د (LGBTIQ) توري یو انګليسي مخفف دی چې د بېلابېلو غير معمول جنسیتي هويتونو له نومونو اخستل شوی دی. په جرمني کې ځينې وخت (LSBTTIQ) يا (lesbisch, schwul, bisexuell, transgender, transsexuell, intersexuell, queer) کارول کيږي. په دې ډله کې L د Lesbian(هغه ښځه چې ښځې يې خوښيږي)، G د Gay (هغه نر چې نران يې خوښيږي)، B د Bisexual (هغه کسان چې دواړه نر يا ښځې يې خوښيږي)، T د Transgender (هغه کسان چې د خپل ټاکل شوي جنسيت مخالف جنسيت لري)، دوهمه T د transsexuell (هغه نارينه يا ښځينه چې خپل جنسيت يې د هورمن او عملياتو په مرسته بدل کړی وي)، I د Intersex (هغه کسان چې د نارينه او ښځينه دواړه جنسي اندامونه ولري) او Q د Queer (ټول هغه کسان چې هېڅ ډول دوديز جنسي هويت نه لري) مخففونه دي.
بېلابېل جنسي هويتونه (LGBTIQ)
په جرمني کې د مختلفو جنسيتي هويتونو د لرونکو کسانو حقونه څه دي؟
په جرمني کې جنسي لېوالتيا او هويت شخصي موضوعات دي او دولت د خلکو د شخصي ټاکنې د درناوي او خونديتوب دنده پر غاړه لري. دا په دې مانا ده چې د لويانو تر منځ په خپله خوښه د همجنسبازۍ يا نورو جنسي اړيکو اړوند کړنو تر سره کول جرم نه ګڼل کيږي. د دې لپاره چې د مختلفو جنسیتي هويتونو لرونکو کسانو روغتيا خوندي وساتل شي؛ د جرمني دولت په دې اړه ځينې قوانين تصويب کړي دي. له دې سره سره اوس هم له دې کسانو سره په ځينو برخو کې تبعيض کيږي. دلته د دوی د حقونو په اړه مالومات او د تبعيض پر وړاندې د غبرګون لارې چارې موندلای شئ.
د (LGBTIQ) حقونه او ملاتړ
LGBTIQ څه ته وايي؟
آيا په جرمني کې همجنسبازې منع ده؟
نه. په جرمني کې جنسي لېوالتيا او هويت شخصي موضوعات دي او هر څوک حق لري چې په خپله خوښه ژوند وکړي. دولت د هر چا جنسي هويت مني او درناوی يې کوي. هر څوک کولای شي چې د هر جنسيت لرونکي انسان سره اړيکه ولري. دا څو پېړۍ د جرمني د قوانينو له مخې د هجنسبازۍ اړوند کړنې جرم ګڼل کېدلې. په شلمه پېړۍ کې د LGBTIQ ډلې خلکو ځورونه د جرمني د جزا قانون د ۱۷۵مې مادې له مخې کېده. له ۱۹۷۰مو کالونو وروسته د قانون دا برخه عملي نه شوه او په ۱۹۹۴ کال کې دا ماده لغوه اعلان شوه. له دې نېټې وروسته جرمني دې کسانو ته زيات حقونه ورکړل. دا چې دا کسان ډېر وخت له تبعيض، ځورونې او تاوتريخوالي سره مخ وو؛ د تبعيض ضد قانون (Antidiskriminierungsgesetz) له مخې يې ځانګړی خونديتوب تر لاسه کړ. دا قانون د وګړو د جنسي لېوالتيا له په پام کې نيولو پرته د جرمني د ټولو اوسېدونکو لپاره د برابرو حقونو ورکولو ضمانت کوي. دا قانون همدا شان خلک له توکميز، قومي، جنسي، ناتوانيز، مذهبي، عقيدوي، فلسفي يا عمر له مخې له تبعيض څخه ژغوري. د تبعيض ضد قانون د کارځای، عامه خدماتو او حتا پوځي څانګو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې پلی کيږي.
د تبعيض پر وړاندې څه کولای شم؟
د څېړنو له مخې په جرمني کې همجنسبازان يا LGBTIQ د ټولنې د ډېری وګړو له لوري منل کيږي. له دې سره سره له دوی ډېر وخت ناوخت له تبعيض سره مخ کيږي. البته تاسې کولای شئ د دې دښمنۍ او تبعيض پر وړاندې قانوني ګامونه واخلئ. که څوک په جرمني کې د جنسي هويت يا لېوالتيا له کبله ځورول کيږي؛ کولای شي له تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسي. د جرمني د تبعيض ضد قانون د ټولو هغو کسانو ملاتړ کوي چې د رنګ، جنس، دين، معلوليت، عمر يا جنسي لېوالتيا له مخې له تبعيض او توپير سره مخ کيږي. که څوک د کور موندلو، کار موندلو يا کار کولو پر مهال، يا رستورانت، کلب، بانک يا هټۍ ته د ورتګ پر وخت له تبعيض سره مخ شي؛ کولای شي له پورته يادې شوې تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسي او د اړوندو کسانو د چلند په اړه خبر ورکړي. دا اداره به تاسې ته ووايي چې د هغه کس يا کسانو پر وړاندې څه کولای شئ.
د دې ادارې کارکوونکي د دوشنبې په ورځ د ماسپښين له ۱ تر درې بجو او د چهارشنبې په ورځ د سهار له ۹ تر ۱۲ بجو په (030-185551855) شمېره ستاسې ټليفوني اړيکو ته ځواب وايي. دوی ته همدا ډول په (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم استولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي. د تبعيض ضد ادارې پر وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه موندلای شئ.
يادونه: که څوک له ژبني، فزيکي يا جنسي تېری سره مخ او يا يې تر ګواښ لاندې وي؛ کولای شي سملاسي په ۱۱۹ شمېره له پوليسو بېړنۍ مرسته وغواړي.
د همجنسبازانو ودونه
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهيسي همجنسې جوړې کولای شي د مخالفو هغو په شان د واده کولو له حقوقو ګټه واخلي. له دې وړاندې دوی يوازې کولای شوای خپله اړيکه د مدني يا ژوند ملګرتيا (Lebenspartnerschaft) په نامه ثبت کړي. دا ملګرتيا هم واده ته ورته وه خو کټ مټ د واده په شان نه وه. د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر راهيسې دا جوړې کولای شي خپله ملګرتيا په واده واړوي او دا کار بايد د ثبت په دفتر (Standesamt) کې وکړي. د واده او نورو ورته موضوعاتو په اړه زيات مالومات زموږ د په جرمني کې واده کول په څپرکي کې موندلای شئ.
د غيرمعمول او نامالوم جنسي هويت لرونکو کسانو حقونه
هغه کسان چې بيولوژيکي جنسيت يې په وړکتوب کې ټاکل شوی وي او اوس د دوی له جنسيتي حالت سره مطابقت ونه لري؛ کولای شي په جرمني کې د خپل هويت سندونه د خپل بدن له ځانګړنو سره برابر او بدل کړي. دې کار ته له ښځينه نه نارينه يا له نارينه نه ښځينه جنس ته اوښتل وايي. دا پروسه چې د هورمونونو بدلون او کله ناکله جراحي هم پکې شامله وي؛ ښايي څو مياشتې وخت واخلي. له ۲۰۱۱ کال راهيسې تاسې کولای شئ د جراحۍ له تر سره کولو پرته د خپل جنسيتي هويت اسناد بدل کړئ.
په ډېرو هېوادونو کې هغه کسان چې د زېږېدو پر مهال يې په ښکاره ډول ښځينه او نارينه جنسيت نه مالوميږي؛ خامخا په يوه جنس پورې تړل کيږي. له ۲۰۱۳ کال راهيسې دا کار په جرمني کې نه کيږي. اوس د دې ډول ماشومانو مور او پلار کولای شي د خپلو ماشومانو جنسيت د هغوی د زېږېدو په سند کې ثبت نه کړي.
له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟
په جرمني کې د LGBTIQ کسانو لپاره ګڼ مشورتي مرکزونه شته. دوی د مينې، جنيسي اړيکې، ناروغيو، تبعيض او نورو اړونده موضوعګانو په اړه ستاسې ټولو پوښتنو ته ځوابونه درکوي. له دې ډلې په خپل شاوخوا کې د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو يوه مشورتي څانګه موندلای شئ. همدا شان د (GLADT e.V.) له ادارې سره هم په دې اړه په (۰۱۵۲۱۱۸۵۹۸۳۹) ټليفوني شمېره او (info@gladt.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. دوی په جرمني، انګليسي، فرانسوي، عربي، اردو او ترکي ژبو خبرې کوي.
که د چا عمر کم وي؛ کولای شي د (comingout.de) له ادارې سره اړيکه ونيسي. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني او انګليسي ژبو خبرې کوي او ستاسې اړيکو ته په (030-67122671) شمېره او (help@comingout.de) برېښناليک پته ځوابونه وايي.
تاسې همدا شان کولای شئ د (LDVD) ټولنې غړي شئ. دا ټولنه د LGBT حقونو ته متعهده ده.
چېرته کولی شم له نورو همجنسبازانو سره ووينم؟
د جرمني په لويو ښارونو کې د همجنسبازانو لپاره ځانګړي کلبونه او بارونه شته. د (gay-location.de) وېبسایټ له لارې په خپله سيمه کې د LGBTIQ اړوند ځايونه موندلای شئ. له دې پرته ډېر مشورتي مرکزونه د همجنسبازانو لپاره د ملاقات آزاد وختونه او د وزګارتيا پر مهال فعاليتونه وړاندې کوي. په خپل شاوخوا کې د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو يوه مشورتي څانګه موندلای شئ. همدا ډول په ډېرو سترو ښارونو کې په کال کې لږ تر لږه يو ځل د همجنسبازانو غونډې او يا د(Christopher-Street-Days) په نوم ورځې شته چې په ترڅ کې يې LGBTIQ او د هغوی پلويان واټونو ته راوزي. د ټول جرمني لپاره د دې غونډو نېټې پر (queer.de) وېبسایټ موندلای شئ.
د یوه راتښتېدلي LGBTIQ په توګه کوم حقونه لرم؟
د يوه LGBTIQ په توګه د پنا غوښتنه کولای شم؟
که څوک په خپل وطن کې د جنسي لېوالتيا يا جنسي هويت له کبله څارل شوي وي او يا يې ژوند په خطر کې وي؛ کېدای شي په جرمني کې د پنا غوښتنه وکړي. همدا شان که څوک د بند له سزا يا غيرانساني چلند سره مخ وي؛ ښايي د کډوال يا پناغوښتونکي په توګه پنا ترلاسه کړي. البته دا ګواښونه بايد ډېر جدي وي. په ياد مو وي چې يوازې د ځورولو يا څارلو قضيه کافي نه ده. تاسې بايد بمف ته د مرکې پر مهال ثابته کړئ چې له پورته يادو شوو جنسيتونو يو لرئ او په خپل وطن کې مو ژوند په رښتيا تر ګواښ لاندې و. بمف (BAMF) به ستاسې په هېواد کې د دې کسانو حالت ته په کتو ستاسې په اړه پرېکړه وکړي. ستاسې د قبولۍ چانس ستاسې د هېواد له حالت او ستاسې له ثبوتونو سره اړه لري. البته غوره ده چې له پنا غوښتنې وړاندې له يوه وکیل يا مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. د پنا غوښتنې په اړه زيات مالومات زموږ د پناغوښتنې په څپرکي کې موندلای شئ.
يادونه: د بمف کارکوونکي ښايي د مرکې پر مهال له تاسې ستاسې د جنسي لېوالتيا يا هويت په اړه ډېرې شخصي پوښتنې وکړي. البته تاسې کولای شئ وټاکئ چې له يوه نارينه يا ښځينه سره مرکه کول غواړئ. د دې تر څنګ هلته د همجنسبازانو د مرکې لپاره د ځانګړې تجربې لرونکي کسان هم شته. په ياد مو وي چې له مرکې وړاندې دوی ته د خپلو غوښتنو په اړه خبر ورکړئ.
د پنا غوښتنې پر مهال له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟
تاسې هر وخت کولای شئ د همجنسبازانو لپاره له مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. د پنا غوښتنې په اړه زيات مالومات زموږ د پناغوښتنې په څپرکي کې موندلای شئ. که له خپلو ګاونډيانو يا د کمپ له مامورينو سره ستونزه لرئ؛ له ټولنيزو کارکوونکو سره له مشورې او مرستې غوښتلو مه وېرېږئ. تاسې په خپل استوګنځي کې له اندېښنې پرته د اوسېدو حق لرئ. که ټولنيز کارکوونکي يا د کمپ مشر له تاسې سره مرسته نه کوي او يا خپله د ستونزې برخه وي؛ په خپل شاوخوا کې له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ.
زما سره په خپله سيمه کې تبعيض کيږي؛ د اوسېدو ځای بدلولای شم؟
د پنا غوښتلو پروسې پر مهال: د پناغوښتنې د پروسې په سر کې به تاسې په يوه ځانګړې سيمه يا ښار کې مېشت کړل شئ. تر هغې چې له سوسياله مرسته ترلاسه کوئ؛ د اصولو له مخې بايد په هماغه سيمه کې پاته شئ. دې کار ته د استوګنې د ځای مکلفيت (Wohnsitzauflage) وايي. بلې سيمي يا ښار ته لېږدېدل يوازې په ځانګړو حالاتو کې ممکن دي. د بېلګې په ډول که د چا د ژوند ملګری/ې يا واړه ماشومان په بل ښار يا سيمه کې واوسي؛ کولای شي هغه ښار ته کډه شي او يا هغوی راولي. که څوک د خپلې اوسېدو په سيمه کې له ډېرو دښمنيو او بلد چلند سره مخ شي؛ دې ته سخت حالت (Härtefall) وايي. دا کسان کولای شي د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د بيا مېشتېدنې غوښتنه وکړي. په دې غوښتنه کې بايد ټول هغه دليلونه وليکئ چې روښانه کړي، ولې په دې ښار کې ژوند کول درته سخت دي. البته غوره ده چې له دې کار وړاندې له مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.
پورته شرطونه د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره هم پلي کېدای شي.
د پنا درلودونکو يا قبولو شوو کسانو لپاره: هغه قبول شوي کسان چې لا هم له سوسيال يا جابسنتر څخه مرسته ترلاسه کوي؛ بايد تر درې کالو په هغه سيمه کې ژوند وکړي؛ کومې ته چې د پناغوښتنې د پروسې پر مهال لېږل شوي او استوګن شوي دي. بل ځای ته کډه کول يوازې په ځانګړو حالاتو کې شوني دي. د بېلګې په ډول که څوک په بل ښار کې داسې دنده ومومي چې خالص معاش يې له ۷۱۰ يورو زيات وي او ټولنيزه بيمه ورکړي؛ کولای شي بل ښار ته کډه وکړي. همدا شان هغه کسان چې به بل ښار کې زدهکړې يا اوسبیلډونګ پیلوي؛ کولای شي بل ښار ته کډه وکړي. همدا شان که د چا د ژوند ملګری/ې يا واړه ماشومان په بل ښار يا سيمه کې واوسي؛ کولای شي هغه ښار ته کډه شي او يا هغوی راولي. که څوک د خپلې اوسېدو په سيمه کې له ډېرو دښمنيو او بلد چلند سره مخ شي؛ دې ته سخت حالت (Härtefall) وايي. دا کسان کولای شي د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د بيا مېشتېدنې غوښتنه وکړي. په دې غوښتنه کې بايد ټول هغه دليلونه وليکئ چې روښانه کړي، ولې په دې ښار کې ژوند کول درته سخت دي. البته غوره ده چې له دې کار وړاندې له مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.
مهم
که څوک له تبعيض يا ځورونې سره مخ شي؛ خامخا دې د مرستې غوښتنه وکړي. د جرمني قانون د تبعيض، ځورونې او توهين پر وړاندې ستاسې پر خوا دی. د مرستې ترلاسه کولو لپاره يوه له يوه مشورتي مرکز يا تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسئ.