منځپانګې ته لاړ شئ

افغانستان – پخواني محلي همکاران

Afghanistan

په ۲۰۲۱ز کال کې چې کله ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نو د جرمني د محلي کارکوونکو امنیت جدي موضوع شوه او د اکثرو کسانو ژوند د طالبانو له راتګ سره تر جدي ګواښ لاندې وو او لا هم دی. ځکه دوی په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو، مرستندویه ادارو او موسسو سره په تېرو شلو کلونو کې همکاري کړې وه.‌ په همدې خاطر جرمني او ځینې نور لویدیځ هېوادونه په دې لټه کې شول چې خپل محلي همکاران له افغانستان څخه خوندي ځای ته انتقال کړي.‌ 

د بېلګې په توګه، د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزرات BMZ په رسمي ویب پاڼه کې راغلي:‌

د جرمني فدرالي حکومت د خپلو پخوانیو بهرنیو همکارانو پر وړاندې خپل مسوولیت مني، په ځانګړې توګه هغوی چې په افغانستان کې له موږ سره همکاري کړې ده.

د جرمني بنسټونو پخواني محلي همکاران د یوې خاصې کړنلارې له مخې جرمني ته راوستل کېږي.‌ که چې دلته راشي هغوی ته د استوګنې اجازه د استوګنې د قانون د ۲۲مې مادې د ۲م بند په اساس ورکول کېږي.‌

یادونه: که د جرمني هېواد د ویزې یا هم د تایید لیک د پیسو په مقابل کې درسره شوې وي،‌ نو دا درغلې ده. دا تاییدلیکونه یوازې د جرمني فدرالي حکومت له خوا ورکول کېږي او ویزې یوازې او یوازې د جرمني د سفارتونو له خوا صادرېږي.‌

مهم: هر هغه ثبوت، انځور یا ویډیو چې تاسو له جرمني پوځیانو سره اخیستیې وي او ستاسو امنیت ته ګواښ پېښولی شي هیله ده چې له ټولنیزو رسنیو څخه یې پاک کړئ.

کله چې په دې اړه باندې نور مالومات راغلل موږ به یې همدلته له تاسو سره شریک کړو.‌د نورو موضوعاتو له د د کډوالو د منلو ایالتي پروګرام Bundesaufnahmeprogramm او له کورنۍ سره د یوه ځای کېدو Family Reunification په اړه بشپړ مالومات زموږ په نورو مالوماتي برخو کې لوستلی شئ.‌ دا ټول مالومات په دري او پښتو ژبه موجود دي. 

په څه باید پوه شم؟‌

پخواني محلي همکاران هغه افغان کارکوونکي دي چې د ۲۰۱۳ز او ۲۰۲۱ز کلونو تر منځ یې په مستقیم ډول د جرمني پوځ Bundeswehr یا هم له جرمني‌دولتي ادارو سره په افغانستان کې کار کړئ وي.‌

په عمومي ډول د لاندې ادارو کارکوونکي پکې شامل دي:‌

  • د جرمني د نړیوالې همکارۍ اداره  (GIZ)
  • د جرمني پرمختیایي بانک  (KfW)
  • د شخصي سکتور د پراختیا پروګرام  (PCP)
  • د جرمني سیاسي بنسټونه
  • او د جرمني غیر دولتي مؤسسو (NGOs) کارکوونکي

په دې کې ژباړونکي، د لوجستیکي او تخنیکي برخو کارکوونکي شامل دي.

    د افغان محلي همکارانو لپاره جرمني ته د راتګ بهیر ډېر پېچلی دی او په ګڼو عواملو پورې تړلی دی. ځینې له افغانستان څخه راووتل او ځینې یې رد شول په داسې حال کې چې اکثره رد شوي کسان د GIZ  له خوا له خطر سره مخ بلل شوي وو، خو بیا هم ورته له افغانستان څخه د وتلو زمینه برابره نه شوه.‌

    په ۲۰۲۱ز کال کې د تخلیې په لومړیو وختونو کې له دغه پروسې څخه په پراخه کچه سیاسي ملاتړ وشو او د محلي همکارانو تر څنګ د نورو کسانو د راوستلو زمینه هم برابره شوه، چې به افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ و. خو د وخت په تېرېدو د سیاسي او ټولنیزې اوضاع په بدلون سره ټوله پروسه ورو او اغېزمنه شوه.‌

    د دې خنډونو عمده لاملونه دا دي:

    1. اداري خنډونه:
    2. امنیتي وضعیت:
    3. ردېدل:
    4. د چمتووالی نه درلودل:
    5. سیاسي بدلون:

    د جرمني ادارو سره د کار د ثبوت وړاندې کول ستونزمن کار و او همدارنګه ډېرو بیروکراټیکي پروسو د خلکو په راتلو کې خنډونه جوړ کړل، په ځانګړې توګه هغه وخت چې طالبان پر کابل حاکم شول. 

    د افغانستان د پخواني حکومت ناڅاپي سقوط او د تخلیې په جریان کې ګډوډي. د کابل هوایي ډګر ته د ډېرو محلي کارکوونکي نه رسېدنه د دې سبب شوه چې ځینې کسان په افغانستان کې پاتې شول.‌

    د غوښتنلیکونو ردېدل ځکه چې ځینو کسانو ټول شرایط نه و پوره کړي او یا هم سیاسي دلایل د دې ردېدو سبب شول.‌

    د جرمني ادارو په ناڅاپي توګه ډېر زیات غوښتنلیکونه تر لاسه کړل چې دوی هم تر جدي فشار لاندې وو او اکثره پروسې روښانه او پر وخت نه وې.‌

    د کډوالۍ په اړه د ولس او سیاسي فکر بدل شو. په رسنیو کې منفي تبلیغات وشول چې لامل یې ځینې جرمونه چې په جرمني کې دننه کډوالو تر سره کړل.‌

    دا پورتني دلایل د دې سبب شول چې ګڼ شمېر محلي همکارانو ته له افغانستان څخه د راوتلو چانس برابر نه شو.

      د جرمني د بهرنیو چارو وزات د مالوماتو له مخې د ۲۰۲۵ز کال تر جنوري میاشتې ۲۰۶۰۰ څخه محلي همکاران او د دوی د کورنیو غړي جرمني ته راوستل شوي دي. 

      د بېلګې په توګه،‌ د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت BMZ  وایي چې د دوی ۲۷۰۰ محلي همکاران جرمني ته راوستل شوي دي، چې د ټولو شمېر د کورنیو له غړیو سره ۱۲۵۰۰ کسان کېږي.

        هو، لا هم په افغانستان کې داسې کسان بند پاتې دي چې په افغانستان کې له جرمني ادارو سره کار کړئ دی او ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی.‌که څه هم د جرمني حکومت یې اکثره خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي خو په د راتګ کومه وعده چې ورسره شوې وه، لا نه ده عملي شوې. ځینې یې هم تایید لیک ته په تمه دي.‌

        کله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګیست میاشت کې په افغانستان باندې طالبان حاکم شول د ډېری محلي همکاران ژوند له جدي ګواښ سره مخ شو دوی ته دا ویل شوي وو، هر چا چې په افغانستان کې له جرمني ادارو سره کار کړي دی باید له هماغه ادارې سره اړیکه ونیسي او بیا یې باید هغوی موږ ته را معرفي کړي دا چې په افغانستان کې نورې هغه ادارې فعالې نه وي نو ځینو محلي همکارانو ته دا سخته وه، چې له هغوی سره اړیکه تینګه کړي. 

        سربېره پر دې ځینې کسانو په افغانستان کې له جرمني ادارو سره د قراردادي کارکوونکو په توګه کار کړئ و، چې دغه ډول کسانو ته لا ستونزمنه وه، چې له لومړی لاس ادارو سره یې اړیکه ټینګه کړي. د دغه قراردادي کسان هم له جرمني ادارو سره د کار له امله ژوند له ګواښ سره مخ و، اما متاسفانه د خوندیتوب لپاره هېڅ ډول حقوقي لاره نه لري. 

        وضعیت لا هم د اندېښنې وړ او پېچلی دی، ډېری هغه محلي همکاران چې په افغانستان کې پاتې دي ځانونه یوازې او هېر شوي احساسوي.‌ دوی په دې باور دي چې جرمني حکومت له ټولو هغو کسانو سره لازمه مرسته نه ده کړې چې مرستې ته یې اړتیا درلوده. لا هم د ډېرو اغېزمو کسانو، سیاستوالو او مدني ټولنو له خوا په حکومت فشار دی، چې جرمني حکومت باید پر خپلو کړیو ژمنو ودرېږي او نور کسان هم له افغانستان څخه خوندي ځایونو ته انتقال کړي.‌

          هو. هغه کسانو چې په افغانستان کې له کوم جرمني بنسټ سره لکه GIZ، د جرمني پوځ سره کار کړئ وي له خپلو پخوانیو جرمني همکارانو سره دې اړیکه ونیسي او له خطر سره د مخ Gefährdungsanzeige راپور دې ورکړي. دا راپور په دې مانا دی، چې تاسو باید هغوی ته دا واضح کړئ چې ستاسو ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ دی او غواړئ له خپلې کورنۍ سره جرمني ته ولاړ شئ.‌

          یادونه: یوازې د کورنۍ اصلي غړي مو له تاسو سره یو ځای راتللی شي. چې په لاندې ډول دي: 

          • میړه یا ښځه
          • هغه ماشوم چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وي.
          • په استثنایي حالتونو کې ممکن هغه اولادونه هم درسره راولي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو ډېر وي.‌

          که د خپلو پخوانیو همکارانو ایمیل مو نه لرئ نو دلته د مهمو جرمني ادارو د ایمیلونه دي چې کولی شئ‌ اړیکه ورسره ونیسئ.  

          • د بهرنیو چارو وزارت (Auswärtiges Amt):
            okv@kabu.auswaertiges-amt.de
          • د GIZ اداره:
            okv-afghanistan@giz.de
          • د اقتصادي پراختیا او همکارۍ وزارت (BMZ):
            okv@bmz.bund.de
          • د دفاع وزارت / آلماني پوځ (Bundeswehr):
            RSMESEinsWVStOKV@bundeswehr.org

          د خطر راپور (Gefährdungsanzeige) کې باید دا مالومات شامل کړئ:

          1. د ټولو کسانو بشپړ نومونه
          2. د زیږون نېټې
          3. د پاسپورت شمېرې
          4. تابعیت، جنسیت،‌ هېواد
          5. ایمیل ادرس او یا د اړیکې شمېره

          مهمه یادونه: 

          هغو کسانو چې له جرمني پوځ Bundeswehr سره یې په افغانستان کې کار کړئ باید لاندې مالومات هم برابر کړي: 

          1. ستاسو د ثبت شمېره بڼه یې دا ډول 91-xx-xx-xxx وي.
          2. د کار قرارداد او له د کار د ختمېدو سند
          3. د پاسپورټ او تذکرې کاپي
          4. د استوګنې اوسنی ځای
          5. د اړیکې شمېره او ایمیل 

          سربېره پر دې دا هم باید ولیکئ: 

          • چېرته او کله مو کار کړئ؟
          • تاسو او کورنۍ مو څه ډول له خطر سره مخ ده؟ 

            ستاسو پخوانی رئیس لا هم مکلف دی چې ستاسو دوسیه وڅېړي، که تاسو د خطر راپور وړاندې کړئ نو غوښتنه به مو وڅېړل شي. 

            که چېرې په شرایطو برابر یاست او ټول اسنادونه مو تایید شي ځواب به درکړل شي خو دا یوه اوږ مهال پروسه ده. که چېرې بیا هم ځواب تر لاسه نه کړئ بیا مو هم باید له پخواني رییس سره په اړیکه کې شئ. 

            یادونه: یوازې هغه کسان تایید لیک تر لاسه کوي چې له ۲۰۱۳ز کال وروسته یې له جرمني ادارو سره په افغانستان کې کار کړئ وي.‌

            د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له بهرني قراردادي شرکت سره په ګډه کار کوي، تر څو لا هم له پخوانیو محلي همکارانو سره په اړیکه کې شي هغوی چې د خطر راپورونه وړاندې دي د @threatno.org برښنالیک او ډومین څخه به اړیکه درسره ونیول شي او دوی مسوولیت لري چې ستاسو ټول مالومات و ارزوي او اسناد مو راټول کړي.‌

            کله چې د جرمني حکومت له خوا تایید لیک تر لاسه کړئ بیا کولی شئ‌ د ویزې غوښتنه وکړئ. 

            یادونه: د وېزې پروسیس یوازې په اسلام اباد کې ممکن دی.‌

            که په ټولو شرایطو برابر یاست او لا مو هم ځواب نه وي تر لاسه کړئ د کډوالۍ او پناه غوښتنې په برخه کې له یوه متخصص وکیل سره مشوره وکړئ. دا خدمتونه وړیا نه دي. تاسو کولی د وکیل د موندلو لپاره زموږ سیمه ییز لټون ماشین څخه کار واخلی. د وکیل د لټون لپاره لاندې کلمې په سرچ کې په انګلیسي یا جرمني ژبه ولیکئ:

            • د کډوالۍ قانون
            • د پناه غوښتنې قانو
            • حقوقي مشوره
            • د د استوګنې د اجازې قانون
            • پناه غوښتنه

              که تاسو له ۲۰۱۳ز کال څخه مخکې له کومې جرمني ادارې یا هم بنسټ سره په افغانستان کې کار کړئ وي له خپل پخواني رییس سره اړیکه او د خطر راپور ورکړئ. خو متاسفانه ستاسو د قبلېدو امکان ډېر دی. ځکه جرمني حکومت مخکې له مخکې ویلي دي چې دا مهال یوازې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې له ۲۰۱۳ز کال وروسته یې له جرمني بنسټونو سره کار کړئ وي. 

                که تاسو له مستقیم له جرمني بنسټ یا هم کومې ادارې سره کار نه وي کړئ د یوه قرارداي شرکت سره مو کار کړئ وي چې قرارداد یې له جرمني ادارې څخه اخیستی و، نو متاسفانه ستاسو د قبلېدو چانس ډېر کم دی یا هم ناممکن دی. د موجوده مالوماتو له مخې دا ډول کسان یوازې په ډېرو استثنایي حالتو کې د جرمني هېواد تایید لیک تر لاسه کولی شي.‌خو که بیا هم غواړئ یوه هڅه وکړئ له هماغه ادارې سره اړیکه ونیسئ یوازې هغوی کولی شي په دې برخه کې درسره مرسته وکړي.‌

                  که تاسو اوس په جرمني کې یاست، تازه تایید لیک نه شئ‌ اخیستی. خو تاسو کولی شئ له کورنۍ سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړئ په اړه لا ډېر مالومات زموږ افغانستان – د کورنۍ له غړیو سره یو ځای کېدل په برخه کې ولولئ.‌

                    هو، که تاسو د جرمني محلي کارکوونکی یاست او اوس په جرمني کې ژوند کوئ او خپلې تجربې مو په افغانستان کې له پاتې محلي همکارانو سره شریکې کړي له Patenschaftsnetzwerk Ortskräfte e. V. ادارې سره په اړیکه کې شئ.‌

                    دا اداره په ټولو فدرالي ایالتونو کې فعالیت لري او د پخوانیو همکارانو تر منځ‌د تجربو شریکولو زمینه برابروي.‌ همدارنګه دا اداره په لاندې برخو کې هم ستاسو ملاتړ کوي:‌

                    • د استوګنې د اجازې په برخه کې
                    • د کار موندل
                    • په جرمني کې ادغام او ټولنیز ژوند 

                      په فورم کې زموږ ټولنه

                      هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                      فورم ته دوام ورکړئ

                      ځای پر ځای ملاتړ

                      د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                      سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                      یو پروژه د
                      • medienmacher
                      • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                      • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                      • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                      تميلوونکي:
                      • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو