د شلېسويګ هولشتاين ايالت د ښوونځيو سيستم
په شلېسويګ هولشتاين کې له لومړني ښوونځي وروسته دوه ډوله ښوونځي شته: Gemeinschaftsschule او Gymnasium.
د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)
په شلېسويګ هولشتاين ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. د دې ښوونځيو ډولونه دا دي:
- ګمنازیوم (Gymnasium)،
- ګېماینشفټشوله (Gemeinschaftsschule).
Gemeinschaftsschule
دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځيو کې تر لسم ټولګي پورې ټول زدهکوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي. له دې ښوونځيو د فراغت پر مهال به ماشومان به درې ټاکنې ولري: له نهم ټولګي وروسته (Ersten Allgemeinbildenden Schulabschluss) سند، له لسم ټولګي وروسته (Mittleren Schulabschluss) او له ديارلسم ټولګي وروسته ابيتور (rAbitu) سند ترلاسه کولای شي. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي خو يوازې د ابيتور سند په درلودلو کولای شي پوهنتون ته ولاړ شي.
Gymnasium
په شلېسويګ هولشتاين کې ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او اووه کاله دوام کوي. له دوولسم ټولګي وروسته به ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کړي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Ersten Allgemeinbildenden Schulabschluss) يا (Mittleren Abschluss) سند ترلاسه کوي. له يوولسم ټولګي تر فارغېدو وروسته زدهکوونکي (Fachhochschulreife) سند ترلاسه کولای شي چې په مرسته يې کولای شي د تطبيقي ساينس پوهنتون ته ولاړ شي. زدهکوونکي د ابيتور سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟
په شلېسويګ هولشتاين ایالت کې ټول ماشومان اړ دي چې له رارسېدلو وروسته سملاسي ښوونځيو ته ولاړ شي. تر هغې چې د مهاجرو په لومړنيو کمپونو کې اوسېږئ؛ بچيان مو بايد په کورسونو کې ګډون وکړي. وروسته بايد دوی د (DaZ) په ټولګيو کې ګډون وکړي چې د بهرنيانو لپاره جوړ شوي څو ژبه پکې زده کړي. وروسته به د خپلې سيمې د پوهنې له ادراې (Schulamt) څخه ستاسې د بچيانو اړوند ښوونځي د پتې په ګډون د مهمو مالوماتو لرونکی يو ليک ترلاسه کړئ. له دې وروسته بايد په خپله خپل ماشومان په ټاکل شوي ښوونځي کې شامل کړئ.
د کمپونو مامورين ستاسې سره د ثبت په پروسه کې مرسته کوي
کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟
د ثبت د وخت له ختمېدو مخکې به اړوند ښوونځي څخه يو ليک ترلاسه کړئ او بايد په خپله خپل ماشومان په ټاکل شوي ښوونځي کې شامل کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
د ښوونځو په اړه عمومي مالومات
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ