په جرمني کې ښوونځي ته د ماشومانو شاملول

اوسمهالیز 12.07.2023

څه ډول کولای شم خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړم؟

د ښوونځي لومړۍ  ورځ ښايي ځينو ماشومانو ته د ژوند سخته او ځينو ته خوشالوونکې ورځ وي. په ښوونځي کې ماشومان د لوستلو، ليکلو او حساب تر څنګ ډېر ملګري هم مومي. له همدې کبله ډېر ښوونځي او کورنۍ د ښوونځي د لومړی ورځ په بېلابېلو مراسمو پيلوي. البته له دې ورځې مخکې هم بايد ځينې تيارۍ ونيول شي. دلته به ولولئ چې ماشومان کله بايد په ښوونځيو کې شامل شي او د دې کار لپاره بايد څه وشي.

د يادونې وړ ده چې ښوونځي ته له تګ وړاندې د ښوونځيو د شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) هم ترسره کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

ښوونځي ته شاملېدل (Einschulung) څه ته وايي؟

ښوونځي ته د شاملېدو يا (Einschulung) د ټکي مانا، په ښوونځي کې د ماشوم لومړۍ ورځ ده. له همدې کبله ځيې وخت دې ورځې ته (ein Kind einschulen) وايي. په ځينو ايالتونو کې ماشومانو ته په دې ورځ مېله جوړيږي او له همدې کبله د پیلنۍ یا شنبې په ورځ وي. په نورو ايالتونو کې هم دا ورځ ځانګړې ده خو په عموي توګه ښوونځي په رسمي ورځ پيل کيږي. د ښوونځيو د پيل ورځ په ټولو ايالتونو کې توپير کوي. ‌ډېر وخت ښوونځي ته د شاملېدو ورځ د نوي ښوونيز کال له پيل څو ورځې وړاندې يا وروسته وي. ښوونيز کال په ټولو فدرالي‌ايالتونو کې د دوبي له رخصتيو وروسته پيل کيږي. د هر ايالت د ښوونيز کال د دقيقې نېټې په اړه نور مالومات پر (schulferien.org) وېبسایټ ولولئ.

د ښوونځي د لومړۍ ورځې پروګرام په هر ښوونځي کې توپير کوي. په عمومي ډول د ښوونځي مدير، سرښوونکی او ښوونکي زده‌کوونکو ته ښه راغلاست وايي. په ځينو ښوونځيو کې ډله‌ييزه دعا هم کيږي. دا چې ستاسې ماشوم هم بايد د دعا په يا عبادت په دې مراسمو کې برخه اخلي او که نه، له اړوند ښوونځي څخه مالومات ترلاسه کړئ. ډېر وخت په دې ډول مراسمو کې برخه اخستل جبري نه دي او ماشوم او د هغه والدينو ته يې يوازې وړانديز کيږي. د دعا له مراسمو وروسته زده‌کوونکي او ښوونکي ټولګيو ته ځي څو يو بل وپېژني. هلته ښوونکي زده‌کوونکو ته د ښوونځي د لومړۍ ورځې په اړه مالومات ورکوي او د ښوونځي ودانۍ ورښيي. ډېر ښوونځي هڅه کوي څو لومړۍ ورځ د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې او غوره وي.

ښوونځي ته د تګ لپاره تر ټولو کم عمر څومره دی؟

په جرمني کې هر اوسېدونکی ماشوم د شپږ کلنۍ له پای ته رسېدو سره د ښوونځي په پيلولو مکلف دی. په دې توګه له شپږ کالونو د پورته عمر لرونکي ټول ماشومان بايد ښوونځي ته ولاړ شي. هر فدرالي‌ ايالت د ښوونځيو خپل سيستم لري. د ې کار لپاره په جرمني کې بېلابېل مقررات شته چې له مخې يې ماشوم په جرمني کې ښوونځی پيلولای او بدلولای شي.

دا چې ماشوم څه وخت ښوونځی پيلوي، ستاسې له ايالت سره اړه لري. په فدرالي ايالتونو کې د پيل ورځې (Stichtag) په نوم يوه ورځ شته او هغه ماشومان چې په دې ورځ يې شپږ کلني پوره شوي وي، کولای شي ښوونځيو ته ولاړ شي. د ښوونځيو له پيل وړاندې ښوونځي ته د شاملېدو ازموينه ترسره کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ښوونځي ته د شاملېدو ازموينه) کې لوستلای شئ.

په عمومي توګه د فدرالي ايالتونو د ښوونځيو د پيل ورځې نېټې په لاندې ډول دي:

د جون مياشتې دېرشمه: بادن ورتمبرګ، برېمن، مکلنبرګ فورپومرن، زارلند، زاکسن، زاکسن انهالت، شلسويګ هولشتاين

د جولای مياشتې لومړۍ نېته: هامبورګ، هېسن

د اګست مياشتې لومړۍ نېټه: تورينګن

د اګست مياشتې يودېرشمه نېټه: راين‌لندفالڅ

د سپمبر مياشتې دېرشمه نېټه: بايرن، برلين، برانډنبورګ، نيدرزاکسن، نوردراين وستفالن

ماشومان څه ډول په ښوونځي کې ثبتولای شو؟

په ښوونځي کې د ماشومانو ثبتول، له يوه ايالت تر بل پورې توپير کوي. د هر ايالت د ښوونځيو او هلته د ماشومانو د ثبتولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په لاندې مالوماتي څپرکيو کې لوستلای شئ:

·       بادن ورتمبرګ

·       بایرن

·       برلين

·       برانډنبورګ

·       برېمن

·       هامبورګ

·       هېسن

·       مکلنبرګ فورپومرن

·       نيدرزاکسن

·       نوردراين وستفالن

·       راين‌لندفالڅ

·       زارلند

·       زاکسن

·       زاکسن انهالت

·       شلسويګ هولشټاين

·       تورينګن

که د ماشوم جرمني ژبه نه وي زده‌، ښوونځی پيلولای شي؟

دا چې ماشوم له له جرمني ژبې پرته او يا له کمزورې جرمني ژبې سره ښوونځی پيلولای شي او که نه، ستاسې له ايالت سره اړه لري. له همدې کبله په هر ايالت کې بېل قوانين پلي کيږي. په ځينو ايالتونو کې د هغو ماشومانو لپاره چې جرمني ژبه يې ښه زده نه وي، په وړکتونونو کې مرستندوی پروګرامونه پلي کيږي. په ځينو نورو ايالتونو کې بيا په ښوونځيو کې د جرمني ژبې کورسونه شته. دا کورسونه ښايي ځانګړي ټولګي او يا هم اضافي درسي‌ ساعتونه ولري. ښه به وي چې په دې اړه له وړاندې مشوره ترلاسه کړئ‌. د وړکتونو ښوونکي په دې برخه کې مرسته کولای شي. له دې پرته د ځوانو مهاجرو د خدمتونو له ادارې (Jugendmigrationsdienst) او د والدينو د عاجلې شمېرې (Elternhotline) له ادارې هم مشوره ترلاسه کولای شي. د دې ادارو مشوره وړيا ده او کارکوونکي يې په څو ژبو خبرې کوي.

د ماشومانو لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه) کې هم لوستلای شئ.

که ښوونيز کال له وړاندې پيل شوی وي، ماشوم بيا هم ښوونځی پيلولای شي؟

که جرمني ته د ښوونيز کال په جريان کې راشئ او يا په جرمني کې د ننه له يوه ځای څخه بل ځای ته کډه وکړئ، ماشوم مو اړ نه دی چې د بل ښوونيز کال تر پيل پورې انتظار وکړي. دوی کولای شي د ښوونيز کال په جريان کې هم ښوونځی پيل کړي. په جرمني کې هر ښوونيز کال په اوړي کې پيل کيږي. د فدرالي ايالتونو د ښوونيز کال د پيل نېټه توپير کوي. د هر ايالت د ښوونيز کال د دقيقې نېټې په اړه نور مالومات پر (schulferien.org) وېبسایټ ولولئ.

که ستاسې ماشوم هم د ښوونيز کال په منځ کې جرمني يا بلې سيمې ته کډه شوی وي، له اړوند ښوونځي سره د هغه د ښوونځي د پيل په اړه خبرې وکړئ. هلته به د ښوونځي د پيل کېدو د نېتې په اړه مالومات ترلاسه کړئ او پوه به شئ چې ښوونځي ته د شاملېدو ازموينه اړينه ده او که نه. دا چې ماشوم به مو کوم ښوونځي ته ځي، ستاسې له اړوند ايالت سره اړه لري. په ځينو ايالتونو کې ماشومان هغو ښوونځيو ته ځي، کوم چې تر ټولو نږدې وي. په ځينو نورو کې بيا خپله ښوونځی ټاکلای شئ. په دې اړه ډېر وخت د ليک له لارې مالومات درلېږل کيږي.

ماشومان په ۵ کلنۍ يا له اووه ‌کلنۍ وروسته ښوونځی پيلولای شي؟

هو. ماشومان کولای شي په ۵ کلنۍ کې ښوونځی پيل کړي. له دې عمر ټيټ ماشومان ښوونځي ته نه شي تللای. په ۵ کلنۍ کې د ښوونځيو د پيل په اړه هر ايالت بېل مقررات لري. ښه به وي چې په دې اړه له اړوند ښوونځي څخه پوښتنه وکړئ. ډېر وخت په ښوونځي کې د شاملېدو لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا وي.

که فکر کوئ چې ماشوم مو ښوونځي ته تيار نه دی، کولای شئ وروسته يې په اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ولېږئ. د دې کار لپاره هم بايد غوښتنليک ولېږئ. په فدرالي‌ ايالتونو کې د وروسته ښوونځي پيلولو مقررات هم توپير کوي. ډېر وخت بايد د دې کار لپاره ځينې فورمې ډکې شي. دا فورمې له اړوند ښوونځي څخه ترلاسه کولای شئ. هلته د نورو مالوماتو او جزئياتو په اړه هم پوښتنه کولای شئ. البته ښه به وي چې د ښوونيز کال له پيل لږ تر لږه شپږ مياشتې وړاندې ټول مالومات ترلاسه کړئ او ځان په هر څه وپوهوئ. په دې ډول به د سندونو چمتو کولو لپاره کافي وخت ولرئ. که د سندونو برابرولو يا فورمو ډکولو لپاره مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ.  

که ماشوم د استوګنې اجازه ونه لري، ښوونځی پيلولای شي؟

هو. په جرمني کې ټول ماشومان ښوونځي ته د تللو اجازه لري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو کنوانسيون مقررات په دې اړه څرګند دي. په جرمني کې هر ايالت په دې اړه بېلابېل مقررات لري. د هر ايالت د ښوونځيو او هلته د ماشومانو د ثبتولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په لاندې مالوماتي څپرکيو کې لوستلای شئ:

·       بادن ورتمبرګ

·       بایرن

·       برلين

·       برانډنبورګ

·       برېمن

·       هامبورګ

·       هېسن

·       مکلنبرګ فورپومرن

·       نيدرزاکسن

·       نوردراين وستفالن

·       راين‌لندفالڅ

·       زارلند

·       زاکسن

·       زاکسن انهالت

·       شلسويګ هولشټاين

·       تورينګن

ماشومان د ښوونځي د پيل لپاره څه ته اړتيا لري؟

د ښوونځي له پيل وړاندې بايد ځينې شيان تيار شي. ډېر وخت په دې اړه له اړوند ښوونځي څخه مالومات ترلاسه کولای شئ. ځينې وخت د ښوونځي د پيل لپاره د مهمو شيانو تيارول لړ هم ترلاسه کوئ. په دې شيانو کې ښايي د ښوونځي بکس، د پنسلونو بسته، رنګه‌ګان، د اوبو رنګونو بکسه او کتابچې شامل وي. دا شيان بايد د ښوونځي د پيل له ورځې وړاندې ترلاسه کړئ. ماشوم بايد همدا شان د سپورت کالي ولري.

د ښوونځي د پيل په ورځ هر ماشوم ته د ښوونځي خلته (Schultüte) ورکول کيږي. دا خلته په خپله پېرودلای او يا راغوښتلای شئ. په ځينو وړکتونونو کې د ماشومانو والدين راټوليږي او په ګډه د ماشومانو لپاره دا خلتې راغواړي. ښه به وي چې د ښوونځي له پيل وړاندې د ماشوم د وړکتون له مامورينو څخه وپوښتئ او مالومات ترلاسه کړئ. د دې خلتو بېلابېلې بڼې پر انټرنېټ موندلای شئ. د بېلګې په توګه پر (Basteln und Gestalten) پاڼه او يوټيوب د دې خلتو د بڼو پلټلو لپاره (Schultüte basteln) وليکئ.

که څوک د ښوونځي د اړتيا وړ توکي نه شي پېرلای، مرسته ورسره کيږي؟

د ښوونځي د پيل لپاره د توکو بيې ښايي لوړې وي او ډېرې پیسې وغواړي. که څوک د جابنسټر يا سوسيال مرسته اخلي، کولای شي د ښوونځي د توکو لپاره هم دولتي مرسته ترلاسه کړي. دا مرسته د زده‌کړو او ګډون د بستې (Bildungs- und Teilhabepakets) برخه ده. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د زده‌کړو او ګډون بسته) کې لوستلای شئ.

په ځينو سيمو کې نور مرستندوی پروګرامونه هم شته. ښه به وي چې په دې اړه له مشورتي ادارو او يا د ماشوم له اړوند ښوونځي څخه پوښتنه وکړئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

د ځوانو مهاجرو د خدمتونو له ادارې (Jugendmigrationsdienst) او د والدينو د عاجلې شمېرې (Elternhotline) له ادارې څخه مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو مشوره وړيا ده او کارکوونکي يې په څو ژبو خبرې کوي.

نورې مشورتي ادارې پر (www.bke.de) وېبسایت هم موندلای شئ. دلته په خپله ژبه د مشورتي ادارو پلټنه هم کولای شئ.

که د ماشومانو او کورنيو د ځانګړو موضوعګانو په اړه پوښتنې لرئ، پر (www.dajeb.de) وېبسایت يو وړ مشورتي اداره موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم يا پوستي کوډ وليکئ او په کيڼ لوري کې موضوع وټاکئ. په پايله کې د شته مشورتي ادارو لړ ترلاسه کولای شئ.

مهم

ښوونځي ته پر لار بايد پر ماشومانو پاملرنه وشي او ځينې شيان په پام کې ونيول شي. پر (www.landesverkehrswacht-nrw.de) وېبسایټ ښوونځي ته د خوندي تګ راتګ په اړه لارښوونې موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: