شخصی کاروبار شرایط
سلامونه او احترامات ټولو ته وړاندی کوم:
تر هرڅه لومړی د دی پلټ فارم چلونکو څخه د زړه له تله مننه کوم چی مونږ ته معلوماتو راکولو او پوښتنو ځوابولو اسانتبا برابره کړی ده.
زه د دوه کالو او څلور میاشتو راهیسی په جرمنی هیواد کی ژوند کوم قبولی هم لرم. جرمنی ژبی زده کړه می تر B1 پوری ده. ما سیول انجینیری په افغانسنان کی لوستلی او اوه کاله کاری تجربه هم لرم او دلته یی هم یو ارزیابی سند راکړی یعنی په خپل مسلک کی د کار اجازه لرم. زما پوښتنه داده سنګه کولای شم په خپل مسلک کی یو شخصی کاروبار جواز ولرم یعنی ساختمانی برخه کی کار مثلا یو ساختمانی کار له شخص یا لویو شرکتونو څخه په تیکه واخلم لکه دلته چی دیری البانیایان او یا ځینی ترکان یی کوی. پدی اړه ما دیر ګوشش وکو خو معلومات می پیدا نه کړل که تاسو راسره همکاری وکی ډیر به خوښ شم. بیا هم ستاسو له رهنمایی څخه مخکی له مخکی مننه کوم.
ځواب (1)
سلامونه
د دې کار لپاره بايد يو شرکت ثبت کړئ چې ساختماني کارونه کوي. وروسته بيا بايد د مالیې له ادارې څخه د ماليې شمېره ترلاسه کړئ. له دې پرته ښايي په ځينو نورو ادارو کې ثبت هم مهم وي او بيمې اخستل هم اړين دي. په دې اړه نور مالومات دلته ومومئ.
https://handbookgermany.de/ps/entrepreneurship