د جرمني د حرفوي زده‌کړو ويزه (Ausbildungsvisum)

څه ډول کولای شم د جرمني د حرفوي‌ زده‌کړو ويزه ترلاسه کړم؟

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې حرفوي زده‌کړې ترسر کړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Ausbildung) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶ب مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د حرفوي زده‌کړو لپاره ويزه (Visum zum Zweck des Ausbildung) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته اوسبيلډونګ يا حرفوي زده‌کړې پيلولای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

د حرفوي زده‌کړو ويزه د څه لپاره ورکول کيږي؟

څه ډول کولای شم د ويزې غوښتنه وکړم؟

د ويزې ترلاسه کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

له فراغت وروسته څه کولای شم؟

که په اوسبيلډونګ کې ناکام شم او يا يې پرېږدم، څه پيښيږي؟

مهم

په جرمني کې د حرفوي‌ زده‌کړو په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) او (دوه‌ګونی اوسبيلډونګ) کې لوستلای شئ.