منځپانګې ته لاړ شئ

د مکلېنبورګ فورپومرن ايالت د ښوونځيو سيستم

Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په مکلېنبورګ فورپومرن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: ريګيونال‌شوله (Regionale chule)، ګېزمت‌شوله (Gesamtschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم

په مکلېنبورګ فورپومرن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له څلورم ټولګي وروسته ماشومان دوه کاله د جهت يا لوري موندنې دوره بشپړوي. دا دوره له زده‌کوونکو سره مرسته کوي چې په راتلونکي کې خپلې زده‌کړې څه ډول پلان کړي او مسلک څه ډول وټاکي. د لوري موندنې له پړاو وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په مکلېنبورګ کې د درې‌ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:

  • ريګيونال‌شوله (Regionale chule
  • ګېزمت‌شوله (Gesamtschule)
  • ګېمنازيوم (Gymnasium)

    دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. ريګيونال‌شوله له زده‌کوونکو سره مرسته کوي چې خپل مسلک په غوره توکه وټاکي. له دې ښوونځي نه ستاسې بچيان د berufsreife سند (له نهم ټولګي وروسته) او يا Mittler Reife  (له لسم ټولګي وروسته) ترلاسه کوي. د دې ښوونځي د فراغت د دې دواړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي Mittler Reife سند په ښو نمرو ترلاسه کړای شي؛ کولای شي ځانونه ګېمنازيوم ته بدل کړي او ابيتور ترلاسه کړي.

      ګېزمت‌شوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم يا دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زده‌کوونکي کولای شي د فراغت درې‌ ‌ډوله سندونه ترلاسه کړي: berufsreife, the Mittler Reife  يا  Abitur. د نهم ټولګي له بشپړولو ورسته د berufsreife یا Mittler Reife  دوه ډوله سندونه ورکول کيږي:

      • په Kooperativen Gesamtschule کې ماشومان کولای شئ د شپږم ټولګي په پای کې د خپل د فراغت د سند په اړه پرېکړه وکړي.
      • په Integrierten Gesamtschule کې زده‌کوونکي له نهم يا لسم ټولګي مخکې د فراغت د سند په اړه پرېکړه نه شي کولای.

      د Berufsreife يا  Mittleren Reifeسندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زده‌کړې پیل کړي. د ابيتور  سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

        ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیليږي او له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Berufsreife) يا (Mittleren Reife) سند ترلاسه کوي. زده‌کوونکي د ابيتور  سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

          څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟

          د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.

          ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

            په ښوونځي کې د ماشومانو شاملولو لپاره به تاسې ته د اړوند ښوونځي يا ستاسې د بچيانو د وړکتون له لوري وخت درکړل شي. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د ښوونځي د ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

            که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

            په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

              د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

              دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

              • په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

                د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.

                Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

              په فورم کې زموږ ټولنه

              هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

              فورم ته دوام ورکړئ
              یو پروژه د
              • medienmacher
              • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
              • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
              • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
              تميلوونکي:
              • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو