په جرمني کې د ماشومانو پالنه

اوسمهالیز 11.12.2023

څوک له والدينو سره د ماشومانو په پالنه کې مرسته کوي؟

ميندې او پلرونه يوازې د ماشومانو د لويولو دنده نه لري، بلکې د هغوی د روزنې او پالنې دنده هم پر غاړه لري. دا چې خپل اولادونه څه ډول روزئ، ټاکنه ستاسې په لاس کې ده. په ډېرو کورنيو کې له ماشومانو او ځوانانو سره جنجالونه او دعوې د ورځني ژوند برخه وي. په ورځني ژوند، وړکتون او ښوونځيو کې د ماشومانو غوښتنې زياتې وي او دوی ډېر وخت له فشار او سټرېس سره مخ کيږي.

آیا ماشوم مو ټوله شپه ژاړي؟ ماشوم مو ملګري نه شي موندلای؟ نوي ځوان شوي بچيان نور ستاسې خبرو ته غوږ نه ږدي او د شپې ډېر ناوخته کور ته راځي؟ ماشوم مو ډېر وخت شخړې کوي او په خپله کوټه کې يوازې پاته کيږي؟ ماشوم مو ټول وخت له کمپيوټر او موبایل سره تېروي؟ ماشوم مو په ښوونځي کې او يا له پوليسو سره جنجال کړی دی؟...اندېښنه مه کوئ. تاسې له خپلو ستونزو سره یوازې نه ياست. په جرمني کې د مشورتي ادارو او مرستندويو بنسټونو يوه پراخه شبکه د ماشومانو په روزنه او پالنه کې له والدينو سره مرسته کوي.

مهم: په جرمني کې څوک د ماشومانو د وهلو او رټلو اجازه نه لري. د مدني قانون د ۱۶۳۱ بند له مخې ماشومانو ته بدني يا روحي سزا او شکنجه ورکول منعه دي. په دې بنديز کې د بېلګې په شان په څپېړه وهل، نتل، بندي کول، له وېښتو کشول، پوستکی چيچل، غاښ لګول، تهديدول او دې ته ورته نورې ناوړه کارونه شامل دي. که يوګندامت د وړکتون، ګاونډيانو يا ښوونځي له لارې په دې کړنو خبر شي، قانوني ګامونه به واخلي او په دې اړه به پلټنې وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ځوانانو او ماشومانو اداره يا يوګندامت) کې لوستلای شئ.

له کوم ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د ميندو او پلرونو لپاره بېړنۍ شمېره

د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته وړيا او په ناپېژانده توګه زنګ وهلای او د ماشومانو د پالنې په اړه ترې پوښتنې کولای شئ. تاسې کولای شئ د دې ادارې مامورينو ته د خپلو ستونزو او اندېښنو په اړه ووايئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. د دوی شمېرې (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ته هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو زنګ وهلای او په انګليسي او جرمني ژبو خپله ستونزه شريکولای شئ. همدا شان (fraguns@elternhotline.de) پتې ته په جرمني، انګليسي، فارسي او نورو ګڼو ژبو برېښناليک لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسې ته په ۲۴ ساعتونو کې ځواب درکړي.

مخکې له مخکې مرسته

ځوان ميندې او پلرونه د مخکې له مخکې مرستې (Frühen Hilfen) په وسیله وړيا مشوره او مرسته ترلاسه کولای شئ. د ماشومانو د پالنې لپاره دا ډول مرسته له امېدوارۍ نيولې بيا د ماشوم تر ۳ کلنۍ پورې کيږي. که د ماشومانو په روزنه او پالنه کې له ستونزو سره مخ ياست او يا غواړئ د هغوی د پالنې لپاره مشوره ترلاسه کړئ، په خپله سيمه کې د مخکې له مخکې مرستې ادارو له يوې څانګې سره اړيکه ونيسئ. دوی په بېلابېلو برخو  کې ستاسې مرسته کوي. د بېلګې په توګه ښايي يوه کورنۍ پالندويه (هېباما) ستاسې کور ته د مشورو درکولو لپاره راشي او يا تاسې له نورو کورنيو سره يوځای د ميندو او پلرونو مشورتي مرکزونو ته دعوت شئ. دا ټول ټولې مرستې وړيا دي.

په مشورتي مرکزونو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سلا ترلاسه کولای شئ. د مخکې له مخکې مرستې ادارو يوه څانګه پر (elternsein.info) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم: ځينې ماشومان ډېر ژاړي. ځينې ميندې او پلرونه په دې اړه ډېر اندېښمن وي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ یاست، کولای شئ د ژړا امبولانس (Schreiambulanz) په نوم له ادارې سره اړيکه ونيسئ. دا اداره د ډېرو ژړېدونکو ماشومانو له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي. پر (Nationalen Zentrums Frühe Hilfen) وېبسایټ د ژړا د امبولانس يوه نږدې څانګه موندلای شئ.

د کورنيو او پالندويانو مشورتي مرکزونه

د کورنيو او پالندويانو مشورتي مرکزونه د هر عمر ماشومانو له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي. که د خپل ماشوم په پاللو کې له ستونزو سره مخ ياست، کولای شئ هر وخت د کورنيو او پالندويانو له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. پر (bke.de) وېبسایټ د دې ادارو يوه تر ټولو نږدې څانګه موندلای شئ. د کورنيو او پالندويانو د مشورتي مرکزونو مرسته او مشوره وړيا ده.

د کډوالو والدينو لپاره د والدينو ناستې

له ۵ کالونو د ټيټو ماشومانو د ميندو او پلرونو لپاره ځانګړي کورسونه (Elterntreffen) هم شته. په دې کورسونو د ماشومانو د ميندو او پلرونو ته د ماشومانو د روزنې په موده کې له ذهني فشار او سټرس سره د مقابلې او ماشومانو د پاللو لارې چارې ورښوول کيږي. هلته له نورو والدينو سره هم خبرې اترې کولای او خپلې تجربې شريکولای شئ. دا کورسونه ښايي په ګڼو ژبو وي او په برلين، بن، کوتبوس، فیورستنوالده، اېرفورت، لایپزيک، منهایم، پاينه او پوتسدام کې شته. دا کورسونه وړيا دي او د کورس پر مهال مو ماشومان هم درته ساتل کيږي. د دې کورسونو پتې او نور مالومات پر (rescue.org) وېبسایټ موندلای شئ.

د والدينو ناستې

په کابو ټولو ګڼ‌مېشته سيمو کې د والدينو ناستې (Eltern-Treffs) يا د مور/پلار-ماشوم ډلې (Mütter/Väter-Kind-Gruppen) شته. هلته له نورو ميندو او پلرونو سره ليدلای کتلای او په ګډو موضوعګانو خبرې کولای شئ. همدا ډول ستاسې ماشومان ښايي هلته له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي او ملګري ومومي. د والدينو د ناستو موندلو لپاره د خپلې سيمې په ټولنيزو يا کلتوري مرکزونو کې پوښتنه وکړئ او يا هم د کورنيو او پالندويۍ په مشورتي مرکزونو کې له اړونده مامورينو پوښتنه وکړئ. پر (bke.de) وېبسایټ د د کورنيو او پالندويانو مشورتي مرکزونو يوه تر ټولو نږدې څانګه موندلای شئ. د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته هم وړيا زنګ وهلای او په دې اړه پوښتنه ترې کولای شئ.

د ماشومانو او ځوانانو مرسته

د ماشومانو او ځوانانو مرسته (Kinder- und Jugendhilfe) له والدينو سره د کورنيو شخړو او جنجالونو په حلولو کې مرسته کوي. هرې ستونزې ته په کتو بېله حللاره غوره کيږي. د بېلګې په توګه ښايي د والدينو کورس ته وروپېژندل شئ او يا د پالنې د روزل شوي سلاکار له لوري مرسته ترلاسه کړئ. دا هم شونې ده چې د کورنيو ستونزو يوه مرستندويه ستاسې کور ته راشي او سلامشوره درکړي. د ماشومانو او ځوانانو مرسته د بېلابېلو ادارو له لوري وړاندې کيږي او د ترلاسه کولول لپاره له خپل اړوند يوګندامت سره اړيکه نيولای شئ. د خپلې سيمې اړوند يوګندامت پر (familienportal.de) وېبسایټ موندلای شئ. دا ډول مرستې وړيا دي او له کورنيو سره د ستونزو په حل کولو کې ډېره مرسته کولای شئ.

له کورنيو سره ټولنيزه-روزنيزه مرسته

ټولنيزه-روزنيزه مرسته (Sozialpädagogische Familienhilfe) د والدينو او د هغوی د ماشومانو لپاره د يوګندامت يو وړيا وړانديز دی. د دې مرسته په وسيله خپل‌منخي او يا له ادارو سره ستونزې حلولای شئ. د دې کار لپاره ځانګړي مرستندويان يا مرستندويانې (Familienhelfer*innen) شته چې د ژوند د سختو حالتونو او ستونزو په حلولو کې تخصص لري. له دې مرستندويانو سره په ګډه د ستونزو د حل لپاره پلان جوړيږي او په ګډه پلی کيږي. په داسې حالت کې مرستندويانې په منظم ډول له تاسې سره ګوري او د ستونزو او حالت په اړه خبرې درسره کوي. که له مرستندويانو سره مو ستونزه حل نه شي، دوی به د هغو ځايونو لټون وکړي، چېرته چې ستاسې ستونزې حلېدای شي. دا ځای ښايي يوه مشورتي اداره او يا د ارواپوهنې اړوند کوم کتنځای وي. کورنۍ مرستندويانې په معمول ډول په جرمني ژبه خبرې کوي او ځينې يې په انګليسي ژبه هم پوهيږي. که تاسې په جرمني ژبه نه پوهېږئ، کولای شئ له ژباړن څخه مرسته وغواړئ. البته غوره ده چې لومړی له يوګندامت څخه د ژباړن د پیسو ورکولو په اړه پوښتنه وکړئ. که ځينو مرستندويانو سره جوړ رانه شئ، کولای شئ د بل مرستندوی غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره له يوګندامت سره اړيکه ونيسئ. يادونه: کورنۍ مرستندويانې يا مرستندويان د کورنيو چارو اړوند مرسته (Haushaltshilfen) نه کوي. د کورنيو چارو مرستندويان د بېلګې په توګه له تاسې سره مرسته کوي چې څه ډول پر يوه وخت د کور او دندې چارې مديريت کړئ.

د کورنيو لپاره ټولنيزه-روزنيزه مرسته د خپلې سيمې له يوګندامت څخه غوښتلای شئ. په شاوخوا کې د يوګندامت اداره پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ موندلای شئ. د غوښتنليک له وړاندې کولو وړاندې ښه ده چې د همدې ادارې له کارکوونکو سره مشوره وکړئ. په ځينو حالتونو کې ښايي يوګندامت خپله د دې مرستې سمبالښت وکړي او دا کار ښايي هغه مهال وشي چې د بېلګې په توګه محکمه يا يوګندامت ته څرګنده شي چې يوه کورنۍ ډېرې ستونزې لري او نه شي کولای خپله يې حل کړي.

يادونه: کورنۍ مرسته تاسې ته د سزا درکولو لپاره نه ده بلکې غواړي له تاسې سره مرسته وکړي څو ژوند مو په ښه توګه تېر شي او ستونزې مو حل شي. که د کورنۍ مرستې ترلاسه کولو سپارښتنه درته وشي، همکاري ورسره وکړئ اوګټه ترې واخلئ. په دې ډول تاسې ثابتوئ چې د خپلو کورنيو ستونزو د حل او حالت د ښه‌والي په لټه کې ياست. د يوګندامت د دندو او مسؤوليتونو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ماشومانو اداره يا يوګندامت) کې لوستلای شئ.

مهم

که له ماشومانو سره ستونزه لرئ او يا د هغوی په پاللو کې سربداله ياست، کولای شئ د خپل ماشوم په وړکتون او يا ښوونځي کې له ښوونکو او روزونکو مرسته وغواړئ. دوی کولای شئ تاسې ټولنيزو کارکوونکو او د ماشومانو تخصصي مشورتي مرکزونو ته معرفي کړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: