د کورنيو د ملاتړ لپاره د ماليې په راټولولو کې ځينې تخفيفونه په پام کې نيول کيږي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
- د والدينو پیسې (Elterngeld): که د ماشوم له زېږېدو وروسته وغواړئ چې د خپل کار ساعتونه راکم کړئ؛ دولت به مو د والدينو د پیسو له لارې مرسته وکړي. د دې پیسو اندازه ستاسې له عايد سره اړه لري. تاسې کولای شئ د ماليې د کلاس يا درجې په بدلولو سره د دې پیسو اندازه لوړه کړئ. د واده شوې جوړې په توګه بايد د ماشوم له زېږېدو وړاندې د ماليې په اړه ځانونه پوه کړئ. هغه جوړې چې د ماشوم په رخصتۍ (Babypause) ځي؛ د اصولو له مخې بايد د ماليې دريم کلاس غوره کړي. د کلاس يا درجې بدلولو لپاره بايد چټک ګام پورته کړئ او لږ تر لږه د رخصتۍ له پيل ۷ مياشتې وړاندې يې غوښتنه وکړئ. په دې اړه زيات مالومات پر (Stiftung Warentest) وېبسایټ موندلای شئ. که د والدرينو پیسې يا الټرنګېلډ له ماليې خلاصې هم وي؛ بايد د ماليې د ددرجې په محاسبه کې يې ورزياتې کړئ.
- د ماشومانو پیسې (Kindergeld) د ماشومانو تخصيص (Freibeträge für Kinder): ټول ميندې او پلرونه د ماشومانو لپاره لږ تر لږه ۲۱۹ يورو ترلاسه کوي. د لږ عايد لرونکي کولای شي له دې پرته د (Kinderzuschlag) په نوم د اضافي مرستې غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات د کار ادارې پر وېبسایټ لوستلای شئ. همدا شان د ماشومانو د تخصيص په نوم مرسته هم ترلاسه کېدای شي. البته يو څوک يوازې د ماشومانو پیسې او يا د ماشومانو تخصيص ترلاسه کولای شي. په يوه وخت کې دواړه نه ورکول کيږي. د ماليې د حسابونو د تصفيه کولو پر مهال د هر ماشوم لپاره اړوند فورمه ډکه کړئ. وروسته به د ماليې اداره خپله محاسبه کړي چې ستاسې لپاره کوم ترکيب غوره دی.
- د پالنې لګښتونه/د زدهکړو لکښتونه (Betreuungskosten/Ausbildungskosten): دولت تاسې ته د ماشومانو د پالنې لګښتونه (Kinderbetreuungskosten) هم درکوي. تاسې کولای شئ دوه پر درې برخه دا لګښتونه د ځانګړو لګښتونو په توګه د خپلې ماليې له حسابونو کم کړئ. د دې تر څنګ کولای شئ د خپل ماشوم د ساتنې او روزنې يا زدکړو لګښتونه هم د استثنايي مالي لګښتونو (Außergewöhnliche Belastungen) په توګه له ماليې څخه کم کړئ. که ستاسې لوی بچيان ستاسې سره نه اوسيږي؛ بايد د حرفوي زدهکړو پر مهال يې له ځانګړو اړتياوو ځان خبر کړئ.
- د يوازې مور يا پلار لپاره مرسته (Entlastungsbetrag für Alleinerziehende): که څوک په يوازې ځان خپل ماشوم ساتي او د ماشومانو د پیسو (Kindergeld) يا ماشومانو د تخصيص (Kinderfreibetrag) مستحق وي؛ کولای شي د يوازې والدينو لپاره د مرستې (Entlastungsbetrag für Alleinerziehende) غوښتنه هم وکړي.
- Ehegattensplitting: هغه جوړې چې په مدني ملګرتيا (Lebenspartnerschaft) کې سره يوځای شوې وي؛ کولای شي په ګډه د ماليې حسابونه تصفيه کړي. د (Ehegattensplitting) په نوم د حساب تصفيه ښايي هغه وخت ګټوره وي چې له دواړو جوړو يو يې له بل څخه زيات عايد ولري. د دې کار لپاره د ماليې حسابونو د ګډې تصفيې د فورمې پر لومړۍ پاڼه د (Zusammenveranlagung) برخه په نښه کړئ.
- د پالنې ټولټال ونډه (Pflege-Pauschalbetrag): که د خپل چا پالنه کوئ؛ کولای شئ د ماليې لپاره (Pflege-Pauschalbetrag) وکاروئ. د دې مانا دا ده چې تاسې يو ټولټال مقدار پیسې د پالنې د لګښتونو په توګه د ماليې له حسابونو راکمولای شئ.
د کورنيو لپاره د ماليې د سهولتونو په اړه ډېر مالومات پر (Familienportal des Familienministeriums) وېبسایټ موندلای شئ.