د جرمني د موټر چلولو لاېسنس

اوسمهالیز 06.04.2023

څنګه کولای شم په جرمني کې موټر وچلوم؟

په خپلواک ډول او آسانۍ هر ځای ته تګ  راتگ ژوند آسانوي او د دندې په پيدا کولو کې اغېزناک دي. که په داسې لرې پرته سيمه کې اوسئ چې د ټرېن او بس په شان عمومي ترانسپورتي وسايل ونه لري؛ ښايي د موټر چلولو لېسنس ته اړتيا ولرئ. دلته به د جرمني د لېسنس، د خپل هېواد د لېسنس د بدلولو او او لېسنس د ورکېدلو د مخنيوي د لارو چارو په اړه ډېر مالومات ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

آيا زه په جرمني کې د ډرېورۍ اجازه لرم؟

په جرمني کې د موټر چلولو لپاره د اصولو له مخې د جرمني يا اروپايي ټولنې د کوم بل غړي هېواد د ډرېورۍ لايسنس ته اړتيا ده. له دې پرته د درېيمو هېوادونو لایسنس په جرمني کې له ثبت وروسته یوازې د شپږو مياشتو لپاره معتبر دی. دا موده په جرمني کې ستاسې له لومړي ځل ثبتېدلو وروسته پیل کيږي او کولای شئ د لومړيو شپږو مياشتو لپاره د خپل هېواد په لايسنس موټر وچلوئ. په ياد مو وي چې د موټر چلولو پر مهال بايد تل خپل لايسنس او د هغه ژباړل شوې کاپي له ځان سره ولرئ. دا کاپي بايد د يوه معتبر جرمني يا بين‌الملي کلب، ستاسې په هېواد کې د يوې معتبرې سرچينې او يا باوري او تاييد شوي ژباړونکي له لوري ژباړل شوی وي. يو باوري ژباړن پر (bdue.de) وېبسایټ موندلای شئ. د لاندې هېوادونو د لايسنس ژباړلو ته اړتيا نشته: ایسلنډ، ليښتن‌شتاين، ناروې، اندورا، هانک‌کانګ، موناکو، نوی زیلند، سان مارينو، سويس او سنېګال. همدا شان د بين‌المللي لايسنس ژباړلو ته اړتيا نشته.

 

له يادو شوو شپږ مياشتو وروسته بايد خپل لاېسنس په جرمني معادل لاېسنس بدل (Umschreibung) کړئ. د جرمني په لاېسنس د بل هېواد د لاېسنس بدلولو شرايط د هر هېواد لپاره توپير کوي.

که جرمني ته يوازې د ليدو لپاره راځئ؛ کولای شئ د خپل هېواد په لایسنس ډرېوري وکړئ. البته هغه کسان چې د جرمني له قانون سره سم د موټر چلولو عمر ته نه وي رسېدلي؛ دا اجازه نه لري. د خپل لاینسس د اعتبار او نورو ورته موضوعاتو په اړه د ترانسپورت او ډيجيټل زېربنا فدرالي وزارت پر وېبسایټ ډېر مالومات موندلای شئ.

يادونه: د پناغوښتنې د پروسې پر مهال مو د لایسنس په ګډون ټول سندونه له بمف سره پاته کيږي. دا سندونه هغه وخت ترلاسه کولای شئ چې د پنا غوښتنې پروسه مو بشپړه شي. په دې موده کې له لایسنس پرته د موټر چلولو اجازه نه لرئ.

څنګه کولای شم خپل لایسنس په جرمني لايسنس بدل کړم؟

د تبديلۍ د پروسې د‌ پیل لپاره بايد د ډرېورۍ د لېسنس له سيمه‌ييزې ادارې (Fahrerlaubnisbehörde”  يا “Führerscheinstelle) غوښتنه وکړئ. د غوښتنليکونو شمېر او سيمې ته په کتو ښايي د دې ادارې ځواب يو څه وخت ونيسي. د دې کار لپاره د شپږو مياشتو مودې له ختمېدو وړاندې ګام پورته کړئ څو بې‌لېسنسه پاته نه شئ. تاسې کولای شئ د لاېسنس ټولې ادارې په انلاين ډول پر (meldebox.de) وېبسایټ ومومئ.  د لېسنس د بدلولو لپاره بايد په خپله له دې ادارو يوې ته ورشئ او اړوند سندونه له ځان سره يوسئ. دا اداره بيا وروسته پرېکړه کوي چې ستاسې لایسنس له ازموينې پرته بدل کړي او که عملي يا نظري ازموينې يا دواړو ته اړتيا ده.  په يوولسمه ضميمه کې د لست شوو هېوادونو لایسنس په عمومي ډول له ازموينې پرته بدليږي. د افغانستان او نورو ګڼو هېوادونو د لاېسنس درلودونکي بايد د لېسنس د بدلولو لپاره ازموينه ورکړي. له نظري ازموينې وړاندې بايد د ډرېورۍ په يوه رسمي ښوونځي (Fahrschule) کې ځان ثبت کړئ. د عملي تمرين لپاره د ډرېورۍ په ښوونځي کې ګډون جبري نه دی خو ښه به وي چې له ازموينې مخکې د تياري لپاره د څو ساعتونو لپاره د د ښوونځيو د ښوونکو تر نظر لانې موټر وچلول شي.

د لېسنس د بدلولو لپاره کومو اسنادو ته اړتيا ده؟

د لېسنس بدلولو له غوښتنې سره بايد لاندې سندونه هم يوځای وړاندې شي:

·       د پېژندنې کارت يا پاسپورت؛

·       په جرمني کې د ثبتېدلو (Anmeldung) تاييدليک؛

·       د پاسپورت اندازه بايومتريک عکس (biometrisches Passbild)؛

·       د سترګو يا ليد ازموينه (Sehtest) چې د سترګو يوه رسمي ډاکټر له لوري ترسره شوې وي؛

·       د لومړنيو طبي مرستو په کورس کې د ګډون سند. په خپل شاوخوا کې د لومړنيو مرستو يو کورس پر (ASB) يا (Johannitern) وېبسایټونو موندلای شئ.

·       د خپل اصلي هېواد لایسنس چې بايد په جرمني ژبه ژباړل شوی وي. ځينې وخت ښايي ژباړه ونه غوښتل شي؛

·       د خپل اصلي لایسنس د اعتبار د وخت په اړه ليکل شوې روښانتيا.

که غواړئ له A (موټرسایکل) او B (موټر) پرته د نورو ډلبنديو لېسنس ترلاسه کړئ؛ بايد ځينې نور شرايط هم پوره کړئ. د دې شرايطو د کتلو لپاره د ترانسپورت فدرالي وزارت پر وېبسایټ لا ډېر مالومات ومومئ.

څه ډول کولای شوم د جرمني د موټر چلولو لایسنس ترلاسه کړم؟

که غواړئ په لومړي ځل د موټر چلولو لاېسنس ترلاسه کړئ؛ بايد لاندې کارونه ترسره کړئ:

●      د ډرېورۍ په کورسونو (Fahrschule) کې ګډون. په لويو ښارونو کې په جرمني او انګليسي سربېره په ځينو نورو ژبو هم دا کورسونه موندلای شئ. په خپل شاوخوا کې د ډرېورۍ يو کورس پر (drivolino.de) يا (fahrschulen.de) وېبسایټ موندلای شئ.

●      د لومړنيو طبي مرستو په کورس کې ګډون. د ډرېورۍ ځينې کورسونه د طبي مرستو کورس هم له ځان سره لري. له دې پرته پر (ASB) یا (Johannitern) وېبسایټونو هم د لومړنيو طبي يا روغتيايي مرستو کورسونه موندلای شئ.

●      د سترګو يا ليد ازموينه (Sehtest) چې د سترګو يوه رسمي ډاکټر له لوري ترسره شوې وي. دا ازموينه شاوخوا ۷ یورو لګښت لري د عينکو په ځينې پلورنځيو کې وړيا هم ترسره کيږي.

●      د پاسپورت اندازه بايومتريک عکس (biometrisches Passbild) اخستل.

د ډرېورۍ په کورسونو کې نظري کورسونه او د موټر چلولو عملي تمرين درکول کيږي. له ډاډمن کېدلو وروسته کولای شئ لومړی نظري او وروسته عملي ازموينه ورکړئ او لایسنس ترلاسه کړئ.

که غواړئ د C (لارۍ) يا D (بسونو) يا نورو ډلبنديو اړوند لېسنس ترلاسه کړئ؛ بايد ځينې نور شرايط هم پوره کړئ. د ترانسپورت وزارت پر وېبسایټ د دې لېسنس د ډولونو په اړه په انګليسي ژبه د مالوماتو لنډيز موندلای شئ.

يادونه: د ډولډونګ او يا لنډمهالي اوسوايس (Aufenthaltsgestattung) درلودونکي هم د لېسنس ترلاسه کولو اجازه لري.

د لېسنس ترلاسه کول څومره لګښت لري؟

د جرمني د لېسنس ترلاسه کولو لپاره بېلابېلو لګښتونو ته اړتيا ده. د بېلګې په ډول د ډرېورۍ د زدکړې درسونه، د زدکړې کتابونه، روغتيايي ازموينې او د نظري او عملي ازموينو لګښتونه. د زدکړو لګښتونه ستاسې له وړتياوو سره اړه لري خو په ټوله پروسه ښايي له زر تر ۳ زره يورو پورې لګښت راشي.

د ډرېورۍ د زدکړې بيې په هر ښار او د زدکړې په کورسونو کې توپير کوي. د نويو پیل کوونکو لپاره د لويو لارو، شپې او اطرافي سيمو د ډرېورۍ درسونه ضروري دي. دا چې تاسې څومره زدکړو ته اړتيا لرئ؛ ستاسې لارښود استاد پرېکړه کوي. څو لارښود ستاسې د ډرېورۍ د مهارتونو له خونديتوبه راضي شوی نه وي؛ د ازموينې ورکولو لپاره  ځانونه نه شئ ثبتولای. د ډرېورۍ د درسونو د  بيو په پرتله د عملي او نظري ازموينو لګښتونه ډېر کم دي. د نظري ازموينې لګښت شاوخوا ۲۵ یورو او د عملي هغې بيا شاوخوا ۱۲۰ یورو دی.

يادونه: که بېکاره ياست؛ د لایسنس په ترلاسه کولو سره کولای شئ د کار په مارکېټ کې خپل چانس لوړ کړئ او له جاب‌سنټر څخه د لایسنس د لګښتونو ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. په دې اړه په جاب‌سنټر کې له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ.

 

څنګه کولای شم نظري يا تيوري ازموينه ورکړم؟

د جرمني د لېسنس ترلاسه کولو لپاره د ازموينه يوه برخه نظري ده. دا ازموينه د عملي ازموينې له اخستلو وړاندې کيږي. نظري يا تيوري ازموينه په جرمني، انګليسي، فرانسوي، يوناني، اېټالوي، پولنډي، پرتګالي، رومانيايي، روسي، کرواسيايي، هسپانوي، ترکي او عربي (په ځينو ايالتونو کې) ژبو ورکولای شئ. دا ازموينه ۳۰ څوځوابه پوښتنې لري. ښايي يوه پوښتنه څو سم ځوابونه ولري او هره پوښتنه بېلابېلې نمرې لري. هغه کسان چې له له يوولس زياتې غلطې نمرې ولري، ناکام ګڼل کيږي.

د نظري ازموينې د ترسره کولو لپاره لاندې سندونو ته اړتيا لرئ:

·       د پېژندنې کارت يا پاسپورت؛

·       د ازموينې لپاره د اخستل شوي وخت د تاييد ليک؛

·       د ډرېورۍ په کورس يا ښوونځي کې د ګډون بری‌ليک (که پخوا مو د ډرېورۍ سند نه درلود).

د نظري ازموينې پايله يو کال اعتبار لري. که د دې ازموينې له ترسره کولو وروسته د يوه کال په اوږدو کې لېسنس ترلاسه نه کړئ؛ د لېسنس ترلاسه کولو لپاره بايد بيا دا ازموينه ترسره کړئ. دې ازموينې ته د تیارۍ لپاره د www.lehrboegen.de او www.fuehrerschein-bestehen.de  وېبسایټونه وګورئ. دا وېبسایټونه په څو ژبو د ډرېورۍ د نظري ازموينې تمريونه وړاندې کوي. همدا شان ځينې انلاين اپلېکشنونه هم کارولای شئ. ځينې اپلېکشونه وړيا دي خو ځينې نور بايد په پیسو واخلئ. په دې اړه کولای شئ د ډرېورۍ د کورس له استاد سره مشوره وکړئ.

 

د ډرېورۍ عملي‌ازموينه څه ډول ورکړم؟

که د موټر چلونې په نظري ازموينه کې بريالي شئ، کولای شئ عملي ازموينه هم ترسره کړئ. د دې کار لپاره بايد له ۵۰ تر ۶۰ دقيقو پورې په دوران کې د خپلې ډرېورۍ وړتيا ثابته کړئ. په معمول ډول ازمويونکی د موټر د شا په سيټ کې کښيني او ستاسې د ډرېورۍ مهارتونه د خونديتوب او لياقت له مخې ارزوي. ستاسې د ډرېورۍ د ښوونځي ښوونکی به ستاسې تر څنګ ناست وي او په بېړنيو وختونو کې د موټر کنټرول په لاس کې اخلي. که په لومړي ځل په دې ازموينه کې بريالي نه شئ؛ کولای شئ دوې اونۍ وروسته يې بيا تکرار کړئ. د ناکامۍ په صورت کې به اړوند کس ستاسې غلطۍ درته په ګوته کړي څو د بل ځل لپاره تيار شئ. د دې ازموينو د تکرار د شمېرو په اړه کوم ټاکلی حد نشته.

 

په کومو حالاتو کې لېسنس له لاسه ورکولای شو؟

په جرمني کې د ډرېورۍ له قوانينو سرغړونه نغدي جريمه او سزا لري. په ځينو حالاتو کې ښايي خپل لایسنس له لاسه ورکړئ او يا يې اعتبار ختم شي. د ځينو خطاوو لپاره ستاسې لایسنس د يوې محدودې مودې (په معمول ډول يوه مياشت) لپاره اخستل کيږي او په دې موده کې د موټر چلولو اجازه نه لرئ. دې سزا  او مودې ته (Fahrverbot) وايي  او له هغه وروسته لایسنس بېرته ترلاسه کولای او موټر چلولای شئ. په ځينو نورو حالتونو کې ښايي ستاسې لایسنس بې‌اعتباره وګڼل شي (Entzug Entzug) او تر يوې ټاکلې مودې (Sperrfrist) پورې د بل لایسنس اخستلو او موټر چلولو اجازه هم نه لرئ. دا سزا هغه وخت ورکول کيږي چې نورو وسيلو ته ګواښ پېښ کړئ؛ په نشه کې موټر وچلوئ او يا د جريمې ۸ پاينټونه واخلئ. د جريمې پاینټونو ته (Punkte in Flensburg) وايي او اړوندې ادارې ته يې (Fahreignungsregister – FAER.) وايي.

هرې خطا ته په کتو له (Verwarngel يا Bußgeld) نيولې د لېسنس تر له لاسه ورکولو (Führerscheinentzug) پورې جزا ټاکل شوې ده. 

که له موټر چلولو وړاندې د الکولو څښلو د نشې له کبله په خپله لېسنس ورک کړئ؛ بايد ځينې روغتيايي او رواني ازموينې (Medizinisch-Psychologische Untersuchung) ترسره کړئ چې په عاميانه ژبه (Idiotentest) ازموينه بلل کيږي. په دې اړه نور مالومات د TÜV Süd  او  Dekra  پر وبېسایټونو ولولئ.

يادونه: که لایسنس مو نوی ترلاسه کړی وي؛ دوه کاله په ازمويښتي دوره کې ياست. که په دې دوره کې له ترافيکي قوانينو سرغړونه وکړئ؛ ښايي په اضافي تمرينونو کې ګډون ته اړ شئ او يا د ارواپوهنې د مشورو سپارښتنه درته وشي. د دې تر څنګ ستاسې ازمويښتي دوره (Probezeit) دوه کاله نوره هم اوږديږي. که په اضافي تمرينونو يا د ارواپوهنې په مشورو کې ګډون ونه کړئ؛ ښايي لایسنس مو درنه واخستل شي. د دې ډول سرغړونو بېلګې له سرو څراغونو تېرېدل، په شپه کې له څراغونو پرته موټر چلول او يا په نشه کې ډرایوري ده. غلط پارک کول په دې سرغړونو کې نه راځي او يوازې نغدي جريمه يې اخستل کيږي.

که چا الکول څښلي وي، د موټر يا موټرسایکل چلولو اجازه لري؟

د ډرېورۍ  پر مهال لږ الکول څښل هم خطرناک دي. حتا که ګنګس هم نه ياست، د ټکر ګواښ زياتيږي. له همدې کبله د موټر، موټرسایکل يا رولر چلوونکو لپاره د الکول څښلو د مقدار په اړه ځانګړي قوانين شته. پوليس کولای شي د ځانګړو وسيلو په مرسته د څښل شوو الکولو مقدار مالوم کړي. دا اندازه د هر کس په وينه کې د ملي ليتر په کچه څرګنديږي.

 

-        هغه کسان چې د لايسنس اخستلو يې لا دوه کاله نه وي پوره شوي او په ازمويښتي دوره (Probezeit) کې وي او يا يې عمر له ۲۱ کالونو کم وي، د چلولو پر مهال د الکولو څښلو اجازه نه لري. که څوک سرغړونه وکړي، ازمويښتي دوره يې اوږديږي. له دې پرته دوی بايد لږ تر لږه ۲۵۰ یورو جريمه ورکړي، يو د جريمي پاینټ ترلاسه کوي او همدا شان بايد له سره د ډرېورۍ اساسات زده کړي.

-        له دې پرته نور کسان کولای شي يوه کمه اندازه الکول وڅښي او موټر يا موټرسایکل وچلوي. البته په هر ملي ليټر کې له ۰٬۵ سلنې د زياتو الکولو څښلو اجازه نشته. سرغړوونکي تر ۱۵سوه یورو پورې جريمه کيږي او د يوې ټاکلې مودې لپاره لایسنس له لاسه ورکوي. که څوک په نشه کې ټکر وکړي او يا خطرناکه يا ناسمه ډرېوري وکړي، کېدای شي په ۰٬۳ په ملي ليټر کې هم جريمه شي او يا زندان ته ولاړ شي. همدا شان لایسنس د يوې مودې لپاره له لاسه ورکوي او څو پاینټونه اخلي.

يادونه: که څوک په نشه کې بایسکل وچلوي او ټکر وکړي يا بل چا ته ګواښ شي، جريمه کيږي. د دې تر څنګ دا کسان د خپل موټر يا موټرسایکل چلولو لایسنس هم له لاسه ورکوي.

د جاب‌سنټر په پیسو موټر اخستلای شم؟

که له جاب‌سنټر څخه پیسې ترلاسه کوئ؛ په منظم ډول به د خپل اړونده جايداد او شتمنۍ په اړه وپوښتل شئ. دا خبره د موټر په اړه هم صدق کوي. که موټر مو له ۷٫۵۰۰ یورو کم ارزښت لري؛ څه خبره نشته. که له دې قيمته موټر ولرئ؛ ښايي جاب‌سنټر غوښتنه وکړي چې لومړی موټر خرڅ کړئ او په پیسو يې ژوند وکړئ؛ وروسته بيا راشئ او د جاب‌سنټر د پیسو غوښتنه وکړئ.

يادونه: که د يوه کار ترلاسه کولو يا ساتلو لپاره موټر ضروري وي، جاب‌ستڼر يې په اخستلو کې مرسته کوي. په دې اړه هلته له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ.

مهم

که لایسنس ولرئ او د بایسکل چلولو پر مهال ترانسپورتي وسايلو ته خطر پېښ کړئ؛ د بېلګې په ډول په نشه کې بایسکل چلول وکړئ؛ ښايي د موټر چلولو لایسنس مو له لاسه ورکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (بایسکل چلول) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: