د جرمني د حرفوي زده‌کړو ويزه (Visum für eine Ausbildung)

Ausbildungsvisum
اوسمهالیز 26.03.2024

څه ډول کولی شم جرمني ته د حرفوي زده‌کړو لپاره ولاړ شم؟

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې حرفوي زده‌کړې ترسر کړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Ausbildung) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶الف مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د حرفوي زده‌کړو لپاره ويزه (Visum zum Zweck des Ausbildung) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته اوسبيلډونګ يا حرفوي زده‌کړې پيلولای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

د حرفوي زده‌کړو ويزه د څه لپاره ورکول کيږي؟

که په جرمني کې کومه اداره يا انستيتيوت د حرفوي زده‌کړو يا مسلکي اوسلبیډونګ د يوه زده‌کوونکي په توګه ستاسې غوښتنه ومني، کولای شئ له جرمني چارواکو د اوسبيلډونګ ويزې (Ausbildungsvisum) غوښتنه وکړئ. مسلکي يا حرفوي رزونه (Ausbildung) د زدهذکړو هغه ډول دی چې په رسمي دولتي يا ورته نورو ادارو کې د يوه مسلک د زده‌کولو لپاره لږ تر لږه دوه کاله دوام کوي. د دې اوسبیلډونګونو لېست پر (bibb.de) وېبسایټ موندلای شئ.

څه ډول کولای شم د ويزې غوښتنه وکړم؟

که جرمني ته د راتګ لپاره ويزې ته اړتيا لرئ؛ بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ ته ورشئ او ضروري سندونه له ځان سره يوسئ.

مهم: ښايي د ويزې ترلاسه کول ډېر وخت ونيسي، ځکه بايد د درسونو د پيلېدو وختونه او نورې نېټې په پام کې ونيسئ.

 

که جرمني ته له ويزې پرته راتلای شئ (د بېلګې په ډول د بل هېواد د شېنګن په ويزا)، له راتګ وروسته بايد په خپله سيمه کې د بهرنيانو په اداره کې ځان ثبت کړئ. که څوک د ماهر کارګر په توګه جرمني ته راځي، ښايي ويزه ژر ورکړل شي (nach § 81 a AufenthG). د دې کار لپاره بايد ستاسې راتلونکی کار درکوونکی له اوسلنډربېهورده څخه د ګړندۍ ويزا د پروسې (beschleunigtes Visumverfahren) غوښتنه وکړي.

که جرمني ته د راتګ لپاره ويزې ته اړتيا نه لرئ، له راتګ وروسته د خپلې سيمې له اوسلنډربېهورده سره اړيکه ونیسئ او اړين سندونه وروړئ.

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې ترلاسه کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د اوږدمهاله ويزې (Nationales Visum) ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده. د حرفوي زده‌کړو ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد تيار کړئ:

 

-        د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ قرارداد او يا د اوسبيلډونګ لپاره يو تضميني وړانديز.

-        د ژوند د چارو د تمويل ثبوت. که خپله کافي پیسې نه لرئ، يو بل کس کولای شي ستاسې يو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.

-        د جرمني ژبې د زدکړې د مهارت سند. په عموم‍ي توګه د حرفوي زده‌کړو لپاره بايد د B1 سند ولرئ.

يادونه: دا فرصت لرئ چې په جرمني کې د ژبې سند ترلاسه کړئ. که د جرمني ژبې د زده‌کړې په ويزه جرمني ته راشئ، کولی شئ په جرمني کې د ژبې کورس ته ولاړ شئ (§ 16f Abs. 1 AufenthG).

که يو څوک په دوه‌ګوني اوسبليډونګ (duale Ausbildung ) کې ګډون کول غواړي، د اصولو له مخې د کار فدرالي ادراه (Bundesagentur für Arbeit) هم بايد دا ګډون تاييد کړي. دا چې دې کسانو ته د استوګنې اجازه ورکول کيږي او که نه، له نورو هغو غوښتونکو سره اړه لري چې لېوالتيا لري دا پوسټ ترلاسه کړي. په دې برخه کې لومړيتوب د جرمني يا د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو بل اوسېدونکی او يا داسې کس ته ورکول کيږي چې د بشري دلايلو له مخې د استوګنې اجازه لري او وغواړي چې دا فرصت ترلاسه کړي. د کار فدرالي اداره د اوسبیلډونګ د پوسټونو د غوښتونکو تر منځ د لومړيتوبونو د ارزولو مسؤوليت لري. په سيمه کې د جرمني سفارتونه د جرمني د کار ادارو د نورو غوښتونکو په اړه خبر ورکوي. تاسې اړ نه ياست چې دا کار خپله وکړئ.

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه زيات وخت د يوه تر دوو کالو لپاره وي خو که څوک پروګرام په ټاکل شوي وخت کې بشپړ نه کړای شي، دا موده غځول کيږي. د دې اجازې درلودلو پر مهال په اونۍ کې لس ساعته په کومه دنده کار هم کولای شئ. د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې دا موده شل ساعته شوې ده. اضافي دنده ښايي هر څه وي او مهمه نه ده چې له مسلک سره مو تړلې وي.

له فراغت وروسته څه کولای شم؟

که غواړئ د حرفوي زدکړو له پای ته رسولو وروسته په جرمني کې پاته شئ،کولای شئ د دندې په لټه کسانو او يا هم د ماهرو کارکوونکو په توګه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د کار د لټون ويزه) او (د ماهرو کسانو لپاره ويزه) کې لوستلای شئ.

که په اوسبيلډونګ کې ناکام شم او يا يې پرېږدم، څه پيښيږي؟

که څوک د حرفوي زده‌کړو په دوران کې ناکام شي او يا يې خپله پرېږدي، ښايي د استوګنې اجازه بېرته ترې واخستل شي. که د اوسبيلډونګ پرېښول ستاسې پر غاړه نه وي او د کومې بلې ستونزې له کبله پاته شي، تر ۶ مياشتو وخت درکول کيږي څو بل اوسبيلډونګ ومومئ. که له کوم توجیه کېدونکي دليل پرته زده‌کړه پرېږدئ، د استوګنې اجازه درڅخه اخستل کيږي. که د کوم بل دليل له کبله منفک شئ، د بېلګې په توګه که اړوند شرکت خپل کارکوونکي کمول وغواړئ، بيا ۶ مياشتې وخت درکول کيږي څو بل اوسبيلدونګ ومومئ.

کولی شم د اوسبيلډونګ ځای یا څانګه بدله کړم؟

هو، دا کار د (nach § 16 a Abs. 1 S. 2 neue Fassung) له مخې ممکن دی او هدف يې په دې برخه کې اساني ده. البته له بدلون وړاندې بايد له اوسلنډربېهورده سره خبرې وکړئ او د هغوی موافقه ترلاسه کړئ. په ياد مو وي چې د تخصصي پخوونکي (Spezialitätenkoch) د اوسبيلډونګ په څېر د ځينو ځانګړو اوسبيلډونګونو د بدلون لپاره بېل قوانين پلي کيږي (nach § 19 c Abs. 1 AufenthG i.V.m. BeschV).

يادونه: د اوسبيلډونګ ترسره کولو پر مهال د استوګنې قانون د نهمې مادې (§ 9 AufenthG) له مخې د دايمي استوګنې اجازې غوښتنه نه شئ کولای. يوه استثنا شته: که له اوسبيلډونګ وړاندې مو د مسلکي ماهر کس (§§ 18a, b AufenthG) په توګه کار کړی وي، کولی  شئ د اوسبيلډونګ پر مهال هم د استوګنې دايمي اجازې غوښتنه وکړئ (§ 16 a Abs. 1 S. 3). البته د دې کار لپاره بايد اړين شرطونه پوره کړئ.

مهم

په جرمني کې د حرفوي‌ زده‌کړو په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) او (دوه‌ګونی اوسبيلډونګ) کې لوستلای شئ.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: