د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره واکسينونه

Baby getting vaccinated
اوسمهالیز 10.05.2023

زما ماشوم کومو واکسينو ته اړتيا لري؟

ماشومان ډېر ناروغيږي او ځينې وخت دا ناروغۍ ډېرې جدي نه وي او بېرته ژر جوړيږي. البته ځينې سختې ناروغۍ هم شته چې بايد پر وړاندې يې ماشومان واکسين شي. په دې ډول ماشومان په دې ناروغيو له ککړېدو ساتل کيږي او که ناروغ هم شي، ناروغي به يې ډېره سخته نه وي. د مخنيوي کوونکو معايناتو په شان، واکسينونه هم بايد په ځانګړيو وختونو کې وشي. د مخنيوي کوونکو يا U معايناتو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

ولې بايد خپل ماشوم ته واکسين وکړم؟

واکسين ماشومان په ځينو ناروغيو له ککړېدو او يا له سختې ناروغۍ ساتي. دا ناروغۍ ښايي د شي يا ګوزڼ په شان ناروغۍ وي. د ډېرو ناروغيو‌ پروړاندې د بشپړ خونديتوب ترلاسه کولو لپاره دوه ځله واکسين کولو ته اړتيا ده. ځينې واکسينونه د وخت په تېرېدو خپل اغېز له لاسه ورکوي. له همدې کبله بايد يو څه وخت وروسته بايد د هغه واکسينو بل دوز وشي. د واکسينو کميسيون د ډاکټرانو د تحقيق پر بنسټ بايد د واکسينو د ښه اغېز لپاره واکسينو د عمر په ځانګړو مرحلو کې وشي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې درکوو.

د واکسينو پیسې څوک ورکوي؟

دلته په بله برخه  (ماشوم ته کله او کوم واکسينونه ورکول کيږي؟)کې ياد شوي ټول واکسينونه وړيا دي او لګښت يې د روغتيايي بيمې يا سوسيال‌امت له لوري ورکول کيږي.

بايد خپل ماشوم ته واکسين وکړم؟

په جرمني کې د ځينو ځانګړو ناروغيو پر وړاندې واکسين کول جبري دي. په دې مانا چې وړکتون او ښوونځي ته د تګ لپاره، د ځينو واکسينونو ترسره کول اړين دي. اوس مهال (۲۰۲۲ کال) يوازې د شري (Masern) واکسين لازمي ګڼل کيږي.

ماشوم ته واکسين چېرته ورکولای شو؟

ماشوم ته واکسين د ماشومانو ډاکټر په کتنځي (Kinderarztpraxis) کې ورکولای شئ. که لا هم د ماشومانو ډاکټر نه لرئ، پر (www.kbv.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو موندلای شئ. هلته لومړی خپل ايالت وټاکئ او وروسته په (Erweiterte Suche) کلېک وکړئ. په دې ډول کولای شئ هغه ډاکټران هم ومومئ چې ستاسې په ژبه خبرې کوي.

د واکسينو کارت (Impfausweis) څه شی دی؟

ډاکټران د ماشومانو د واکسينو ريکارډ د واکسينو په کارت (Impfausweis) کې ساتي. دا کار ماشومانو ته د لومړي ځل واکسينو پر مهال وړيا ورکول کيږ‌ي.که دا کارت ورک شي، کولای شئ د ماشومانو له ډاکټر څخه د يوه بل کارت غوښتنه وکړئ.

جرمني ژبه نه پوهېدونکو کسانو سره د معايناتو پر مهال څوک د ژباړې لپاره مرسته کوي؟

که خپله يا مو ماشومان په جرمني ژبه نه پوهيږي او د واکسينو پر مهال له ډاکټر سره ځان نه شئ پوهولای، کولای شئ له ځان سره يو ژباړن بوځئ. دا کار مسلکي ژباړن کولای شي. له دې پرته ښايي ستاسې کوم ملګری يا خپلوان هم د ژباړې لپاره درسره ولاړ شي.

که دولتي روغتيايي بيمه (gesetzlichen Krankenkasse) لرئ، د مسلکي ژباړن لګښت بايد خپله ورکړئ. که کافي پیسې نه لرئ، کولای شئ له رضاکارو ژباړنانو مرسته وغواړئ. د دې کار لپاره د ځوانو کډوالو له ادارې څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ. د دې ادارې کارکوونکي په بېلابېلو ژبو باندې خبرې کوي.

که د سوسيال مرسته ترلاسه کوئ، د سوسيال‌امت (Sozialamt) اداره به د ژباړن لګښتونه درکړي. ښه به وي چې په دې اړه له يوې مشورتي ادارې مرسته وغواړئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداه د پروازول يا کډوالو شورا پر وېبسایټونو موندلای شئ.

يادونه: که په خپله ژبه غږېدونکی ډاکټر غواړئ، کولای شئ پر (www.kbv.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې پلټنه وکړئ. هلته لومړی خپل ايالت وټاکئ او بيا پرمختللی لټون (Erweiterte Suche) تڼۍ کېکاږۍ. په دې ډول کولای شئ هغه ډاکټران هم ومومئ چې ښايي ستاسې په ژبه خبرې وکړای شي.

ماشومان ډېر ناروغيږي او ځينې وخت دا ناروغۍ ډېرې جدي نه وي او بېرته ژر جوړيږي. البته ځينې سختې ناروغۍ هم شته چې بايد پر وړاندې يې ماشومان واکسين شي. په دې ډول ماشومان په دې ناروغيو له ککړېدو ساتل کيږي او که ناروغ هم شي، ناروغي به يې ډېره سخته نه وي. د مخنيوي کوونکو معايناتو په شان، واکسينونه هم بايد په ځانګړيو وختونو کې وشي. د مخنيوي کوونکو يا U معايناتو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

ماشوم ته کله او کوم واکسينونه ورکول کيږي؟

دوه مياشتني ماشومان

کله چې ماشوم د دوه مياشتو شي، بايد د لاندې ناروغيو پر وړاندې يې واکسين کړئ:

  • تيتانوس (Tetanus)
  • تور ټوخی (Keuchhusten)
  • خروسک يا ديفتري (Diphtherie)
  • هيموفوليس انفلونزا (Hib)
  • د ماشومانو ګوزڼ (Kinderlähmung)
  • هپاتيت ب (Hepatitis B)
  • پنوموکوک (Pneumokokken)

د دې ناروغيو پر وړااندې بايد ماشوم ټولټال څلور ځله واکسين شي. په دې ډول بشپړ خونديتوب رامنځته کيږي. بيا ځلې واکسين په ۳ مياشتنۍ، ۴ مياشتنۍ او ۱۱ تر ۱۴ مياشتنۍ پورې ترسره کيږي. دا ټول واکسينونه د ماشومانو له ډاکټر سره ترسره کيږي او بايد له وړاندې له هغوی سره وخت يا ترمين ونيسئ.

څلور مياشتني ماشومان

ماشومان بايد تر څلور مياشتنۍ پورې د روټا وايروس (Rotaviren) پر وړاندې هم واکسين شي. دا واکسين خوراکي او دوه يا درې ځله کيږي. دا واکسين هم د ماشومانو له ډاکټر سره ترسره کيږي او بايد له وړاندې له هغوی سره وخت يا ترمين ونيسئ.

يوولس تر څوارلس مياشتني ماشومان

کله چې د ماشوم عمر له ۱۱ تر ۱۴ مياشتو پورې وي، بايد د لاندې ناروغيو پر وړاندې واکسين کړل شي:

  • شری يا سرخکان (Masern)
  • ممپس (Mumps)
  • سرخجه (Röteln)
  • مرغي چيچک (Windpocken)

د دې ناروغيو پر وړاندې د بشپړ خونديتوب لپاره بايد ماشوم د ۱۵ او ۲۳ مياشتينۍ تر منځ يو ځل بيا واکسين شي.

د دې تر څنګ بايد د (Meningokokken C) پر وړاندې هم واکسين وشي. البته دا واکسين د ماشوم د ۱۵ او ۲۳ مياشتينۍ تر منځ هم کولای شئ.

دا واکسينونه هم د ماشومانو له ډاکټر سره ترسره کيږي او بايد له وړاندې له هغوی سره وخت يا ترمين ونيسئ.

پينځه تر شپږ کلن ماشومان

کله چې ماشوم د ۵ او ۶ کالونو تر منځ وي، بايد تيتانوس، ديفتري او تور ټوخي پر وړاندې يو ځل بيا واکسين شي. دا ځکه چې د دې ناروغيو پر وړاندې د واکسينو اغېز د وخت په تېرېدو کميږي.

دا واکسينونه هم د ماشومانو له ډاکټر سره ترسره کيږي او بايد له وړاندې له هغوی سره وخت يا ترمين ونيسئ.

نهه تر اتلس کلن ماشومان

کله چې ماشوم د ۹ او ۱۸ کالونو تر منځ وي، بايد تيتانوس، ديفتري، ګوزڼ او تور ټوخي پر وړاندې يو ځل بيا واکسين شي. دا ځکه چې د دې ناروغيو پر وړاندې د واکسينو اغېز د وخت په تېرېدو کميږي. ډاکټران دا سپارښتنه هم کوي چې ماشوم په دې عمر کې د انساني پاپیلوما ویروس (HPV) پر وړاندې هم واکسین شي.

دا چې د دې واکسينو لپاره تر ټولو ښه وخت کوم دی، د ماشومانو له ډاکټر سره خبرې وکړئ او وخت ونيسئ.

مهم

ډاډه نه ياست چې ماشوم مو کله بايد واکسين وکړي، د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ د واکسينو مهالوېش يا جنتري وکاروئ او نېټې په پام کې ونيسئ. دا جنتري په ګڼو ژبو او وړيا کښته کولای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: