منځپانګې ته لاړ شئ

په جرمني‌ کې د کډوالو استوګنځي يا کمپونه

د مهاجرو د کمپونو د يوه استوګن په توګه کوم حقونه لرم؟

د جرمني په کمپونو کې ډېر وخت په زيات شمېر کسان په محدودو ځايونو کې ژوند کوي. ځکه نو د دې لپاره چې ټول استوګن يو له بل سره په آرامۍ ژوند وکړي؛ ځينې قوانين او مقررات پلي کيږي او د کمپونو مامورين يې له پلي کولو ځان ډاډه کوي. دا قوانين د يوه اصل په توګه له څو استثنايي حالاتو پرته په ټولو مرکزونو کې پلي کيږي. 

د آلمان د کمپونو معيارونه او اړينتياوې

  • د استوګنې هر مرکز د کور مقررات (Hausordnung) لري‌ چې د کمپ په ټولو اوسېدونکو پلي کيږي. په دې قوانينو کې د مېلمنو د راتلو يا د آرامۍ وختونه په نښه شوي دي. د دې مرکزونو مشران مسؤول دي چې د دې مقرراتو د پلي‌کېدو څارنه وکړي.
  • امنيتي مامورين د اوسېدونکو د خونديتوب او نظم ساتلو مسؤول دي. ځکه خو دوی د ملاقات کوونکو د پېژندنې کارت ګوري. په دې ډول مرکزونو کې بايد لږ تر لږه يوه ښځينه امنيتي ماموره تل موجوده وي. که له امنيتي کارکوونکو سره ستونزه لرئ، د کمپ له مشرانو يا ټولنيزو کارکوونکو سره خبرې وکړئ.
  • ټولنيز کارکوونکي په کمپ کې د ټولنيزو ستونزو د څار مسؤولين دي. که له ګواښ سره مخ ياست يا پوښتنه لرئ؛ له دې کارکوونکو سره په اړيکه کې شئ. دوی کولای شي له تاسې سره د ماشومانو د ساتنې مرکزونو، کورونو، ډاکټرانو يا مشورتي مرکزونو په موندلو کې مرسته وکړي.

    تاسې حق لرئ چې په خوندي فضا کې ژوند وکړئ. په ځانګړي ډول ښځې، نوي ځوانان او ماشومان بايد له ګواښونو او تاوتريخوالي لرې وساتل شي. د کمپونو مسؤولين بايد ډاډه شي چې ټول اوسېدونکي د خونديتوب احساس کوي، شخصي حريم لري او پوهيږي چې له کومه ځايه مرسته ترلاسه کړي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د کورنيو يا فاميلي چارو وزارت د (پلان نړيوال جرمنی بنسټ) په شان نورو بنسټونو او يونيسیف سره په ګډه يو پروګرام جوړ کړ ځو د مهاجرو په کمپونو او د استوګنې په نورو مرکزونو کې د ماشومانو، ښځو او نويو ځوانانو د خونديتوب لپاره لومړني معيارونه پلي کړي.  د دې معيارونو پر بنسټ پورته ياد شوي کسان له تاوتريخوالي ساتل کيږي؛ روغتيايي او رواني-ټولنيزې پاملرنې ته يې لاسرسی تضمينيږي. د دې تر څنګ په هر مرکز کې بايد يوه داسې خونه وي چې ماشومان يو له بل سره لوبې پکې او زدکړې پکې وکړای شي.

    د استوګنې په دې کمپونو کې ځينې نور مقررات هم پلي‌کيږي. په عمومي ډول چا ته د دوی په خوښه د اوسېدو کوټه نه ورکول کيږي او يوازې کسان نه شي کولای ووايي چې څوک بايد په کوټه کې ورسره واچول شي يا وایستل شي. که د خپل کوټې له ملګري سره ستونزه لرئ؛ ټولنيز کارکوونکي يا د کمپ مشر خبر کړئ. نور عمومي قوانين په لاندې ډول دي:

    • جوړه کسان يا د يوې کورنۍ غړي په يوه کوټه يا کور کې د ګډ اوسېدو حق لري.
    • ښځو ته له نورو ښځو سره ګډې کوټې ورکول کيږي.
    • د کوټې د دروازې، کولپ او کيليانو درلودل ستاسې حق دی. که خونه مو له بل چا سره شريکه وي؛ د کولپېدونکې المارۍ درلودلو حق لرئ.
    • د کمپ اداري مامورين حق نه لري چې ستاسې له اجازې پرته ستاسې کوټې ته د ننه شي.
    • له مخکينۍ خبرتيا پرته يا ستاسې په نه شتون کې د کوټې د کنټرول اجازه نشته.
    • تاسې د ورځې له خوا د ملاقات کوونکو د راوستلو او کتلو حق لرئ.
    • تاسې ته بايد هره اونۍ يو تازه ځان‌پاک درکړل شي او هرې دوې اونۍ وروسته مو بايد د توشکې پوښ بدل او ومينځل شي.
    • که غواړئ شپه بل ځای تېره کړئ؛ بايد د کمپ مسؤولين خبر کړئ. که تاسې له دريو شپو زيات بل ځای پاته شئ؛ د کمپ مسؤولين ښايي ستاسې ځای بل جا ته ورکړي خو شخصي شيان به مو وساتل شي.
    • تاسې د پاکو، د نر او ښځو بېلو تشنابونو او شاورونو درلودلو حق لرئ.
    • تاسې د سالمو، بېلابېلو او کافي خوړو درلودلو حق لرئ. دا خواړه بايد د خوګ غوښه ونه لري.
    • د کمپ مسؤولين بايد تاسې ته ستاسې د پوستونو او ليکونو راتللو په اړه په ورځني ډول خبر درکړي.

      ځينې کمپونه شته چې دا مقررات تر پښو لاندې کوي. په کمپونو کې د حالاتو د ښه‌والي لپاره تل هڅه شوې خو لا هم نيمګړتياوې شته. که تاسې هم ستونزې لرئ او حقونه مو تر پښو لاندې شوي وي؛ د خپل ايالت د مهاجرو په شورا  (Flüchtlingsrat)کې له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. دلته هم د مشورتي مرکزونو لست موندلای شئ.

      که له تاسې سره زورزياتی يا تعصب شوی وي؛ ګواښل شوي ياست او يا په کمپ کې له جنسي يا فزيکي تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست؛ هيله ده له ټولنيزو کارکوونکو يا د کمپ له مشر سره مخامخ اړيکه ونيسئ. که دوی مرسته نه شي کولای يا ستونزه جوړوونکي دوی په خپله وي؛ له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. د تبعيض ضد ادارې پر وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکزونه ومومئ. مېرمنې کولای شي د frauen-gegen-gewalt.de يا frauenhauskoordinierung.de وېبسایټ وګوري څو په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه مشوره ترلاسه کړي. دوی همدا شان کولای شي د ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ مرستندويې شمېرې ته هم زنګ ووهي. دا شمېره شپه او ورځ په ګڼو ژبو ځواب ورکوي.

        هغه کسان چې د استوګنې اجازه لري، د بېلګې په توګه د “سیاسي پناه‌  درلودونکي”، “په رسمیت پېژندل شوي کډوال” یا “د فرعي خونديتوب لرونکي”، یا هم د استوګنې قانون د §23، §24 یا §25 بند 3 له مخې لري د استوګنې اجازه ولري ، حق لري چې خپل کور ته کډه وکړي.

        که تاسې د استوګنې اجازه نه لرئ، یا داسې اجازه لرئ چې پورته يې يادونه نه ده شوې، کولای شئ د دې موضوع په اړه مشوره ترلاسه کړئ. د مشورې مرکزونه زموږ په “د سيمه‌ييزو مالوماتو” پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم ولیکئ او د “Aufenthaltsrecht” یا “Rechtsberatung” په لټه کې شئ.

        پاملرنه: که خپل عايد لرئ او لا هم په کمپ کې ژوند کوئ، ښايي اړ شئ چې له معاش څخه په کمپ کې د اوسېدو د ځای کرايه ورکړئ.

          هغه کسان چې درې‌کلنه قبولي يا فرعي خونديتوب لري او له سوسيال‌امت يا جاب‌سنټر څخه پیسې ترلاسه کوي، د اصولو له مخې بايد د درې کالونو لپاره په هماغه ايالت کې پاته شي، چېرې يې چې د پنا غوښتنه کړې وي. ځينې ايالتونه بيا په دې اړه نور قوانين هم لري، د بېلګې په توګه يو کس بايد په هماغه اداري ناحيه (Gemeinde) کې پاته شي، چېرته چې د پناغوښتنې د پروسې پر مهال اوسېدلی وي. دې قانون ته د اوسېدو د ځای مکلفيت (Wohnsitzzuweisung) وايي او ډېر وخت يې په اړه نيوکې هم کيږي. که د لېږېدېدو لپاره ستاسې دلايل کره او قانع کوونکي وي، کولای شئ د استوګنې قانون د (12a Abs. 5 Satz 2c) مادې له مخې د خپلې او هغې سيمې له اوسلنډربېهورده ادارو څخه د دې مکلفيت لرې کولو غوښتنه وکړئ. ښه به وي چې په دې اړه له وړاندې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې سره خبرې وکړئ.

          که د استوګنې اجازه نه لرئ، یا داسې اجازه لرئ چې پورته يې يادونه نه ده شوې، کولای شئ د دې موضوع په اړه مشوره ترلاسه کړئ. د مشورې مرکزونه زموږ په “د سيمه‌ييزو مالوماتو” پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم ولیکئ او د “Aufenthaltsrecht” یا “Rechtsberatung” په لټه کې شئ.

            هو. د شري د مخنيوي د قانون له مخې بايد هغه کسان چې په کمپونو او هايمونو کې ژوند کوي، د شري واکسين وکړي. که تر اوسه مو دا واکسين نه وي کړي، بايد له رارسېدو وروسته د ۴ اونيو په موده کې دا واکسين وکړئ. د اړوند کمپ کارکوونکي په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کوي. نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې واکسين) کې هم لوستلای شئ.

             

              مهم

              خپل پوستونه او ليکونه هره ورځ وګورئ. ځينې وخت دا پوستونه مهم وي او د مهاجرت ادارې د هغو په وسيله په راتلونکو ورځو کې د کتلو وخت درکوي. په دې ټاکل شوو او ورځو حاضرېدل خورا مهم دي. که تاسې بل کمپ ته واستول شئ او يا خپله وغواړئ هلته ولای شئ؛ بايد د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde) ته خبر ورکړئ او خپله نوې پته ورته روښانه کړئ. که داسې ونه کړئ؛ ښايي د دوی ليکونه ترلاسه نه کړای شئ او مهمې نېټې او مهلتونه له لاسه ورکړئ.

              سره ورته سکالوګانې

              په فورم کې زموږ ټولنه

              هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

              فورم ته دوام ورکړئ

              ځای پر ځای ملاتړ

              د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

              سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
              یو پروژه د
              • medienmacher
              • intb