منځپانګې ته لاړ شئ

په بادن ورتمبرګ ايالت کې د ښوونځيو سيستم

Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په بادن ورتمبرګ ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: منځنی ښوونځی (Hauptschule)، وېرک‌ريال شوله (Werkrealschule)، ريال‌شوله (Realschule)، ګېماينشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم

په بادن ورتمبرګ ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له دې وروسته ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې بچيان يې کوم ښوونځي ته ولاړ شي. د لومړني ښوونځي ښوونکي به له دوی سره د ښوونځي په غوره کولو کې مرسته وکړي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:

  •   منځنی ښوونځی (Hauptschule)،
  •   وېرک‌ريال‌شوله (Werkrealschule)،
  •  ريال‌شوله (Realschule)،
  •  ګېماينشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule)
  •   ګېمنازيوم (Gymnasium).

    منځنی ښوونځی (Hauptschule) او وېرک‌ريال شوله (Werkrealschule) ډېر سره ورته دي. دا ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځي ماشومان د هغوی د مسلک غوره او مسلکي ژوند لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د منځنی ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د دې ښوونځي د فراغت سند (Hauptschulabscluss) او د وېرک‌ريال‌شوله له لسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته (Werkrealschulabschluss) سند ترلاسه کوي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک د (Werkrealschulabschluss) ښې نمرې ولري؛ کولای شي ګېمنازيوم ته ولاړ شي.

      ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss  يا Realschulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

        دا ښوونځي هم په بادن ورتمبرګ کې له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. دلته زده‌کوونکي کولای شي غوره کړي چې په کومه کچه او تر کوم ټولګي پورې زدکړې کوي. په ګېماینشفټ‌شوله کې زده‌کوونکي په زدکړو کې په جدي ډول څارل کيږي او مرسته ورسره کيږي. دلته له لسم ټولګي تر فراغت وروسته کولای شئ د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کړئ خو کولای شئ له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د (Hauptschulabschluss) هم ترلاسه کړئ. همدا شان د د يارلسم ټولګي له پای ته رسولو وروسته د Allgemeine Hochschulsreife  يا  Abiturسند ترلاسه کولای شئ. دا درې‌واړه سندونه د حرفوي زده‌کړو د پیل لپاره د باور وړ دي. د ابيتور سند په ترلاسه کولو د حرفوي زده‌کړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زده‌کړې‌ کولای شئ.

          ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss  يا Realschulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

            څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟

            جرمني ته له رارسېدو شپږ مياشتې وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. په دې موده کې به تاسې ته د يوه ليک په وسيله د اړونده ښوونځيو د پتو او د شاملېدو د پروسې په اړه مالومات درکړل شي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.

            ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

              په جرمني کې ستاسې د اوسېدو په لومړيو مياشتو کې به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. تاسې بايد په خپله خپل ماشوم په ټاکلي وخت ثبت کړئ. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. که مو کوم ليک نه وي ترلاسه کړی؛ په خپل شاوخوا کې تر ټولو نږدې لومړني ښوونځي ته ورشئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

              که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

              په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.

                د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

                دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

                • په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

                  د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.

                  Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

                په فورم کې زموږ ټولنه

                هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                فورم ته دوام ورکړئ
                یو پروژه د
                • medienmacher
                • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                تميلوونکي:
                • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو