په ناردراین وستفالن کې د ښوونځيو سيستم
په ناردراین وستفالن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: منځنی ښوونځی (Hauptschule)، ريالشوله (Realschule)، سیکونډرشوله (Sekundarschule)، ګېزامتشوله (Gesamtschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).
د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)
په ناردراین وستفالن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له دې وروسته ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې بچيان يې کوم ښوونځي ته ولاړ شي. د لومړني ښوونځي ښوونکي به له دوی سره د ښوونځي په غوره کولو کې مرسته وکړي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:
- منځنی ښوونځی (Hauptschule)،
- ريالشوله (Realschule)،
- ګېزامتشوله (Gesamtschule)،
- سیکونډرشوله (Sekundarschule)،
- ګېمنازيوم (Gymnasium).
Hauptschule
منځنی ښوونځی (Hauptschule) له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. ماشومان کولای شي د منځنی ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د دې ښوونځي د فراغت سند (Hauptschulabscluss) ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته په يوه کورس کې ګډون وکړي او د Mittleren Schulabschluss سند ترلاسه کړي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک د Mittleren Schulabschluss ښې نمرې ولري؛ کولای شي ګېمنازيوم يا ګېزامتشوله ته ولاړ شي.
Realschule
په ناردراین وستفالن کې ريالشوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم ټولګي پای ته رسيږي. له لسم ټولګي تر فراغت وروسته کولای شئ د (Mittleren Schulabschluss) سند ترلاسه کړئ. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک د Mittleren Schulabschluss ښې نمرې ولري؛ کولای شي ګېمنازيوم يا ګېزامتشوله ته ولاړ شي. په دې ښوونځيو کې شاګردان د Mittleren Schulabschluss پر ځای د Hauptschulabschluss سند د ترلاسه کولو چانس هم لري.
Sekundarschule
دا ښوونځی له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځي ماشومان د هغوی د مسلک غوره کولو او ابیتور لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د د دې ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د دې ښوونځي د فراغت سند (Hauptschulabscluss) ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د Mittleren Schulabschluss سند ترلاسه کړي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک د Mittleren Schulabschluss ښې نمرې ولري؛ کولای شي ګېمنازيوم يا ګېزامتشوله ته ولاړ شي.
Gesamtschule
دا ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او د فراغت د سندونو ټول ډولونه وړاندې کوي. د دې مانا دا ده چې زدهکوونکي اړ نه دي د فراغت د سند په اړه سملاسي پرېکړه وکړي. ماشومان کولای شي د د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د دې ښوونځي د فراغت سند (Hauptschulabscluss)، له لسم ټولګي وروسته د Mittleren Schulabschluss سند او یا له یوولسم او ديارلسم ټولګيو له فراغت وروسته Fachhochschulreife يا Allgemeine Hochschulreife سندونه ترلاسه کړي. د Hauptschulabscluss یا Mittleren Schulabschluss له سندونو سره کولای شئ حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړئ او له Fachhochschulreife يا ابیتور سندونو سره د حرفوي زدهکړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زدهکړې کولای شئ.
Gymnasium
ه ګېمنازيوم کې له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زدهکوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. ډېر ګېمنازيمونه د ساينس، موزيک، هنر، ژبو او سپورت په شان په مشخصو څانګو تمرکز کوي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د Hauptschulabscluss یا Mittleren Schulabschluss له سندونو یو ترلاسه کوي. دوی همدا شان د Fachhochschulreife سند ترلاسه کولو چانس هم لري چې په مرسته يې کولای شي د تطبيقي ساينس پوهنتونونو (Fachhochschule) ته لاره ومومي. زدهکوونکي د ابيتور سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟
په جرمني کې د پناغوښتنې له مثبت ځواب، د استوګنې له اجازې ترلاسه کولو د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. تاسې به له سيمهييزې ادارې څخه د ټولو جزياتو او ضروري مالوماتو درلودونکی ليک ترلاسه کړئ په کوم کې چې د ښاروالۍ د ادغام د مرکز (Kommunale Integrationszentrum) پته او د اړيکې شمېره ليکل شوې وي. دوی به تاسې ته د ښوونځيو په اړه مالومات او مشورې درکړي او ماشوم به د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي. وروسته به د ښوونځيو اداره (Schulamt) د هغه لپاره ښوونځی وګوري او تاسې ته به د پایلې په اړه په بېل ليک کې خبر درکړي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.
ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.
کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟
ماشومان بايد د ښوونيز کال له پیل مخکې تر نومبر مياشتې پورې په لومړنيو ښوونځيو کې ثبت شي. په دې موده کې به تاسې د ښوونځي د ادارې له لوري د ټولو جزياتو او اړينو مالوماتو لرونکی ليک ترلاسه کړئ چې د نوم ثبتولو وخت هم پکې نښه شوی وي. تاسې باید په ټاکلې نېټه خپل ماشومان په نښه شوي ښوونځي کې په خپله ثبت کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
د ښوونځو په اړه عمومي مالومات
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ