډوالو خپل بنسټ دی، د اړيکو لومړنۍ نقطه ده، د مشورو تخصصي مرکز دی، يو مرستندوی مرکز دی او يا يوه ناګټندويه ټولنه ده.

راځئ يوه شبکه جوړه کړو‍‍!

  • موږ ستاسې وړانديزونه په ډيجيټل فضا کې برسېرن کوو. دا کار د خپل پلټفورم او ټولنيزو رسنيو د کانالونو له لارې او همدا شان د هغه باور له لارې چې په خپله ټولنه کې مو ترلاسه کړی دی، کوو.
  • زموږ د ټولنيز فورم له لارې، د ډاټا له خونديتوب سره سمه ډيجيټل زېربنا ستاسې پر وړاندې ږدو. دا کار تاسې ته فرصت په لاس درکوي چې نويو راغلو کډوالو ته انلاين لاسرسی ولرئ او لومړنۍ مشورې ورکړئ. د دې تر څنګ موږ د غږ، ويډيو او چټ اسانتياوو درلودونکي وسيلې په جوړولو لګيا يو، څو په راتلونکي کې د شبکې ګډونوال وکړای شي هر کس ته په ځانګړې توګه انلاين مشوره ورکړي.
  • موږ تاسې ته دا فرصت درکوو چې د شبکې له نورو ګډونوالو سره په اړيکه کې شئ، د همغږۍ فرصتونه وګورئ او پوهاوی تبادله کړئ. موږ همدا شان په لېوالتيا په تمه يو چې د خپلو مولټي‌ميډيا په فارمټونو کې د تخصص له مخې تاسې ته خپل نظر درکړو.

تاسې څه کولای شئ؟ تاسې کولای شئ په فعالانه توګه په فورم کې برخه واخلئ، زموږ د ټولنيزو مديرانو ملاتړ وکړئ او/يا زموږ په روزنيزو يا شبکه‌يي غوندو کې برخه واخلئ. 

که زموږ له شبکه‌يي ډلې سره د شونې همکارۍ په اړه د خبرو اترو لېوالتيا لرئ، نو مهرباني وکړئ له موږ سره په دې برېښناليک اړيکه ونيسئnetzwerk@handbookgermany.de

 

تاسې هم کډوالو او نويو راغلو کسانو ته مشورې، ملګرتيا يا مرسته وړاندې کوئ؟ نو راځئ خپله موسسه يا بنسټ وړيا زموږ د سيمه‌ييزو خدمتونو په لړ کې شامل کړئ. زموږ دا څو ژبنيز لټونګر مرسته کوي چې مشوره غوښتونکي کسان ژر او په اسانه په خپل شاوخوا کې د ملاتړ او مشورې وړاندیزونه ومومي. په دې توګه، تاسې هغو کسانو ته رسیږئ چې په رښتيا ستاسې له وړاندیزونو خوښيږي. که لېوال ياست، نو يوازې موږ ته دې برېښناليک ولیکئ:

localsearch@handbookgermany.de

موږ ستاسې له بنسټ سره په ګډ کار خوښيږو!

زموږ د شبکې اوسني شريکان چې په فورم کې فعال دي، دلته موندلی شئ.

که غواړئ باخبره پاته شئ، زموږ په مهالنيزه خبريزه پاڼه کې ګډون وکړئ.

په فورم کې زموږ ټولنه

هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

فورم ته دوام ورکړئ

ځای پر ځای ملاتړ

د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو