په خپله خوښه بېرته ستنېدل

له جرمني نه په خپله خوښه له ستنېدونکو سره کومې مرستې کيږي؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

هغه مهاجر چې غواړي په خپله خوښه جرمنی پرېږدي او خپل وطن يا بل دريم هېواد ته د اوسېدونکي په توګه ولاړ شي؛ د مالي او لوجستيکي مرستو مستحق دي. ځينې پروګرامونه له دې کسانو سره مرسته کوي چې په خپل وطن يا بل هېواد کې چې دوی ته د استوګنې اجازه ورکوي؛ بيا ژوند پیل کړي.

په جرمني کې د مرستندويو پروګرامونو له ډلې اصلي يو يې د (REAG/GARP) پروګرام دی چې د مهاجرت د نړيوال سازمان (International Organization for Migration (IOM)) له لوري پر مخ وړل کيږي. په دې مرستندوی چوکاټ کې به تاسې د سفر د لګښتونو تر څنګ د بيا پیل لپاره هم مالي مرسته ترلاسه کړئ. د دې پیسو په مرسته کولای شئ په خپل يا بل دريم هېواد کې نوی پیل ولرئ. د ترلاسه کېدونکي مبلغ کچه د هر کس له هېواد سره اړه لري. د ۲۰۱۷ کال له فبرورۍ مياشتې راهيسې د (REAG / GARP) په مرستو د پاسه د (StarthilfePlus) په نوم نوره مالي مرسته هم ورکول کيږي. 

دا مرستې څه ډول ترلاسه کيږي؟

آيا زه کولای شم د بېرته ستنېدو لپاره مالي ملاتړ تر لاسه کړم؟

څوک د مرستې مستحق نه دي؟

چېرته خپله غوښتنه ثبت کړم؟

د REAG/GARP پروګرام کوم لګښتونه ورکوي؟

کوم لګښتونه بايد خپله ورکړم؟

د بيا پیل مرسته (Starthilfe) څه ته وايي؟

د بيا پیل لپاره اضافي مرسته (StarthilfePlus) څه ته وايي؟

کومو هېوادونو ته د په بېرته ستنېدو ملاتړ نه کيږي؟

کولای شم بيا بېرته جرمني ته راشم؟

که خپله د سفر لګښتونه ورکړای شم؛ مرسته ترلاسه کولای شم؟

له تګ وروسته به د مرستو ترلاسه کول دوام ولري؟

مهم

په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو لپاره د مهاجرت د نړيوال سازمان د اړيکې شمېرې ۰۰۴۹۹۱۱۹۴۳۹ ته له دوشنبې ته پر جمعې هره ورځ د سهار له نهو بيا له غرمې وروسته تر دريو بجو پورې زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په انګليسي او جرمني ژبه خبرې کوي.