د ماشومانو او نویو ځوانانو خونديتوب

Das Bild zeigt einen Vater und seinen kleinen Sohn. Der Sohn steht hinter dem Vater.
اوسمهالیز 20.06.2023

ماشومان د څه شي اجازه لري؟

په جرمني کې تر ۱۴ کالونو عمر لرونکو کسانو ته ماشومان (Kinder) او له ۱۴ تر ۱۸ کالونو د عمر لرونکو کسانو ته نوي ځوانان (Jugendliche) ويل کيږي او د خونديتوب لپاره يې ځانګړي تدابير په پام کې نيول کيږي. د بېلګې په توګه، له الکولو او نشه‌يي توکو څخه د دوی لرې ساتل او يا هم بارونو او کلبونو ته له تللو څخه د دوی راګرځول يادولای شو. د دې تر څنګ د ويډيوګانو کتلو او ګېمونو کارولو پر وړاندې هم ځينې محدوديتونه شته. د دې ډول تدابيرو په اړه بشپړ مالومات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب قانون لري او پر (Jugendschutzgesetz) يې موندلای شئ.

د ماشومانو د خونديتوب قانون له مخې په کومو کړنو بنديز دی؟

ماشومان او نوي ځوانان د سګرټو او نورو شيانو څښولو اجازه لري؟

نه. ماشومان او نوي ځوانان د سګرټو او چلم په شان د تمباکو اړوند توليداتو، قیلون، برېښنايي سګرټو او نورو ورته شيانو پېرلو او څښولو اجازه نه لري. دوی حتا نه شي کولای د مشرانو لپاره دا توکي وپېري. دوی اجازه نه لري چې قیلون‌ځايونو او دې ته ورته ځايونو ته ورشي. د دې بنديزونو اړوند مقررات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب په قانون کې روښانه شوي دي.

ماشومان او نوي ځوانان د الکولو څښلو اجازه لري؟

د الکولو  څښلو اجازه ستاسې له عمر سره اړه لري. د دې بنديزونو اړوند مقررات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب په قانون کې روښانه شوي دي:

 

-        له ۱۴ کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان د الکولو څښلو او پېرودلو اجازه نه لري.

-        د ۱۴ او ۱۵ کالونو عمر لرونکي نوي ځوانان کولای شي د خپلو ميندو او پلرونو يا سرپرستانو په موجوديت کې او د هغوی په اجازه بير، واين يا زېکت وچشي. له دې پرته ځواکمن نشه‌يي څښاک منع دی.

-        د ۱۶ کالونو يا زيات عمر لرونکي نوي ځوانان کولای شي بير، واين او زېکت وپېري او اوڅښي. د نورو الکولي توکو کارول د دوی لپاره هم منع دي.

-        له ۱۸ کلنۍ سره سم اړوند کسان لويان ګڼل کيږي او له هغه وروسته د هر ډول الکولي څښاک کارولو اجازه لري.

ماشومان او نوي ځوانان بارونو او کلبونو ته تلای شي؟

بارونو او کلبونو ته تګ هم له عمر سره اړه لري. په دې اړوند مقررات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب په قانون کې روښانه شوي دي:

-        له ۱۶ کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان يوازې هغه مهال بار ته تلای شي چې يو بل لوی کس ورسره وي. له دوی سره بايد د خپلو ميندو او پلرونو يا سرپرست په شان څوک ملګري وي. دوی همدا شان کولای شي د ماښام له ۵ بيا د شپې تر ۱۱ بجو یوازې هم رستورانت یا قهوه‌ځايونو ته ولاړ شي او هلته یو څه وخوري يا وڅښي.

-        د ۱۶ کالونو يا زيات عمر لرونکي نوي ځوانان کولای شي بارونو او کلبونو ته ولاړ شي او هلته د شپې تر ۱۲ بجو پاته شي.

-        له ۱۸ کلنۍ سره سم اړوند کسان لويان ګڼل کيږي او له هغه وروسته هر ځای ته د تګ اجازه لري.

په لويو ښارونو کې د ماشومانو ډيسکو (Kinderdiscos) يا د نویو ځوانانو ډيسکوګانې (Jugenddiscos) هم شته. دا ډول ځايونه د ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره ځانګړي شوي دي او دوی کولای شي هلته په ګډه نڅا وکړي‌ او له نورو همزولو سره سات تېر کړي. ښوونځي هم ځينې وخت دا ډول مېلې برابروي خو په داسې ځايونو کې تل لويان پر دوی پام کوي او د الکولو څښل پکې منعه دي.

ماشومان او نوي ځوانان يوازې سينما ته تلای شي؟

سينما ته د ماشومانو د تګ لپاره هم ځانګړي مقررات شته. له مور او پلار يا بل سرپرست پرته سينما ته د ماشومانو د تګ اجازه هم د دوی له عمر سره اړه لري:

-        له ۱۴ کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان سينما ته تلای شي خو هلته د شپې له اته بجو وروسته د پاته کېدلو اجازه نه لري.

-        له ۱۴ تر ۱۶ کالونو د عمر لرونکي ماشومان سينما ته تلای شي خو هلته د شپې له لس بجو وروسته د پاته کېدلو اجازه نه لري.

-        شپاړلس کلن او له هغه د زيات عمر ماشومان کولای شي سينما ته ولاړ شي او هلته د شپې تر ۱۲ بجو پاته شي.

 

ماشومان او نوي ځوانان يوازې د هغو فلمونو د ليدلو اجازه لري چې د دوی د عمر لپاره برابر وي. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.

د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره د وړ فلمونو او ګېمونو کوم مقررات شته؟

فلمونه او ګېمونه د عمر له مخې برابريږي. ماشومان او نوي ځوانان يوازې هغه فلمونه ليدلای او هغه ګېمونه کولای شي چې د دوی د عمر لپاره تاييد شوي وي. دا چې فلم يا ګېم د کوم عمر کسانو لپاره دی، د هماغه فلم يا ګېم په پوښ او يا د سينما په اعلانونو کې ليدلای شئ. د فلمونو د رضاکارانه کنټرول بنسټ (Freiwillige Selbstkontrolle der Filmwirtschaft) د بېلابېلو عمرونو لرونکو کسانو لپاره د فلمونو او ګېمونو د تاييد مسؤوليت لري. دا اداره د فلمونو او ويډيوګانو صحنې تر نظر تېروي او بيا پرېکړه کوي چې هغه د کوم عمر لرونکو کسانو لپاره وړ دي. دوی د دې کار لپاره ۵ رتبې لري: لومړۍ رتبه (FSK ab 0)، بيا (FSK ab 6)، (FSK ab 12)، (FSK ab 16) او وروستۍ رتبه (FSK ab 18) ده. په دې رتبو کې شمېره د هغو کسانو د لږ تر لږه عمر څرګندوونکې ده چې غواړي اړوند فلم وګوري او يا ګېم وکاروي. د بېلګې په توګه (FSK ab 12) په دې مانا ده چې له ۱۲ کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان د دې فلم يا ګېم د کتلو اجازه نه لري.

ماشومان او نوي ځوانان د کار کولو اجازه لري؟

د ډېرو ماشومانو او نويو ځوانانو خوښيږي چې يوه وړه دنده ولري او يو څه‌ پیسې ترلاسه کړي. په جرمني کې د ماشومانو د کار په اړه ځانګړي قوانين پلي کيږي چې د ځوانانو او ماشومانو د کار خونديتوب قوانين نوميږي. په عمومي ډول لاندې قوانين پلي کيږي:

 

-        له ۱۳ کالونو ټيت ماشومان د کار کولو اجازه نه لري. البته د کور له غړو يا ګاونډيانو سره په کارونو کې مرسته کول استثنا دي.

-        د ۱۳ او ۱۵ کالونو تر منځ عمر لرونکي ماشومان په ورځ کې د ۲ ساعته اسانه کار اجازه لري خو په دې شرط چې مور او پلار يې موافق وي او کار يې د ښوونځي درسونو يا روغتيا ته خنډ جوړ نه کړي. استثنا: د دې عمر ماشومان اجازه لري چې په ځمکو او باغونو کې د ورځې تر ۳ ساعتونو کار وکړي.

-        له ۱۶ کالونو پورته ښوونځي ته تلونکي ماشومان او نوي ځوانان کولای شي په کال کې تر ۴ اونيو پورې کار وکړي. د دوی لپاره هم د مور او پلار موافقه شرط ده. دوی کولای شي په رخصتيو کې يو څو اونۍ يا هم په ورځني ډول يو څو ساعته کار وکړي.

-        له ۱۶ کالونو پورته عمر لرونکي کسان چې ښوونځي ته نه ځي، کولای شي هره اونۍ د پينځو ورځو لپاره او هره ورځ تر اتو ساعتونو کار وکړي.

هغه کارورکوونکي چې دا قوانين مراعات نه کړي، جريمه کيږي.

مهم

که ماشوم مو سګرټ څښوي، الکول څښي او يا کوم بل داسې کار کوي چې له عمر سره يې برابر نه وي، هڅه وکړئ چې لومړی يوازې له دوی سره خبرې وکړئ. په داسې حالت کې ارام واوسئ او واقعيتونو ته پام وکړئ. دوی ته د روږدتيا او ناروغۍ په شان د منفي پايلو په اړه خبرې وکړئ، څو وکړائ شئ له دې کړنو يې راوګرځوئ. تاسې کولای شئ د ځوانو مهاجرو د خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) له څانګو څخه په دې اړه مشوره هم ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماشومانو پالنه) کې هم لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: